Announcement

Collapse
No announcement yet.

داعش وسله وال ترهګړو یو عالم ووژاه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • داعش وسله وال ترهګړو یو عالم ووژاه

    داعش وسله وال ترهګرو په سیستماتیک ډول هلی ځلې شروع کړي او هغه افغان عالمان چې ددوي له تکتیکونو او ایدیالوژی سره همغږي نلري د تل لپاره غلي کوي. تیره اونۍ مولوي ګل آغا چي په داعش ترهګر ډلي نیوکه کړي وه ددي ډلي لخوا په بټې کوت ولسوالی ، ختیځ ننګرهار کې په بي رحمه توګه په شهادت ورسیدو. دبټي کوټ د ولسوال نعمت الله نورزی له قوله مولوی ګل آغا یو صادق او ښه عالم وه او له کومي ډلي سره یي تړاو نه درلود. همداشان د سپتمبر په نیمایی کې داعش ترهګریزي ډلي یو بل عالم په اچین ولسوالی، ننګرهار ولایت کې په شهادت ورسوه. داعش نه یوازی د افغانستان لپاره بلکه د سیمی لپاره یو غټ ګواښ دي او باید ریښې یې له بیخه وایستل شې. ټولو افغانانو ته اړینه ده چې د داعش تیری او تاوتریخوالی ته بس ووایې او دوي ته په خپلو کلیو او بانډوکې ځاي ورنکړي.
    ستاسو په اند د کلیوالو لپاره کومي لاري شته چې دداعش ترهګریزي ډلی پراختیا مخه په کلیو او باندو کی ونیسې؟
    په درنښت

    حشمت
    دامریکا د متحده ایالاتو دعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
Working...
X