http://www.taand.comسمندرآزادي د انسان ورک سرنوشت/ محمد انور وفا سمندر
آزادي د انسان ورک سرنوشت/ محمد انور وفا سمندر
10
«تل آزاد او هوسا اوسه، داسې مهال به ته د خدای تعالی د غوښتنې وسیله شې او له دې کار سره به نوي ارزښتونه ومومې»
هارولد کلمپ
په قصاب مکتب بدله شوې آزادي او خپلواکي
دا ولې؟ ولې آزادي- ښه ده ووایم خپلواکي- دلته وینې څښي؟ ولې خپلواکي راته د وینو دوزخ شوې؟
ځکه چې موږ ته آزادي د بل آزادول دي، او د بل آزادول راته د هغه د فکر، ژوند او باور ور بدلول دي؛ د ځان په څېر د هغه کول دي؛ نو ځان لکه چې راته خدایګوټي شو؟!
زه د آزادۍ لرغونی غازي عسکر یم او د خپلواکۍ شهید به کېږم؛ پلرو همداسې وصېت کړی!
ماته آزادي په وینو سره ننداره ښکاري.
زه آزادي د پلرونو او زړو او تللو نسلونو په حافظو کې تعریف شوی مفهوم ګڼم.
او داسې آزادي راته د خپل قوم، ژبې، عقېدې، عادت او عنعنې د تللو نسلونو لخوا راته پرې ایښی مقدس میراث دی، او زه به ددغه میراث زیارت ته، د خپلو وینو په تېلو ډیوې بلې ساتم؛ ترڅو سور د اسرافیل دنیا لوټه لوټه کړي!
دلته زموږ والو ته آزادي او خپلواکي هغه وینې خوره توره دوزخي شیشکه ده، چې ددې جنګیالۍ جغرافیې، د هر نسل له منځه یې د وګړو د فکر، باور، احساساتو، عواطفو او حتا جسم میلیون میلیون سرونه خوړلي، زموږ سرونو باندې شخوند وهي، او را روانو نسلونو ته هم غاښونه چیچي.
زه لیکوال، مورخ، ادیب او عالم! خپل مسلکي ژوند ددغې آزادۍ- خپلواکۍ د ذهن جوړ کړو مفاهیمو د اصالت او شرافت ثابتولو او بیا ددغو مفاهیمو توضیح، تشریح، تفسیر او ور پورې د نویو ذهني ضمایمو تړلو او ورته د لغوي قاموسونو تدوینولو ته وقف کوم.
زه د زړو خوراک، نوي زما د نفسي ذهن خوراک
زه په خپل خط او کتابت او حتا شعر او نظم او حماسه سرایۍ او ویرنۍ سره، د آزادۍ او خپلواکۍ دود او دستور پاتې شوي مفاهیم، له خپلو ذهني زیاتونو سره، را روان نوي او تازه نسل ته د مقدس میراث په دریځ پرېږدم.
هغسې چې زما روزل شوي ذهن ته روا او خدایي برېښي، د قلم او قسم، بیان او د مخ، سترګو، اداګانو په راز راز ژبو سره، د آزادۍ او خپلواکۍ درس ورکوم او سپین زړي نوي ځوانان ددغې آزادۍ او خپلواکۍ لپاره، د ژوند تر پایه جګړې لپاره جادو او جنبل شوي ساتم.
ښکاري چې موږ آزادي او خپلواکي په یوه قصاب مکتب بدله کړې.
موږ د بل بدلولو – اصلاح کولو- تاریخ وهلي سپاهیان یاستو؟
د ارواښاد سید شمس الدین مجروج د ټول څېړنیز ژوند موندنه داوه چې: «د افغانستان سنتي ټولنې آزادي د هغې په مشخصه معنا نه پېژندله. زموږ خلکو له آزادۍ سره د استقلال او د پردیو له سلطې د خلاصون په معنا مینه لرله… خو د دیني، اجتماعي او سنتپالنې د قیوداتو سخت پابند وو، او آزادي یې د هغې په اوسنۍ معنا، د خپل ژوند په ټولو برخو کې نه خوښوله.» سرګذشت من کتاب ۱۸۴ مخ.
خپلواک خو غیر مسوول ولس
لږ تر لږه دېرش کاله کېږي، چې موږ افغانانو دې اخلاقو ته مخه کړې، چې په خپلو فکرونو، لاسونو، فعالیتونو او خوځښتو رامنځته کړي تحولات، د بل غاړې ته ور اچوو.
زه فکر کوم وخت یې راغلی، چې خپل مسوولیت پخپله غاړه واخلو.
که د ځان پر وړاندې صادق شو، نو ښایي ومومو، چې د خپلو ماتو او بریو کښت مو خپله کړی.
وګورو، چې داسې سوزېدلی، کړېدلی، رټل شوی او په وینه توېولو مشهور شوی ولس ځان د څه شي لایق ګڼي؟
ژوند سپېڅلې سندره
څه وکړم انسانان مې، وروڼه مې، افغانان مې یو بل بدلولو، اصلاح کولو
او په بل فکر، باور، اخلاقو، طریقو او روشونو د نورو اړولو ته اړم دي.
تر ما دنګ، تر ما قوي، تر ما چالاک، تر ما عقلمن، تر ما ټینګ افغانان مې، له یو بله نه کرارېږي.
خو اوس ددې فصل د پای کلمې دي، چې د بل بدلولو له دوزخ مرخص شوي زما زړه نه، د ذهن د تیو له وسپنیزو تیو شودې را کوي.
نو زه به دلته ورو ورو ځان له خبرو را تم کړم.
کله کله په خپلو ډېرو خبرو- شاید لیکلو هم- پېښمانه شم.
خو ډېر سپین زړي قلموال لا شته، چې راته وایي: «دا خبرې دې ساده کړه. لږ یې نورې هم راته اسانه کړه!»
نو زه بیا په خبرو کې وبهېږم، بیا په لیکنه کې اوږد شم او بیا په ځان او دومره غږېدلو- حتا لیکلو- پښېمانه وم.
خو وایم چې زه ځانته مخاطب یم،
خو د ځان درسونه را نه «عام» شي.
خو باور وکړئ، چې غواړم عشق ته لاره، نی، شپېلۍ او دو تار او سه تار شم.
باور وکړئ، یو څه شته چې زړه مې نه ور نه مړېږي.
یو څه دي، چې زما د زړه پټ موجود خپل سر ورباندې ایښی.
نو وایم ای د کلمې دریابه! ای د غږ او رڼا سلطانه!
ټول وس، ټول لیاقت، او ټول عمر مې ستا له مینه ګرې ارادې ځار شه!
لویه خدایه!
ته مې د غږ او رڼا د کلمې لپاره قلم کړې، کاغذ کړې، سرنده کړې او شعر او داستان کړې.
خدایه د زړه د آزادۍ لپاره شکر، شکر، شکر!
یوازې دا کلمه د ژوند د بیغې پور پرې کولای شي.
یوه دمه او بیا برزخ کې د «ځان» په لور نوره لاره وهو.
زما د سواد خاتمه او ورسره د پای دمه
یو ځل پر ځان غږ کوم: دا ولې لیکم؟ څه غواړم ووایم؟ آیا حقیقت د وېلو دی؟ حقیقت په وېلو کې «شته»؟
زما هڅه د څه لپاره ده؟ غواړم د حقیقت خوا وکړم، د حقیقت ملا وتړم، د حقیقت دفاع وکړم؟ د حقیقت دښمنان بدل او نابود کړم؟؟؟
حقیقت دفاعي نه دی. ځکه چې دفاعي دریځونه ژوندي نه دي.
آیا د هستۍ خالق، پالونکی او واک لرونکی خپله دفاع کوي؟
هماغسې، چې فکرونه، باورونه، اخلاق، رسمونه، رواجونه او تمدونونه زېږون، ځواني او زړښت لري،
دیوالونه، برجونه، بالاحصارونه، سیاهچالونه هم په وینو خیشته پیشته را لوړېږي،
خو د معین (زمان) په پای کې خپلې غاړې، پارچالونه، ګمبزۍ او تېرکښونه ور باندې را ماتېږي او د بدعمره جزامیانو په شان خپلې ورستې غوښې ورباندې را بهېږي.
نو هغه څه چې نشي پاتې کېدلای؛ نو نشته!
خدای شته! په دې هېڅ تیری نشي کېدای.
دا هېڅ شی او هېڅوک، هېڅوخت نشي خرابولای، یا نړولای، یا لېرې کولای.
پلار به مې د یوه مذهبي روایت له مخې وېل، چې ځمکه دومره زړه شوې، دومره نسلونه ور باندې راپیدا شوي، دومره انسانان ورباندې را لوی شوي او تللي، چې اوس د ځمکې د مخ څو لوېشتې خاوره، د انسان خاوره ده.
څه فکرونه وو، څه خېالونه وو، څه احساسات وو، او څه عاطفې وې، چې په انسانانو کې راوټوکېدې، وپالل شوې، ثمر ته ورسېدې او بالاخره خاورې ایرې شوې او ترې آزاد شوي اتومونه اوس موږ ساه کاږو.
حقیقت نه خاورې کېږي. خدای هم شته؛ نو انسان د څه لپاره جنګېږي؟ انسان د څه لپاره بل «ناسم» ګڼي؟
انسان ولې بل بدلولو- اصلاح کولو لپاره خپل رواني، ذهني،حسي، عاطفي او جسمي انرژي،
د کورنۍ، مکتب او مدرسې لخوا ورپېژندل شوي «ناسم» باندې د قبضې لګولو، د هغه د تړلو او شنډولو لپاره مصرفوي؟
ولې د خپل «سم» قانون په حکم سره د زنځیرونو او زولونو جوړولو، بل نیولو، تړلو، جېل ته اچولو،
پانسۍ باندې خېژولو او نابودولو فرهنګ ته د افتخار، شاهکار او حماسې نوم ورکوي؟
که د بل بدلولو دغه دوزخ ذهن له ځمکې راټول شي، څوک به تاوان وکړي؟
راځئ په همدې به دغه سلسله ختمه کړو. ګوندې حقیقت زموږ له زړه را ښکاره شي.
ګوندې داسې وشي؟ اخر خدای خو شته.
نور سواد مې نشته؛ فقط خدای شته.
آزادي د انسان ورک سرنوشت/ محمد انور وفا سمندر
- Saturday, 1 November 2014 23:59
- Written by: تاند
- Leave a reply
- Category: سمندر
- permalink
-
خپروونکی: تاند http://taand.com