افغانستان تیر میلادي کال د دیسمبر په ۱۷مه په رسمي توګه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړ. دا یوه بله تاریخی لاسته راوړنه د افغان ولس لپاره ګڼل کیږي.
د افغانستان د اوږد مهالې سولې او ثبات لپاره اقتصادی ودی اوپراختیا ته اړتیا شته. د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب به اوس د افغانستان لپاره ډیري اقتصادی آسانتیاوي او فرصتونه پرانیزي ، پانګوني ته به وده او د افغانستان ډیري ترانزیتي ستونزي به له ګاونډیو هیوادونو سره حل کړي.د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب بله ګټه دا ده چې هغه هیوادونه کوم چې ددي سازمان غړیتوب لري له یو بل سره به پرته له کوم سواداګریز تبعیضه چلند کوي ، ددی سازمان غړي اوس مهال ۱۶۲ هیوادونه دي.
ستاسو په اند د افغانستان اقتصاد به د نړیوال سازمان له غړیتوب سره وده وکړي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
