د افغانستان هوایې ځواکونو د روان میلادي کال د جنوری په ۱۵مه څلور سوپر ټوکانو جنګې الوتکې د متحده ایالاتو څخه په رسمی ډول ترلاسه کړي. د الوتکو سپارل د افغانستان هوایې ځواک ته په خپله یو بل مهم پړاو وه او دغه الوتکې به د افغانستان د هوایې ځواکونو وړتیاوی نوری هم پیاوړي کړي. سوپر ټکانو الوتکې لږ تیل مصرفوي، حفظ و مراقبت یې آسانه دي، او د مخالفو وسله والو په ځپلو کې ډیري اغیزمنې دي. سربیره پر دې، دا الوتکې د افغانستان خاورین، ګرم او هسک چاپیریال ته ډیري مناسبې دي. دغه الوتکې له پرمختللو کمرو سره سمبال دي چې په وریځه هوا کې او دشپې لخوا هم کار کوي او دا به د دښمن په نښه کولو او له منځه وړلو ډیر اغیزمن وي. د یادونې وړ ده چې د سوپر ټکانو ۸ افغان پیلوټان د امریکا د متحده ایالاتو د الوتنې له ښونځې څخه فارغ شوي او ۳۰ نور به په راتلونکو دری کلونو کې وروزل شي.
ستاسو په اند د دغو جنګې الوتکو زیادتیدل د افغان هوایې ځواکونو په لیکو کې څومره مهم وي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
