Announcement

Collapse
No announcement yet.

افغانستان او پاکستان، د همکارۍ دروغژنې وع

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • افغانستان او پاکستان، د همکارۍ دروغژنې وع

    ښاغلي اشرف غني د واک له سمبالولو نه یواځې څو اونۍ وروسته د سيمې په اړه د هیواد په تګلاره کې یو ډراماتیک بدلون رامنځته کړ. نوموړي سم له لاسه د پاکستان او د هغه د متحدینو، سعودي عربستان او چين نه ليدنه وکړه او ورسره جوخت د پاکستان د پوځ سرلښکر او د پوځي استخباراو مشر هم کابل ته راغلل. افغان دولت هيله من وو چې پاکستان به له طالبانو سره د خپل اوږده کوربه توب او اړیکو له امله د خبرو اترو لاره هواره کړي. پاکستان بالمقابل له کابله تمه لرله چې په افغانستان کې د دوي د ادعا له مخې د پاکستاني طالبانو د مشرانو په تعقيب کې ورسره مرسته وکړي.
    د همغږۍ دغې نوي څپې د سولې په اړه خورا دخوشبينۍ انګازې رامنځته کړې، خو تبليغات هیڅکله هم د حقايقوارزولو وړ پيمانه نشي ثابتتيدلای. د دواړو خواؤ تر منځ د همغږۍ او همکارۍ د نښو نښانو سربېره افغانستان او پاکستان له سیناریو نه د خپلو موخو د لاسته راوړلو په برخه کې کاملاً په مخالف مسير کې سره په حرکت کې دي. دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي غني حرک رډ برالا او افغانستان ته له ګواښونو او خطراتو ډک دی خو د پاکستان ځوابیه اقدامات بیا تر ډيره بریده تاکتيکي او يواځې د خپلو ګټو پر بنسټ دي.
    ښاغلی غني خپله دغه تګلاره داسې توجیه کوي چې ګواکې اوس حالات بدل شوي او شرايط تر بل هر وخت سولې ته اماده شوي دي، خو دا یواځې د ده نظر دی.
    پاکستان په ښکاره د ترهګرۍ پرخلاف د جګړې زیات دلايل لري، هغه داسې چې دغه هیواد په وروستیو څو میاشتو کې د پاکستاني طالبانو بریدونو سخت ځپلی دی. په تېر ډيسمبر کې د پيښور پر یوه پوځي ښوونځۍ برید او له هغه وروسته ګڼو نورو چاودنو پاکستانی حکومت دې ته اړ کړ چې د پاکستاني طالبانو پر وړاندې هغه نرم چلن پريږدي چې په تېرو وختونو کې يې نیولی وو او نهایتاً د ټي ټي پي د ډلې د یومخيزه نابودۍ لپاره مټې راونغاړي.
    چين په ورته مهال کې په سیمه ايزه چارو کې نوره دلچسپي څرګنده کړيده، تر دې پورې چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې د خبرو د منځګړيتوب وړانديز یې هم کړی دی. چين د دغه کار په مقابل کې له افغانستان او پاکستان نه د ختيځ ترکستان د هغو یاغي خپلواکۍ غوښتونکو پر ضد د مرستې غوښتنه کوي چې دا مهال د ترکستان د اسلامي غورځنګ په نامه تشکيلات لري او له طالبانو سره يې د اړیکو لرلو فکر کيږي
    خو (د ښاغلي غني د تصور پرخلاف) نویو حالاتو د افغانستان او پاکستان ترمنځ په بنسټيزو شاخصونو کې هیڅ بدلون نه دی رامنځته کړی. دې څه ته په کتلو سره ښاغلی غني د افغانستان لپاره د بيې له پلوه خورا ګران بیه ګواښونو ته ځان ورکوي، په داسې حال کې چې له مقابل لوري نه د ورته ځواب چانسونه بیخي کمزوري دي.
    ښاغلی غني د تېر کال له ستومانه کونکي ټاکنيز جنجاله وروسته ګڼې داسې لارې چارې کاروي چې پر مټ يې وکړای شي چې یوه متنازعه اجنډا توجیه کړي.په تېر نومبر کې د پاکستان په راولپنډۍ کې د دغه هیواد د اردو له درستيزوالۍ نه د غني برالا لیدنې او همدا راز پاکستان ته د روزنې په موخه د افغان اردو د ځوانو افسرانو ليږنه داسې څه وو چې په کور دننه یې پر غني باندې نیوکې راوپارولې.
    په ځواب کې پاکستان یواځې د تکتيکي ګامونو په پورته کولو بسنه کړيده او یا یې هم داسې پيليز ګامونه پورته کړي چې تر ډيره یې موخه د پاکستان د کورني امنیت ساتل او په نړیواله کچه د خپل پرستيژ لوړوالی وو.
    پاکستان وروسته له دې چې کلونه کلونه یې په سيمه کې وسله وال حمایه کول، اوس غواړي ځان د دې ادعا له لارې سپين کړي چې ګواکې د ترهګرۍ ريښې په افغانستان کې دي. د پيښور پر ښوونځۍ له بریده وروسته د عمل د ملي پلان له مخې پاکستان پرته له دې چې د مهاجرینو د بیا بسیا کولو په برخه کې د افغان دولت بيوسۍ او یا هم د مهاجرینو په قافلو کې افغانستان ته د ترهګرانو د ننوتلو ستونزې ته پام وکړي، په پاکستان کې په میشتو افغان کډوالو پسې يې له یوه مخه ډنډه راواخيسته.
    اوس چې داسې نښې نښانې څرګندې شوې چې لويديځ به په افغانستان کې خپلې پانګونې ته ادامه ورکړي او له بله پلوه چین هم په دې برخه کې خپل جديّت ښودلی دی، پاکستان هم په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې په برخه کې د خپلې همکارۍ د عزم څرګندونه کړيده خو حقيقت دا دی چې د خبرو اترو ژمنه کول یو څه دي او په خپله خبرې اترې کول چې په پايله کې يې یو سیاسي جوړجاړی رامنځته شي، بل څه.
    دا لومړی ځل نه دی چې له طالبانو سره د خبرو اترو اوازې اوریدل کيږي. آن له نويمې لسيزې راپدیخوا طالبان له خپلو مخالفینو سره په وار وار خبرو اترو ته کیناستلي دي خو تل یې پرته له دې چې مقابل لورې ته په ادنی امتیاز قائل شي،د ځان لپاره لویه ونډه غوښتي ده. په ۲۰۱۱ کال کې د ښاغلي کرزي له لوري پاکستان ته د غبرګلوني ورور له خطابه وروسته په وضعیت کې د پرمختګ هيلې یو ځل بیا راتازه شوې، پاکستان په راوروسته کلونو کې د طالبانو ځینې مشران له بنده ازاد کړل او د طالبانو د تحریک له مرستیال سره یې د افغان چارواکو ملاقات ته لاره هواره کړه، خو دغو اقداماتو هم کومه غښتلې پايله ورنکړه او اوس د ښاغلي غني له لورې د اشارو سربېره لا هم طالبان د خبرو اترو مېز ته نه دي حاضر شوي.
    د هغې تجربې پر بنسټ چې د ۱۳-۲۰۱۱ کلونو په دوران کې مې په پاکستان کې د افغانستان د سفير په بڼه تر لاسه کړه او همدا راز د پاکستان د اسټیبلشمنټ له جګپوړو چارواکو سره د خپلو اوږدو کاري تماسونو په رڼا کې ما ته دا حقيقت په زبات رسيدلی چې له افغانستان سره د چلن په پاکستاني اساساتو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. وسله والي لا هم د پاکستان د باندنۍ تګلارې یو عمده عنصر جوړوي. پاکستاني اردو به یواځې هغه مهال د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي چې پر ځای یې د دوي د ملي ګټو تامینونکی یو بل نیباتي فاکتور ومومي.
    د پاکستان له مفروضه ګټو نه یوه ستره ګټه یې زموږ په هیواد کې په اصطلاحي ډول د ستراتيژيکي ژورتیا ترلاسه کول دي. اسلام آباد آن له پخوا لا غوښتل چې افغانستان د هند د پوځي پرمختګ پرخلاف په جګړه کې د یوې عقبي جبهې په بڼه وکاروي. په ۱۹۸۸ز کې د پاکستان د هغه وخت مشر جنرال محمد ضياءالحق څرګنده کړه چې پاکستان حق لري چې په کابل کې یو ملګری رژيم ولري او دا چې دی به په افغانستان کې د هند او شوروي هیڅ ډول نفوذ ته اجازه ورنکړي. هغه ورځ او دا، پاکستان افغاني طالبان د خپلې یوې ستراتيژيکي شتمنۍ په بڼه کاروي.
    د پاکستان بله عمده انديښنه دا ده چې هسې نه افغانستان په پاکستان کې د بلوڅو او پښتنو خپلواکۍ غوښتونکو ملاتړ ته لاس واچوي. دغه اتنيکي ګروپونه د ۱۸۹۳ز د ډيورند د تړون په اساس د دواړو هیوادونو تر منځ وويشل شول، اسلام آباد په بیلابیلو وختونو کې کابل د دغو ازادي غوښتونکو پر ملاتړ تورن کړی دی. پاکستان غواړي چې افغانستان د نا امنۍ او بې ثباتۍ له لارې په کور دننه داسې اخته کړي چې د پښتنو او بلوڅانو د قضيې ملاتړ یې ور پام هم نشي.
    په بل عبارت د پاکستان پايلوبه له هغې لوبې په هیڅ ډول مختلفه نه ده چې د تېرو کلونو په اوږدو کې يې له موږ سره لوبولي ده، ځکه نو هغه امتیازات چې ښاغلي غني په دې برخه کې پاکستان ته منلي خطرناک دي.پاکستانیان په دا ډول کړنو سره غواړي چې د افغانانو پام د طالبانو په مقابل کې د ملي امنیتي ځواکونو د غښتلې کولو په څير له حیاتي او مهمو مسائلو نه په بله واړوي، ځکه که دغه ځواکونه غښتلي شي نو لازماً به یې له امله له طالبانو سره په خبرو اترو کې د افغان دولت تله درنه وي.
    کابل په دې هيله چې له طالبانو سره په وضعيت کې پرمختګ رامنځته شي، د پاکستان د تګلاري د مصنوعي او غولونکو شاخصونو پر سر یو لوی سیاسي قمار وهي. ښاغلی غني د دې پر ځای چې د طالبانو په برخه کې له اسلام آباد نه د یوه معجزاتي شاګرز په تمه کيني، باید چې خپلې وړتياوي او وسايل د پراخ نړیوال ملاتړ پرمټ د خپل عمده هدف د ترلاسه کولو (د افغانستان د دولت د یو کولو) په برخه کې وکاروي.
    ———————————————

    محمد عمر داؤدزی له اګست ۲۰۱۳ نه تر ډیسمبر ۲۰۱۴ پورې د افغانستان د کورنیو چارو وزير او تر هغه وړاندې په اسلام آباد کې د افغانستان سفير وو.
    سرچينه:



    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X