په دي ورستیو کې دامریکا متحده ایالاتو حکومت ۸۰ میلیونه ډالر "د بیا رغونې امانت پیسې" افغانستان ته ورکړې. دغه مالي ژمنې د امریکا د حکومت لخوا هغهوخت ترسره کیږي چې د افغانستان د حکومت لخوا مُهم اصلاحات لکه د عایداتو ښه ټولول، د فساد کچه راټیټول او د بي وزلې کچه خاصتا د ښځو په منځ کې راټیټه شوې ده. مایکل میکنلې د امریکا سفیر په افغانستان کې وایې: " د امریکا د متحده ایالاتو مرستې د مهمو لاسته راوړنو پراختیا لپاره د افغانستان حکومت ته ددي توان ورکوي چې اصلاحات تطبیق کړي او همداشان افغان حکومت دیو په ځان بسیا او خپلواک پراختیایې حکومت تبدیل شې."
د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالی پراختیایي اداره یا (یو اس اید) ژمنه کوي چې د افغانستان د مالیې وزارت او نورو سکتورونو سره په ګده کار کوي او ددوي لاسته راوړنې به په ګوته کوي.
ستاسو په اند، داسې مالي مرستې د کلیو دبیارغونې او پراختیا په موخه په افغانستان کې څومره اړینې دي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
