افغان- پاک اړيکې؛ د ژبې له ډيپلوماسۍ د سولې تر پروسې
د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د اوونۍ تحليل
افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف، تېره اوونۍ په پاريس کې د اقلیمي بدلون په تړاو جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې سره ولیدل. له دغې کتنې وړاندې دواړو مشرانو د برېتانيا له لومړي وزیر سره په یوه درې*اړخیزه ناسته کې هم کتلي وو. په دغو دواړو ناستو کې پاکستاني لوري له طالبانو سره د سولې او بیا پخلاینې د بهیر پر بیا پيلولو خبرې وکړې.
له دغې کتنې پنځه ورځې وړاندې کابل ته د پاکستاني پښتنو ګوندونو مشرانو درې ورځنی سفر درلود. که څه هم دغه پاکستانی پلاوی د افغان ولسمشر په بلنه راغلی و؛ خو دوی د نوازشریف پيغام هم له ځان سره راوړی و او ولسمشر غني يې وهڅاوه چې د پاکستان له لومړي وزیر سره په پاریس کې وګوري.
دا په داسې حال کې دي، چې د ملا محمد عمر د مړینې له اعلان وروسته، کله چې د افغان سولې بهير په ټپه ودرېد، پاکستان په ټینګار سره د سولې پروسې د بیا پیلولو په اړه څرګندونې وکړې او په دې اړه سیمه*ییزه ډيپلوماسي هم فعاله شوه (په دې اړه نور معلومات ولولئ، د تحلیل هفتې په ۱۴۲مه ګڼه کې) دغو لاملونو یو ځل بیا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مخامخ خبرو چانس برابر کړ.
دا چې د اشرف غني او نوازشریف ترمنځ وروستۍ دوې ناستې به د پاکستان او افغانستان پر اړیکو څه اغېزه وښندي او د سولې پروسې په بیا پيلولو کې به څه رول ولوبوي، د تحلیل هفتې په دې ګڼه کې يې لولئ.
پښتو او پښتانه؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيپلوماسۍ عنصر
دا لومړی ځل نه دی، چې کابل او اسلام*آباد په خپل بهرني سیاست کې د «پښتو» کارد استعمالوي؛ له دې مخکې هم کابل او اسلام*آباد دغه کارد د سړې جګړې پرمهال او وروسته بيا د حامد کرزي په دوره کې هم استعمال کړی دی.
د سړې جګړې پرمهال تر ډېرو کلونو پورې د پاکستان پښتانه مشران په افغانستان کې دېره وو، له همدې کبله د پاکستان له پښتنو څخه د کابل ملاتړ او د پښتونستان قضیه د افغانستان د بهرني سیاست مهم عنصرونه وو. همدا راز پاکستان هم د افغانستان یو شمېر افغان پښتنو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی و او له دوی څخه یې ملاتړ اړین باله. همدې چارې تر ډېره د کابل-اسلام*آباد پر اړیکو اغېزه وښندله.
وروسته د حامد کرزي په دوره کې هم کابل څو ځله د پاکستان پښتانه مشران راوبلل او په ۲۰۰۷ کال کې یې د پاکستان او افغانستان د پولو دواړو خواوو د مشرانو یوه ګډه لویه جرګه هم راوغوښته، چې موخه یې د پاکستان او افغانستان اړیکې ښه کول او د ډېورنډ کرښې دواړو خواو وسله*وال مخالفتونه کرارول وو. دغه جرګه، چې د افغانستان او پاکستان شاوخوا ۷۰۰ مشرانو پکې ګډون کړی و، په خپل نوعیت کې لومړۍ هڅه وه، چې د دواړو خواوو مشرانو پکې په رسمي توګه برخه اخیستې وه. دغې جرګې یو ۵۰ کسیز کمیسون جوړ کړ، څو د سولې پروسې په اړه خپلې طرحې وړاندې کړي. خو دغه جرګه هم ناکامه شوه؛ ځکه نه ورته افغان طالبان راغوښتل شوي وو او نه هم د آزادو قبایلو مشران.
په دغه جرګه کې پاکستاني مشرانو هم برخه اخيستې وه او د جرګې په پای*غونډه کې د پاکستان پخواني لومړي وزير جنرال پرویز مشرف هم ونډه واخیسته.
اشرف غني هم له ولسمشر کېدو وروسته، پاکستان ته د سفر پرمهال د یو شمېر پاکستاني ګوندونو مشرانو ته، کابل ته د ورتګ رسمي بلنې ورکړې، چې له همدې کبله د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان پښتانه قوم*پالي مشران کابل ته په یوه سفر راغلل . اوس يو ځل بيا افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان د پښتنو سیاسي ګوندونو مشران په رسمي توګه او داسې مهال کابل ته راغواړي، چې د کابل-اسلام*آباد اړیکې په تېر یوه کلن پړاو کې د هر وخت په پرتله ډېرې خرابې شوې دي.
په بهرني سیاست کې د «پښتو» کارد
د سړې جګړې پرمهال افغانستان او پاکستان په خپلو هېوادونو کې د یو بل ضد عنصرونو ته ځای ورکړی و؛ خو له سړې جګړې وروسته، دواړو کابل او اسلام*آباد د اړیکو ښه کولو په اړه د پښتو کارد استعمال کړ. په دې تړاو د دواړو لوریو له خوا د پښتنو پلاوي د یو بل پلازمېنو ته سفرونه وکړل، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې کړي.
د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په میاشت کې کابل ته د پښتنو مشرانو راتګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر ډيپلوماتان هم خوشباوره کړي وو. ځکه د دوی په اند، د همدې ګډې ژبې په مرسته دوی کولای شي د افغانستان-پاکستان ترمنځ نه یوازې دا چې د بې*باورۍ فضا ختمه کړي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په رغولو کې هم ترې کار اخېستلی شي . پاکستان دا ځل هم هڅه وکړه، چې د پښتنو مشرانو له لارې داسې مهال د اړیکو رغولو هڅه وکړي، چې له څه مودې راهيسې د سولې پروسې د بیا پیلولو او دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو رغولو، هلې ځلې کوي.
کابل ته د پښتنو مشرانو سفر
څو ورځې وړاندې (د ۲۰۱۵ کال د نوامبر په ۲۵مه) د دریو قومي ګوندونو يو لس کسيز پلاوی، د افغان ولسمشر په بلنه کابل ته په درې ورځني سفر راغی. په دغه لس کسیز پلاوي کې د عوامي ګوند مشر اسفندیار ولي خان، افراسیاب خټک، ډاکټر سلیم خان (د افضل خان لالا زوی)، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، د قومي وطن ګوند مشر افتاب شېرپاو، د خیبر پښتونخوا پخوانی والي شوکت الله خان، په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر ایاز وزیر او یو شمېر نور کسان شامل وو. دغه پلاوي په کابل کې د افضل خان لالا په یاد جوړ شوي سیمینار کې هم برخه واخیسته؛ خو په ټوله کې د دغه سفر موخه د کابل او اسلام*آباد ترمنځ د اړیکو رغول وو.
په سیاسي توګه د دغه پلاوي سفر د لاندې لاملونو له کبله د پاکستان لپاره ډېر ارزښت درلود:
لومړی: د کابل-اسلام*آباد اړیکې د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو راوروسته، د بل هر وخت په پرتله خرابې شوې دي.
دویم: کابل له تېرې مياشتې راهيسې په دې هڅه کې دی، چې له نوي ډهلي سره خپلې اړیکې تازه کړي. په دې تړاو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وزیر حنیف اتمر هند ته په یوه رسمي سفر ولاړ او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي هم هند ته سفر وکړ. دواړو له هند څخه په نظامي ډګر کې د مرستو او دوه*اړخيز ستراتېژيک تړون د عملي کولو غوښتنې وکړې.
دریم: دغه سفر له دې کبله هم ارزښت درلود، چې په پاریس کې له نوازشریف سره د افغان ولسمشر لیدنې ته زمينه برابره کړي او پاکستان بیا د همدغه چانس پرمټ په روانه میاشت کې په اسلام*آباد کې د استانبول پروسې د آسیا زړه په کنفرانس کې د افغانستان د جګپوړو چارواکو شتون یقیني کړي؛ ځکه که چېرې په دغه کنفرانس کې افغان جګپوړي چارواکي ونډه وانه*خلي نو دا به پر پاکستان ډېره منفي اغېزه وکړي.
په پاريس کې د اشرف غني او نوازشریف کتنه
د پاکستان قومي ګوندونو مشرانو له ځان سره د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف پیغام راوړی و او له افغان ولسمشر اشرف غني څخه یې غوښتي وو، چې په پاریس کې د اقلیمي بدلون د نړیوال کنفرانس په يوه څنډه کې ورسره وګوري. د افغان چارواکو په اند، له دغه پیغام وړاندې د افغان ولسمشر په اجنډا کې د پاکستان له ولسمشر سره کتنه شامله نه وه؛ خو دغه کتنه کابل ته د پښتنو مشرانو له راتګ وروسته، د افغان ولسمشر د اجنډا برخه وګرځېده.
د ۲۰۱۵ کال د نوامبر په ۳۰مه د دواړو ولسمشرانو له کتنې وړاندې د پاکستان، افغانستان او بریتانیا ولسمشرانو په یوه درې اړخیزه ناسته کې سره ولیدل. له دغې درې اړخیزې ناستې وروسته افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير نوازشریف په یوه دوه*اړخیزه ناسته کې هم د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې وکړې. په دغو خبرو کې د «سولې او بیا پخلاینې د بهیر پر بیا پیلولو هم خبرې وشوې» . د پاکستان لومړي وزیر د دغې ناستې تفصیلات په یوه بیانیه کې خپاره کړل، چې مهم ټکي يې په لاندې ډول وو:
• دواړو مشرانو موافقه وکړه، چې دواړه لوري به له هر هغه چا سره کار کوي، چې د مشروع سیاسي لوبغاړي په توګه په دغه بهیر کې ورګډېږي. پاکستان به له افغان حکومت سره په ګډه د هغو خلکو پر ضد درېږي، چې سوله نه غواړي؛
• پاکستان باور لري، چې امریکا او چین چې د «مري» په مذاکراتو کې يې هم ونډه اخېستې وه، د سولې په پروسه کې مهم شریکان دي او همدا راز د نورو ملګرو ځواکونو له مرستو هم ملاتړ کوي. پاکستان به د سولې په پروسه کې له یوه څلور اړخیز ابتکار څخه هم هرکلی وکړي. په همدې موخه د اسیا زړه استانبول پروسې راتلونکې غونډه چې په اسلام*آباد کې به د ۲۰۱۵ کال د ډیسمبر په ۹مه جوړېږي، په افغانستان کې د یوې پایله لرونکې پخلاینې پروسې د طرحې وړاندې کولو موقع ورکړي؛
• زه، اسلام*آباد ته د اشرف غني سفر ته سترګې په لاره یم، څو په ګډه د اسیا زړه پروسې غونډه پرانیزو او په يوه څنډه کې یې په دې بحث وکړو، چې څرنګه پاکستان، افغانستان، امریکا او چین په ګډه سره د سولې پروسې پر بیا پيلولو کار پیل کړي، چې د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې تم شوې وه؛
• پاکستان غواړي چې له افغانستان سره په سیاسي، ډيپلوماتیک، نظامي او استخباراتي کچه همکارۍ زیاتې کړي او د تروریزم پرضد ګډه مبارزه وکړي .
افغان- پاک اړیکې؛ په کوم لور؟
د افغانستان او پاکستان ۷۰ کلنې اړیکې له ډېرو لوړو-ژورو تېرې شوې دي؛ خو په دغو دوه اړخیزو اړیکو بې*باورویو ډېر منفي سیوری غوړولی دی. د ملي وحدت حکومت له تشکيل وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې په بې*سابقه ډول ښې شوې؛ خو په افغانستان کې د ناامنیو له زياتېدو او د سولې پروسې له تم کېدو سره دغه اړیکې بیا د بې*باوریو ښکار شوې. دا چې پاکستان د ژبې ډيپلوماسۍ او د پښتون کارد په استعمالولو سره یو ځل بیا له افغان ولسمشر اشرف غني سره د پاريس د نړیوال کنفرانس په څنډو کې ولیدل او ده ته یې د اسیا زړه-استانبول پروسې غونډې ته د ورتګ بلنه ورکړه، نو دغې هڅې د سولې پروسې د بیا پيلېدو او د دوه*اړخیزو اړیکو د ښه کېدو لپاره بيا هيلې راوټوکولې.
دلته باید یوه یادونه وکړو، چې دغه لیدنې کتنې، کنفرانسونه په لنډمهالې توګه د دوه*اړخیزو اړیکو په رغولو کې رول لوبولی شي؛ خو په منځ*مهال او اوږده*مهال کې د افغانستان او پاکستان اړیکې تر ډېره د سولې پروسې په بریالیتوب او په افغانستان کې له ثبات سره تړلې دي او هر کله به چې پاکستان په خپلو ژمنو کې بیا پاتې راشي؛ دا دوه*اړخیزې اړیکې به په اتومات ډول خرابې شي او ترڅنګ به یې د بل ځل باور جوړولو پروسه هم، له ډېرو ننګونو سره مخ کړي.
Leave a Reply
Your email address wil
- Saturday, 5 December 2015 18:30
- خپرونکی: تاند
- تبصره ولیکئ
- Category: مقالې
- permalink
-
خپروونکی: تاند http://taand.com