طالبان: له افغان حکومت سره په شرط خبرو ته تیار یوو
تاند – د قطر له مرکز دوحه څخه یوې سرچینې تاند ته وویل چې طالبانو د غونډې پر مهال په ښکاره وویل چې دوی له افغان حکومت سره سولې ته چمتو دي خو خپل شرایط لري.
دا غونډه چې سبا به هم دوام وکړي د پګواش په نوم د یوې موسسې له لورې جوړه شوې ده. دا غونډه رسمي غونډه نه ده او له افغانستان څخه چې کوم کسان ورغلي دي هغوی د افغانستان د حکومت په استازیتوب پکې ناست نه دي.
په دغو کسانو کې یوه هم د ولسمشر اشرف غني د ټولنیزو چارو سلاکاره ملالۍ شینوارې ده. خو له افغانستانه یو شمیر نور کسان لکه د ولسمشر حامد کرزي پخوانی لومړی مرستیال یونس قانوني، د طالبانو په وخت مسوول او د سیاسي چارو کتونکی وحید مژده او یو شمیر نور داسې کسان د قطر په غونډه کې شته چې د ملي وحدت له حکومت سره له نژدې همکاره نه دي.
د طالبانو د پلاوی مشري عباس ستانکزی کوي. طالبانو د پګواش له لورې د جوړې شوې غونډې ستاینه کړې ده او وایي چې له دې سره به دوی ته زمینه برابره شي چې نړیوالو ته خپل پیغام ورسوي.
پګواش موسسه چې په نړۍ کې د شخړو او لانجو د مخنیوي لپاره هڅې کوي د نوبل جایزه یې هم ګټلې ده. دې موسسې کال مخکې هم طالبان دې ته وهڅول چې له یو شمیر افغانانو سره په قطر کې غونډه وکړي.
د پګواش په مخکنۍ او روانې غونډې کې دا معلومه شوې ده چې طالبان له میرمنو سره د سولې په خبرو کې له ګډون سره علني مخالفت نه کوي، خو کله چې طالبان له هغو کسانو سره چې د خپلې واکمنۍ پر مهال ورسره په جګړو کې ښکیل و د سولې خبرو ته کښیني نو دا هیلې ورسره زیاتیږي چې د افغانستان له اوسني حکومت سره چې طالبان تر ډیره پخوانۍ دښمني نه لري، ممکن د سولې خبرې مخته یوسي.
ټاکل شوې ده چې د سلواغې په ۱۷ د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي بیا غونډه وکړي او له طالبانو سره د سولې د خبرو پر څرنګوالې خبرې وکړي. تر دې مخکې د همدغو څلورو خواوو تر منځ دوې ځلې غونډې شوې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د سیاسي چارو مرستیال حکمت خلیل کرزي ویلي دي چې افغان حکومت هیلمن دی چې له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو لپاره د فبروري تر اخره زمینه برابره شي. پاکستان هم ویلي دي چې په دې خبرو کې به مرسته وکړي.
د سویس په داووس ښار کې تیره اونۍ د نړیوالې اقتصادي غونډې ترڅنګ هم د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د پاکستان له صدراعظم نوازشریف او د امریکا له مرستیال ولسمشر جو بایډن سره د درې اړخیزې غونډې پر مهال له طالبانو سره د سولې د خبرو مساله یاده کړه چې امریکا د افغان حکومت د دې هڅو ملاتړ وکړ.
د قطر په مرکز دوحه کې به د پګواش له لورې جوړه شوې غونډه سبا هم دوام وکړي او ښایي تر دې غونډې وروسته طالبان د یوې اعلامیې له لارې خپل نظر له رسنیو سره شریک کړي.
- Category: خبرونه
- permalink
-
تاند HABIL