Announcement

Collapse
No announcement yet.

جنرال حمیدګل: دا سمه ده چې جنګ افغانانو کاو

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • جنرال حمیدګل: دا سمه ده چې جنګ افغانانو کاو

    جنرال حمیدګل: دا سمه ده چې جنګ افغانانو کاوه، خو لارښونه يې ټوله زما وه



    له پاکستانۍ ايکسپريس ورځپانې سره د ای ايس ای د پخواني مشر جنرال حميد ګل مرکه
    ژباړه : محمد شفيق همدرد
    په دې مرکه کې ډېرې په زړه پورې او نوي خبرې شوي چې د لوستونکو لپاره به بې ګټې نه وي . جنرال يو ځلې بيا په پوره اخلاص دا څرګندوي چې پاکستان د تېرو څلويښتو کلونو راهېسي په افغانستان کې لاسوهنه کړې . که څه هم مرکه اوږده ده ، خو زه به يې هغه برخې را واخلم ، چې په افغانستان پورې اړه لري . (ژباړن)
    ————————
    د جنرال لنډه پيژندنه !
    حميد ګل په ۱۹۳۶ زيزديږکال د نومبر په ۲۰ مه د پاکستان په سرګوده سيمه کې پيدا شوی لومړنی زده کړې يې په خپل کلي کې تر سره کړي ، د لږ مهال لپاره د لاهور په دولتي پوهنتون کې هم پاته شوی ، په پوځ کې تر شاملېدو وروسته يې نظامي زده کړې تر سره کړي . په ۱۹۵۷ کې يې په زر هي برخه کې دنده واخيسته ، په ۱۹۶۵ کې د هند سره د جنګ پر مهال يې د ټانک قطعې د مشر په حيث دنده لرله ، له ۱۹۷۲ تر ۱۹۷۶ پورې يې د جنرال ضياء الحق په لارښونه او سر پرستۍ د بټالين قومندان دنده تر سره کوله ، هغه مهال ،چې جنراال ضياء د زرهپوشو د عمومې قومندان په توګه دنده تر سره کوله نو جنرال حميد ګل ته يې د بهاالپور د نظامي مدير په توګه طرقي ورکړه . په ۱۹۸۲ کې جنرال ضياء نوموړی د ملتان د زرهيپوشو د لوی قومندان په توګه و ټاکه . په ۱۹۸۷ کې د جنرال اختر عبدالرحمن تر لرې کولو وروسته د ای ايس ای د مشر په توګه وټاکل شوو . نوموړی تر ۱۹۸۹ کاله پورې دغه دنده تر سره کړه ، په ۱۹۸۹ کې د افغان مجاهيدنو په مرسته په کشمېر کې د يو شمير وران کاره فعاليتونو مشري هم کوله . د جنرال حميد دغه دوه نيم کلنه دوره ډېره جنجالي او داسې ويل کيږي ،چې د اوسنيو نا اراميو او تاوتريخوالي بنسټ بلل کيږي .
    مرکه

    ايکسپريس : په پاکستان کې دا خبره ډېره کيږي ، چې اوسني حالات د ای ايس ای د کړه نو زيږنده دي ، په مذهبي تاو تريخوالي کې هم د څارګرو ادارو لاس ښول کيږي ، د نشي توکو ، جهاد او کلاشينکو د دوده بنسټ هم په ای ايس ای پورې ور تړل کيږي ، ستاسې په اند په افغان جهاد کې موږه څه ترلاسه او څه مو له لاسه ورکړل ؟
    حميد ګل : د دې تر شاه پوره داستان پورت دی ، تاسو ګورئ ،چې په دې کې يو عجيب او غريب شئ دی ، چې د پاکستان د تاريخ د دوه متضادې څېرو سره تړوا لري ، يو ذوالفقار علي بهټو او بل جنرال ضياءالحق ـ زموږ اټومي پرواګرام ښاغلي بهټو پيل ؛ خو ضياء الحق پای ته ور ساوه ـ خلک له تاريخ سره دومره نا بلده دي ،چې وايې افغان جهاد هم ګواکې جنرال ضياء پيل کړی ! خو ريښتا دا دي ،چې دا لړۍ هم د بهټو صيب له وخته را پيل شوې ـ
    په ۱۹۷۴ ز کې ،چې په پنجشېر کې پاڅون پيل شوو ؛ نو هغه مهال جنرال نصير الله بابر د سرحد ايالت ( خيبر پختونخوا ) د سرحدي ځواکونو مشر وو . حکمتيار ، رباني ، احمد شاه مسعود او نور ډېر کسان ؛ خو لومړی همده ته راتلل ! د دې جنګونو پيل بوټو صيب کړی او بيا طالبان ،چې پيدا شول ؛ نو دا کوم چا ويل ،چې هغوی زموږ زامن دي …او دا خبره هم د پيپلز ګوند غړي جنرال نصير الله بابر کړې وه .
    هغه مهال ،چې شورويانو په افغانستان کې کار پيل کړ نو دلته يې هم پر ضد مبارزه پيل شوه ، ماته د بوټو صيب د وخت معلومات نه کيږي ؛ خو په دې پوهيدم چې هغه مهال لا دلته ځنې کسان د افغانستان لپاره روز کېدل ، هغوی ته وسلې هم ورکول کېدې او ښه سمه مرسته ورسره کېده .
    بيا هلته د ثور (غوايي ) انقلاب وشوو، د هغه په وړاندې يو مقاومت شروع شو، د هغو کسانو ،چې هلته يې کمونيستي افکار پياده کول او اسلام پالو ترمنځ اخ اوډب شروع شوو ، ځکه افغانستان يوه بنسټ پاله ټولنه ده نو ځکه يې هلته په وړاندې مزاحمت پيل شوو . د نور محمد ترکې حکومت راغی ،چې يوکمونيست پلوه حکومت وو ، جالبه خبره دا ده ،چې نور محمد ترکي تر لسمه په ملتان کې زده کړې کړې وې ، همداراز احمد شاه ابدالي ،چې داوسني افغانستان بنسټ يې اېښودونکی دی هم دلته په ملتان کې زېږېدلی او تر څورلس کنلۍ پورې همدلته پاته شوی ! زما موخه له دې خبرو دا ده ،چې زموږ دافغانستان سره نه شلېدونکې اړېکي دي ، زموږ د ژغورلو لپاره ،چې دلته د تاريخ په اوږدو کې کوم اتلان راغلي ، پرکومو مو،چې د خپلو توغنديو نمونه هم ايښي لکه ، غوري ، غزنوي ، ابدالي ؛ دا هغه کسانو وو ،چې موږ يې څو واره ژغورلي يو. محمد بن قاسم خو له بيرونه راغلی و، خو هغه مهال ،چې مرهټوو دلته موږ د ځمکې خمير کړو نو شاه ولي والله احمد شاه ابدالي ته ليک وليږه ،چې موږ و ژغوري نو هغه وو ،چې زموږ د ژغورنې لپاره هغه راغی . همداراز زموږ ګڼ اولياو کرامو او ادبي شخصيتونو تعلق له همدې سيمې دی .
    بيا هم وايم ،چې زموږ له دې سيمې سره نه بېليدونکې اړيکې دي او په هيڅ ډول سره نه شوو بېلې دای ، زه به دا به ووايم ،چې موږه په دوو قالبونو کې يو ځان يوو . تاسې د هغه مهال ټولې پېښې و څېړی ،چې موږ د شوروي په مقابل کې جنګ کاوه نو تر دونيمو کلنو پورې د امريکې درکونه نه وو ، بلکې موږ په يوازې سر دا جنګ کاوه او دا هم غلطه خبره ده ،چې موږه ټول کارونه دامريکې په اشاره کول ، موږ خپل اهداف هم لرل او امريکا خو موږه پرېښودو او له چله وله يې کار اخيست . موږ هغه مهال افغان مجاهيدينو ته د دوهم نړيوال جنګ پاته ټوپک ور کړل همدا راز تاسې به حيران شئ ،چې د لاهور له بازاره مو ورته بانسونه او سوټي هم واخيستل . دا سمه ده ،چې په دې جنګ کې بيا وروسته امريکا هم راګډه شوه ، اما همدا موږ وو ،چې هلته مو د روسانو پرمختګ ډب کړی وو او همدا موږ وو ،چې بيا وروسته مو همدا لوی طاقت مات کړ او بلاخيره هغوی ( روسان ) له افغانستانه وتوو ته مجبوره شول .
    زموږ پوځ مستقيمآ هلته عمليات نه کول ؛ بلکې دا زما د ای ايس ای کسان وو ،چې هلته يې خلکو ته روزنه ورکوله ، زه خپله هم دوه ځله هلته ( افغانستان ) تللی يم ، زما دواړه زامن هم په جهاد کې شامل وو.
    خو بيا کله ،چې د امن خبره شوه ، نو ما ځان په خطر کې وا چاوه او يوازې هلته لاړم ، زما هلته ډېر عزت کېده ، که اوس هم افغانستان ته لاړ شم نو زما به ډېر قدر او درناوی وشي . زه د طالبانو د واکمنۍ په وروستي کال ،چې هلته د ازادۍ جشن نمانځل کېده هم د ځانګړې ميلمه په توګه بللی شوی وم ، حقيقت دا دی ،چې موږ يو ډېر لوی جنګ ګټلی وو ، دا پټ جنګ پوځ نه بلکې ای ايس ای پر مخ بېوه ؛ په دې اساس ای ايس ای د نړۍ په کچه هغه لومړی درجه څارګره اداره ده ،چې نه يوازې د پټ جنګ د تر سره کولو توان لري بلکې د نور جنګونه هم کولی او هم ګټلی شي . نو په دې اساس د دښمنانو په سترګو کې ای ايس ای اغزی دی .
    اوس چې دا خبره کيږي ،چې د کلاشينکوف او هيروينو فرهنګ د افغان جهاد زېږنده ده نو دا خبره بالکل غلطه ده ، د دې جهاد دومره ګټې وې ،چې موږ به يې په حسابه ولو ستړي شوو ، چې مهمې به يې زه درته په ګوته کړم .
    لومړی دا چې پر موږ ټول نړيوال بنديزونه ختم شول ، موږ داسې يو جنګ ګټلی ،چې په ترڅ کې يې د منځنۍ اسيا ۷ هيوادونو ازادي ترلاسه کړه ، د شوروي اتحاد له منځه تګ وو ،چې زموږ لپاره لوی خطر وو ، موږ په ډېره چوپتيا اټومې بم جوړکړ ، دوی پوهيدل ،چې موږ اټم بم جوړه وو ، خو موږه له هغوی سره چالبازي وکړه ، هغوی ( غربيان ، امريکا ) مجبوره وو ، موږه يې هم د همدې مجبورۍ ګټه پورته کړه او اټومې طاقت شوواوس ،چې مودي ( دهند لومړی وزير ) هرڅومره پر پاکستان د بريد خبرې کوي مانا نه لري ؛ ځکه اوس موږ د اټومي بم له برکته محفوظ يوو ، په همدې مهال مو کوبرا هلي کاپټړ ، ايف ۱۶ هارپونه مزايل .. او نور ګڼ پوځي اسلحې تر لاسه کړې ، په داسې حال کې ،چې په ۱۹۷۱ کې زموږ دفاعي نظام صفر وو .
    دا هغه څه وو ،چې موږه د افغان جهاد له برکته ترلاسه کړل ، دا زموږ خپل هنر وو . دا چې خلک وايي ،چې موږ د امريکا ډول ته ګډيږو سمه نه ده ، که داسې وای ولې يې زه لوی درستيز نه کړم ؛ ځکه ما لوی جنګ ورته ګټلی وو ، دا سمه ده ،چې جنګ افغانانو کاوه ، خو لارښونه يې ټوله زما وه ، او اوس نه امريکا او نه هم اروپا يي هيوادونه ماته ويزه راکوي ، لامل يې دا دی ،چې زه يو پاکستانی يم او هغه ټول کارونه ما د دوی لپاره نه کول ، نو خبره دا،چې دکلاشينکوف فرهنګ د رواجولو تور په افغان جهاد پورې تړل مناسبه خبره نه ده . دا خبرې په رسنيو کې هغه کسان کوي ،چې سيکولران دي ، دوی ته هم جهاد خوند نه ورکوي او امريکې ته هم ، دا پاکستان طالبان هم د امريکې په هڅو رامنځ ته شوي .
    ايکسپريس : زموږ د بهرنۍ پاليسۍ په کوم ځای کې ستونزه ده ؛ که موږ د روس سره اړيکې ښې کړو نو د امريکې غبرګون به څه وي ؟
    حميد ګل : زما په اند له ايران سره زموږ د اړيکو پر ښه کولو فکر پکار دی ؛ موږ مړه شوو ،چې څنګه له هند سره سوداګريزې اړيکې ښې کړو ،په داسې حال کې ،چې هند زموږ په درد نه خوري . ايران هغه ټولو توکو ته اړتيا لري ،چې پاکستان يې توليده وي . موږ تل له هند سره په سوداګرۍ کې زيان کړی . بله مهمه خبره دا ده ، چې ځنې خلک له هند سره پر اړيکو جوړه ولو کې ډېر افراط کوي ، په داسې حال کې ،چې زموږ او هند ترمنځ د کشمير ستونزه پر ځای پاته ده ، موږ ته په پوځ کې روزنه هم د کشمير د ازادۍ په مقصد راکول کېده ، په همدې اساس وه ،چې جنرال کياني ويلي وو ،چې زموږ دفاعي محور هند دی ، نو په دې خبره ترې مايک مولن خفه شوو او همدا لامل وو ،چې په اخيري دريو کلونو کې کياني امريکې ته سفر ونه کړ . اوسني لوی درستيز راحيل شريف هم دا خبره کړې ،چې کشمير زموږ په وينه کې ګډ دی . نو يوې خواته د هند په وړاندې داسې فکر او نور بيا ور سره د ښو اړيکو خبرې کوي ،چې دا دوې متضادې لارې دي ـ پر افغانستان موږه له تېرو څلويښتو کلنو راهيسې پيسې او وسايل مصروفه وو ، له هغه پيله تر اوسه پوره څلويښت کاله وشول ،چې هلته فعاليتونه کوو . زموږ ټول حکومتونه بايد هغه بهرنۍ پاليسې ،چې په ۱۹۷۴ ز کې جوړه شوې پر مخ يو سي ؛ کنې لکه دا اوس ،چې زړه نا زړه يو نو نا کامه به هم وو .


    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X