دا څو میاشتې چې افغانستان د تاریخ له تر ټولو حساس آزمېیښت څخه تېردونکی دی، په ملیاردونو هغه ډالر چې د کرزي د واک تر وروستۍ ورځې را روان ول، یو دم درېدلي، تل سل زره زیات نړیوال ځواکونه یو دم د جګړې له صحنې وتلي، په لسګونو زره تازه دمه اوزبک، وزیر، پنجابي او وطني طالبان د افغانستان پر خاوره را بهېدلي، هره ورځ د امریکا، اروپايي اتحاديې او نورو له مرستندویه پروژو سلګونه ځوانان بېکاره کېږي، خزانه خالي ده او لکه کرزي څخه دومره ستونزې، افلاس، بې نظمي او ګډوډي په میراث پاتې دي چې د هرې یوې سمول یې یوه دردوونکې جراحي غواړي.
په دغسې حساس وخت کې حامد کرزی د افغانستان د ملت تر څنګ نه، د افغانستان د نظام په تخریب، د بنسټونو په کمزوري کولو او د بې اعتمادۍ په خپرولو بوخت دی.
حامد کرزي، د هغه کورنۍ او لاسپوڅو دا تېر دیارلس کاله په کندهار کې د قومونو په زرګونو مشران ترور کړل، تر دې چې د خپل اکا د زوی د وژلو لپاره یې له کویټې څخه انتحاري بریدګر ترلاسه او هغه یې پرې وواژه. د هغه کورنۍ د کندهار د ښار د ځمکو د غصب په شمول د ګمرکاتو ټول عواید، د ښاروالۍ ټول عواید او په لارو کې له لاریو څخه د اخاذیو غیر قانوني عواید ټول په خپلو اکاونټونو کې جمع کړل. د حامد کرزي د کورنۍ تر ټولو لوی خیانت دا و چې د کندهار په سطحه یې د نویو رهبریو د را څرګندېدلو مخه ونیوله، ځوانان یې محروم وساتل، او چې چا سر پورته کړل، یا یې ترور او یا یې فرار کړل. هغوی پر نړیوالو قراردادونو خېټه واچوله او له پنجشېري حلقې سره د ایتلاف له لارې یې د قراردادونو ټول عواید لوټ کړل. حامد کرزي د خپل واک په دوران کې واک د پنجشېریانو، هزاره ګانو، پاکستانیانو او خپلې کورنۍ تر منځ تقسیم او د افغانستان ټولې دولتي ځمکې یې د بې نقشې او ناقانوني ښارګوټو لپاهر پر نوموړیو څلورو ډلو و وېشل. حامد کرزي د افغانستان ټول سرحدي ولایتونه له پنجاب سره معامله او والیان یې د پنجاب په خوښه وټاکل. د اکثرو ولایتونو والیان یې داسې افراد وټاکل چې حتی کورونه یې په پاکستان کې ول. په دې وګړیو کې د غزني، خوست، کونړ او ننګرهار والیان هم شامل ول. حامد کرزي د دې ولایتونو ترڅنګ محلي اورګانونو لوی ریاست پاکستانیانو ته ورکړ چې هغوی له دې لارې د افغانستان ټوله مهمه ډېټا پاکستان ته انتقال کړه. د هغه په زمانه کې د افغانستان ارګ د جاسوسانو ځاله وه چې یواځېنی مشترکه وجهه یې ارګ ته د ګاونډیانو د جاسوسیو پر پیسو شراکت و. د هغه په زمانه کې ارګ ته پاکستانۍ کلداري، ایراني تومان، چینایي ین، انګلیسي پاونډ او امریکایي ډالر په کڅوړو کې راتلل او له هغه ځایه د رشوت په توګه وېشل کېدلې. د حامد کرزي پر مهال د افغانستان د حکومت ۷۵ سلنه ریاستونه، معینیتونه او وزارتونه یواځې د یوه ولایت په خلکو وېشل شوي ول. دیارلس کاله وروسته د حامد کرزي د تګ پر ورځ د کابل ښار لکه ده چې په اوله ورځ تسلیم کړی و، عملاً د شمال د ایتلاف د لنډه غرو په لاس کې و. د حامد کرزي توطیو او په لومړي دور کې د اشرف غني د رأیې په تقسیمولو او د زلمي رسول په درولو حامد کرزي د افغانستان ټاکنې دوهم دور او بیا اوږده بحران ته بوتلې او افغانستان ته یې نه جبرانېدونکی تاوان ورساوه.
حامد کرزي طالبانو ته د یوه مخالف سیاسي ځواک په حیث مشروعیت ورکړ او په کابل کې یې د طالبانو د تبلیغاتي ټیم په ملاتړ په لکونو ډالر ولګول.
حامد کرزی له واک څخه تر لرې کېدلو وروسته هم د افغانستان په بې ثباته کولو، د نظام په کمزورولو او د قومي، سمتي او تنظیمي تفرقو په خپرولو بوخت دی. هغه له بیت المال څخه په لوټ کړیو ملیونونو ډالر باندې حرامونې رسنۍ تأسیس کړې. په دې رسنیو کې یې د حزب التحریر او افراطي ډلو غړي استخدام کړل، او اوس د دې رسنیو پر مټ د ملي بې باوریو پر خپرولو او د نظام د بنسټونو په کمزوري کولو بوخت دی. حامد کرزي په دې وروستیو کې یوه ډله ملایان هم تطمیع کړي چې د نظام پر خلاف دیني ناره پوره کړي. هغه له یوې خوا د نظام پر خلاف د دین ناره کاروي، له بل پلوه، په جنوب غرب سمت کې سمتي تعصبونو ته لمن وهي. د هغه ټیم په دې وروستیو کې د ایران له استخباراتو څخه پراخ منابع ترلاسه کړل چې په افغانستان کې د سعودي د پانګونو د مخالفت په بهانه کار تر واخلي.
د حامد کرزي کور په کابل کې د مافیا د هغو ښارمارانو د را ټولېدلو ځای دی چې دیارلس کاله یې د افغانستان منابع لوټ کړي او پر افغانانو یې د تېرو دیارلسو کلونو د نړیوال ملاتړ طلایي فرصت داسې ضایع کړی، لکه یو بې معنا خوب.
د حامد کرزي په کور کې را ټولېدونکي مافیایي ښاماران د یو لړ بې روزګاره ځوانانو د وجدان پېرودنې لپاره په زرګونو ډالره لګوي چې په رسنیو کې د زهر شیندلو لپاره ورڅخه کار واخلي. د دې ځوانانو شر د ده افغانانو له کوڅو نیولې د نیویارک ټایمز تر مقالو پورې هر ځای محسوس دی.
په دې ځوانانو کې ځینې هغه زرخریدې ګلزرینې هم شاملې دي چې د حامد کرزي د واک پر مهال د ارګ پر منابعو څوربېدلې. اوس چې پر دې ځوانانو د ارګ تورې پیسې درېدلي، له دې ځوانانو څخه د حامد کرزي په لاس ګډول کېدونکې بیزوګانې جوړې دي چې کله یې په یوه اړخ او کله یې په بل اړخ ګډوي او خپله سیاسي شادي بازي پرې کوي. دا سیاسي شادي بازي که له یوه اړخه د افغانستان په دې حساسه تاریخي مرحله کې د ملي باور په زیان او د دښمن د اروایي جګړې په ګټه ده، له بله اړخه، د هغو ځوانانو د شخصیت وژني، استعمال، استثمار او وسیلوي استعمال غیر اخلاقي هڅه هم ده.
————————
د لی