لکه چې تاسی ټول خبر یاست داعش په افغانستان کې له شدید او غیر انسانی تکتیکونو او ستراتیژی څخه کار اخلی تر څو ولسی وګړي په تهدید او ډار وډاروي اوخپلی ناروا غوښتنې په خلکو عملي او په سیمه کې خپل نفوذ ډیر کړي. یو څو ورځې مخکې یوه زړه ایستونکی ویدیو خپره شوه چې افغان بندیان د داعش د جنګیالیو لخوا سترګې تړلي په زور د چاودیدونکو ټوکو په سر کینول او په یوه وخت الوزول کیږي. د داعش دغه ډارن او غیر انسانی عمل یوازی هغه وخت به بند شي چې افغانان ټول یو موتې شې او د دوي په وړاندي مبارزه وکړي.
له داعش سره بله د مبارزی یوه ښه او مهمه لاره داده چې ولسي وګړي کولي شي هر مشکوک کس او شي خپل امنیتی ځواکونو ته ور په ګوته کړي.
ستاسو په اند، په افغانستان کې د داعش سره د مبارزه کولو نوري کومې لاری شته؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
