Announcement

Collapse
No announcement yet.

د افغانستان د هوايي ځواک پيلوټه، د زړورې ښ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د افغانستان د هوايي ځواک پيلوټه، د زړورې ښ

    نیلوفر رحماني، د طالبانو له واکمنۍ وروسته دافغانستان په تاریخ کې لومړنۍ ښځینه افغانه پیلوټه ده چې په ثابت وزرو الوتکو کې الوتنه کوي او دي ته د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا دښځو د زړوړتیا مډال هم ورکړل شو. ددي مډال اخیستونکې د نړي له ګوټ ګوټ څخه راځې. دغه مډال اخیستونکې د بی ساری زړورتیا او ښې مشري خاوندان دي او د نورو خلکو په ژوند کې یې د سولي، عدالت، بشری حقونو، د جنسیت مساوات او د ښځو پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لوبولي. آغلی رحمانی ۱۸ کلنه وه چې د هوایی ځواکونو په لیکو کې یې د ښځو جذبولو په اړه واوریدل او دوه کاله وروسته له هوایی پوهنتون څخه فارغه شوه. درحمانی لاسته راوړنو او زړورتیا میلونونو نورو ځوانو ښځو ته الهام ورکړي.
    ستاسو نظر دآغلی نیلوفر رحمانی د لاسته راوړنو په اړه څه دي؟
    په درنښت
    حشمت
    دامریکا د متحده ایالاتو د عمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
Working...
X