Announcement

Collapse
No announcement yet.

یو بریتانیاوی د افغانستان د کوکنارو مخه پ 

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • یو بریتانیاوی د افغانستان د کوکنارو مخه پ 

    یو بریتانیاوی د افغانستان د کوکنارو مخه په انارو نیسي



    تاند- انار نه یوازې په افغانستان کې د کوکنارو ځای نیولی شي بلکې د جګړې اور هم سړولی شي.
    سکاټلڼد نو ورځپاڼې د سولې لپاره د نباتاتو د خیریه موسسې د مشر جېمز بریټ له قوله لیکلي چې کوکنار نه بلکې انار افغانستان ژغورلی شي.
    ښاغلي جېمز روانه اوونۍ د سکاټلنډ د مرکز ادنبرا په یوه انستیتیوت کې د خپلې دې پروژې او د هغې د بریالیتوب د امکاناتو په اړه خبرې وکړې.
    ښاغلی بریت وايي چې افغانانو ته باید د کوکنارو پر ځای انار ورکړای شي چې ویې کري.
    ورځپاڼې د افغانستان د جنوب په یوه کرونده کې، چې د کوکنارو بوټي پکې ولاړ دي، له یوه افغان کروندګر سره د جېمز بریټ عکس چاپ کړی. د دوی په لاس کې پر یوه سپین ټوکر لیکلي شوي: «د حل لارانار دي.»
    جېمز بریټ، چې په بریتانیا کې یې د انارو د جوسو فابریکه جوړه کړې ده، په افغانستان کې تر ۲۲ زره زیات کروندګر هڅولي چې د کوکنارو له کرلو لاس واخلي او پر ځای یې د انارو باغونه کښېږدي.
    په افغانستان کې د نړۍ د ټولو تریاکو په سلو کې ۹۰ تولیدېږي خو ښاغلی بریټ باوري دی چې انار به افغان کروندګرو ته د کوکنارو هومره پیسې په لاس ورکړي.
    ښاغلی جېمز غواړي چې راتلونکی کال په بریتانیا کې د انارو د جوسو څو نور صنعتي مرکزونه پرانیزي.
    جېمز هیله من دی چې له دې درکه په ترلاسه کېدونکو پیسو به په جنګ ځپلیو سیمو کې له کوچنیو او د لږ مځکې لرونکو کروندګرو سره مرسته وکړي.
    سکاټلنډ نو وايي چې ښاغلی جېمز په دې پروژه کې د بریتانیا له سلطنتي کورنۍ رانیولې د دغه هیواد تر مشهور کومیډین مستر بین پوري له پراخ ملاتړه برخمن دی.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X