Announcement

Collapse
No announcement yet.

د ټولنیزو شبکو رول د قانون په پلۍ کولو کې

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د ټولنیزو شبکو رول د قانون په پلۍ کولو کې

    بی له شکه چې ټولنیزو شبکو د دنیا په هر ګود کې په خورا ډول د خلکو په ژوندانه اغیز اچولي. دغو شبکو یو مثبت او د پام وړ رول په دي ورستیو کې په افغانستان کې هم لوبولي. ټولنیزو شبکو د افغانستان په ټاکنو کې د خلکو په با خبره کولو او پوهولو کې یو اغیزمن او مهم رول ولوبوو. يادو شبکو یو ارزښتناک رول د افغان نجلۍ فرخندي، د قاتلینو او جنایتکارانو په نیولو کې چې لومړي یې دا نجلۍ په بی رحمه ډول په کابل کې ارګ ته نژدي مړه او بیایی وسوځوله ولوبوو . شیبې تیری نه وي چې د دغو وحشیانه او نه هیریدونکې جُرم تصویرونه او ویډیوګانې په انترنت کې د ټولنیزو او دودیزو شبکو لخوا خپاره شول دغو تصویرونو او ویډیوګانو د قانون اجراکونکو له مامورینو سره ډیره مرسته کړي او د قضیې عاملین یې پیژندلی،نیولي او د قانون منګولوته یې سپارلي.
    تاسو د ټولنیزو شبکواغیز څرنګه ارزوي؟
    په درنښت
    حشمت
    دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
Working...
X