د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال نن ماښام د يوه وسله وال بريد په ترڅ کي ووژل سو .
پر هغه بريد نن ماښام شاوخوا شپږنيمي بجې د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني په پوهنځي کي په خپل ټولګي کي وسو .
عيني شاهدان وايي چي بريدکوونکي د يوه کلکين له لوري د تومانچې په واسطه ډزي وکړې او وروسته په تيښته بريالی سو .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چې نوموړی سخټ ټپي سو او وروسته ميرويس روغتون ته وليږل سو، که څه هم خپلواک د هغه د وژلو په اړه معلومات نه ورکوي خو د کندهار يو لوړ پوړی چارواکی او د کندهار د ميرويس روغتون يو ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط وايې ، چي پتيال په ميرويس روغتون کي سا ورکړې ده او وژل سوی دی .
عبدالقديم پتيال د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني د پوهنځي د پښتو څانګي د څلورم کال محصل وو ، هغه په لمړيو کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس وو او وروسته د کندهار د والي مرستيال والي وټاکل سو .
عبدالقديم پتيال د هيوا په کچه يو فعال فرهنګي ځوان او شاعر وو ، د نوموړي په وژنه د هيواد نه بهر او په هيواد کي د ننه سخته خواشيني ښودل سوې ده او د ټول کندهار سره غم شريکي ښودل سوې ده .