سږکال به ۱۱۵۰ نور زده کوونکي په کندز ولایت کې د زده کړو لپاره نوی ودانۍ ولري. دغه پروژه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ثبات د تأمین په موخه تمویل شوی وه. په دغه پروژه کې د دوو ښوونځيو جوړول په چهار دره او دشت ارچی ولسوالیو کې برسیره، یو دارلمعلمین په امام صاحب ولسوالی کې هم جوړ شوي دي. په دغه تأسیساتو کې یو جومات، مجهز ټولګي، اته اداری خونې او د څښاک د اوبو یوه څاه هم جوړه شوی ده. دا د پام وړ یو بدلون دي ځکه مخکې له دي نه په یادو ولسوالیو کې زده کوونکو تر خیمو لاندې او په کرایې ودانیو کې زده کړې کولی.
آیا تاسو دا منئ چې په کندز ولایت کې د پوهنې بنسټ جوړول به دخلکو د ژوند په ښه کیدو کې یو مهم رول ولوبوي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
