Announcement

Collapse
No announcement yet.

تروریزم او اغیز یې په تمدن او مدنیت!

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • تروریزم او اغیز یې په تمدن او مدنیت!

    د ملي وحدت دواړو مشرانو ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غنی احمد زي او د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله دواړو ژمنه کړي چې په یوه ملی طرحه چې د اداری فساد پر ضد، ښه حکومت داری او امنیت باندي ولاړه وي کار کوي. همدا شان دواړو مشرانو په خپل وخت د افغان امنیتی ځواکونو او د هغوی له هلو ځلو د تروریزم په وړاندي ملاتړ کړي. په دي وروستیو کې تروریستانو یوه لړي بریدونه په ملکې وګړو په کابل او ولایاتو کې تر سره کړل چې ګڼ شمیر یې شهیدان کړي همدا راز پرون په پیښور ښار پاکستان کې په یوه ښوونځې تروریستانو برید وکړ چې ۱۴۶ کسان یې شهیدان چې تر ۱۰۰ ډیر یې ماشومان او ۱۱۳ نوریې ټپیان کړل. تروریزم یو مصیبت او غټ آفت دي او که مخه یې ونه نیول شي نوتمدن او مدنیت له منځه وړي. ټولو ته پکار ده چې دترهګري د تهدید او ددي شومې پدیدي مخه ونیسې، او که نه دغه تهدید به ټولو ځایونو ته وغزول شې.
    ستاسو په اند کومه لاره غوره لاره ده چې تروریزم پې وځپل شې؟
    په درنښت
    حشمت
    دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم
Working...
X