د افغانستان د 'ملي یووالي حکومت' هوکړه لیک لاسلیک شو
د خپريدو وخت: 08:03 گرینویچ - 21 سپتمبر 2014 - 30 وږی 1393
فيسبوک
ټوېټر
گوگل پلس
ملګري ته يې واستوﺉ
چاپ يې کړﺉ
اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله
دواړو کاندیدانو تر هوکړه لیک لاسلیکولو وروسته خبرې ونه کړې.
د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د یکشنبې په ورځ (وږی ۳۰) په ارګ کې د ولسمشر کرزي، او نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو په حضور کې د "ملي یووالي حکومت" جوړولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
دغو مراسمو ته د ټاکنو دواړو کاندیدان، ولسمشر حامد کرزی، او نور جګپوړي چارواکي ورغلي وو.
ورته مطالب
ټاکنیز کمیسیون: وروستۍ پایلې پر یکشنبې اعلانوو
م. م د پایلو ځنډېدل د کړکېچ پیلېدو لامل بولي
سعادت: ټاکنو کمېسیون باید ګټونکی اعلان کړي
تړلي موضوعات
د افغانستان سياست
تر هوکړه لیک وروسته ولسمشر حامد کرزي پخپله لنډه وینا کې وویل: "زه، جهادي مشران او افغان چارواکي له دوی سره د افغان هېوادوالو د سوکالۍ لپاره همکاران یو، که دوی مشوره غوښته، په امانتداري به چمتو یو. ددغه تړون په منځپانګه کې موږ هېڅ کار نه لرو، مسؤولیت یې هم ددوی دی."
حامد کرزي دواړو کاندیدانو ته د مبارکۍ ویلو سربېره دا هم وویل، هیله یې دا ده چې کاندیدان په ګډ حکومت کې د افغانانو هیلې پوره کړي:
"هیله مو دا ده چې دوی د افغانانو هغه هیلې پوره کړي، چې له ډېر وخت راهیسې ورته تږي وو. دواړو ته بریالیتوب او ښېګڼه غواړم، په دې هیله چې د هېواد خدمت وکړئ. هغه خدمتونه چې زموږ له لاسه ونه شول، هیله من یم چې تاسو یې پوره کړئ."
د هوکړه لیک مهم ټکي
ددغه هوکړه لیک د هغې برخې پربنسټ، چې تر لاسلیکېدا مخکې د بي بي سي ګوتو ته رسېدلې، اووه برخې لري، چې د دواړو کاندیدانو له نومونو پرته د "برابرښت" او "وړتیا په پام کې نیولو" اصل پربنسټ د لوړپوړو چارواکو د ګومارلو ټینګار شوی.
د اساسي قانون د بدلولو لپاره لویه جرګه جوړول
ددغه هوکړه لیک لومړۍ برخه د اساسي قانون د بدلولو لپاره د لویې جرګې جوړولو ته ځانګړې شوې. په هوکړه لیک کې په ډاګه ویل شوي، چې ولسمشر به د لوړې تر مراسمو وروسته، د اساسي قانو د تعدیل د طرحې چمتو کولو لپاره یو ځانګړی کمیسیون جوړوي.
د ټاکنیز سیستم اصلاح کول
د هوکړه لیک بله برخه د برېښنايي تذکرو د وېشلو او چمتو کولو لپاره ځانګړې شوې. همداشان، په دې هوکړه لیک کې د ټاکنیز سیستم پر اصلاح هم ټینګار شوی دی.
د اجراییوي مشر پوست
د هوکړه لیک دویمه برخه د اجراییوي مشر پوست ته ځانګړې شوې. اجراییوي مشر به د حکومت د پرېکړو کولو په ناستو کې ګډون کوي او د حکومت اجرایوي او اداري چارې سمبالول به مخته وړي. د اجراییوي مشر د دفتر جوړولو لپاره به ځانګړې اداره او مالي جوړښت رامنځ ته کېږي.
د کابینې او وزیرانو شورا جلا کېدل
د هوکړه لیک د دویمې برخې پربنسټ، ولسمشر به د کابینې مشري پرغاړه لري. ددغه موافقه لیک پربنسټ، کابینه به له ولسمشر، د هغه له مرستیالانو، اجراییوي مشر، او د هغه له مرستیالانو، د ولسمشر او د وزیرانو له لوړپوړو سلاکارانو جوړېږي.
د "وزیرانو شورا" مشری به د اجراییوي مشر پرغاړه وي. د وزیرانو په شورا کې وزیران شامل دي. اجراییوي مشر به د کابینې "نورې" غونډې مخته بیايي.
ویل کېږي، دواړو کاندیدانو منلې، چې ډاکټر اشرف غني به ولسمشر او ډاکټر عبدالله او یا د ډلې بل غړی به اجراییوي مشر وي.
وړاندې، د اشرف غني احمدزي د ډلې یوه مخکښ غړي فیض الله زکي بي بي سي ته ویلي وو، پرون شپه د داړو ټیمونو د استازو ترمنځ خبرې په بریالیتوب سر ته ورسېدې.
اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله
اشرف غني احمدزی عبدالله عبدالله
د حکومتي چارو مسلکي او د نړیوال بانک مخکنی چارواکی. له طالبانو سره ازادې خبرې غواړي
د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ضد خوځښت غړی. له طالبانو سره محتاطانه خبرې غواړي
سوېلي پښتون مېشتو ولایتونو کې نفوذ لري
په شمالي تاجک مېشتو سیمو کې نفوذ لرونکی
عبدالرشید دوستم یې ملاتړی دی
د دوستم مخالف او د بلخ د والي او شتمن عطا محمد نور ملاتړ ورسره دی
د ولسمشر حامد کرزي ورور، قیوم کرزي یې ملاتړ کړی
د هزاره ګانو یو مشر محمد محقق یې هم ملا تړي
د احمد شاه مسعود ورور، احمد ضیاء مسعود ورسره ولاړ دی
ګل اغا شیرزی ورسره ولاړ دی
نوموړی وايي: "د افغانستان منتخب ولسمشر به ددولت او حکومت او د کابینې مشر وي، او د اجراییوي مشر واکونه هم په دې هوکړه کې په روښانه توګه مشخص شوي دي. "
نوموړي بي بي سي ته وویل، د مهمو څوکیو د وېش په اړه د "توازن او عدالت" لپاره تر مشورې وروسته ګام اخیستل کېږي.
فیض الله زکي
ښاغلي زکي وویل، دغه هوکړه به نن د ولسمشر کرزي، د هېواد د سیاسي او پخوانیو جهادي مشرانو، د دواړو ټیمونو د استازو او نړیوالو شاهدانو په حضور کې لاسلیک شي.
فیض الله زکي وویل، د وروستیو پایلو اعلانول د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون پورې اړه لري، چې په وینا یې "د وروستیو پایلو د اعلانولو په اړه دواړه ټیمونه توافقي دریځ لري."
د عبدالله عبدالله د ټیم ویاند، فضل رحمن اوریا هم بي بي سي ته وویل: "له څو ورځو راهیسې دواړو ټیمونو او د مشرانو ترمنځ مخامخې ناستې او خبرې روانې وې، په دې کې نړیوالو منځګړو هم برخه لرله، یونما هم پکې ښکېله وه، او د امریکا ځینو چارواکو هم د مرسته کوونکو په توګه برخه لرله، په پای کې د ملي یووالي د حکومت جوړولو په اړه سیاسي هوکړه لیک کاملاً نهاي شو، او دواړه کاندیدان سل په سلو کې دواړه ټیمونه موافقې ته سره ورسېدل."
ښاغلي اوریا وویل، ددواړو ټیمونو مشران د یونما په کوربه توب غونډه لري، چې په خبرو کې یې ښه پرمختګ لیدل کېږي.
نوموړي وویل: "ټول هغه څه چې د ملي یووالي پر حکومت پورې اړه لري، هوکړه ورباندې شوې، ولسمشر د کابینې مشر دی، چې په کابینه کې وزیران، د ولسمشر دوه مرستیالان او د اجراییوي مشر دوه مرستیالان شامل دي، او اجراییوي مشر به په اونۍ کې یوځل د وزیرانو د شورا مشري کوي، خو د کابینې غونډه، چې ولسمشر یې مشري کوي، په میاشت کې یوځل جوړېږي. او د حکومت اساسي څوکۍ په مساوي توګه وېشل شوې. "
فضل رحمن اوریا

د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو ترمنځ جوړجاړی تر پرله پسې خبرو او کورنیو او بهرنیو منځګړیتوبونو او فشارونو وروسته رامنځ ته شوی.
د کاندیدانو د خپلمنځي اختلافانو د لیرې کېدو لپاره د امریکا د ولسمشر او نورو چارواکو پرله پسې ټیلیفونونو او کابل ته د سفرونو ترڅنګ، د ملګرو ملتونو او په هېواد کې د ننه د یو شمېر هلو ځلو د دواړو خواوو په رانژدې کېدو کې مهم رول ولوباوه.
ټاکل شوې چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي یووالي د حکومت پر جوړېدو تر سلا کېدو سره سم، د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خوا وروستۍ پایلې هم اعلان شي.
تېره ورځ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل، چې د یکشنبې په ورځ به کلېکاږل وروستۍ پایلې اعلان کړي.

تېره ورځ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل، چې د یکشنبې په ورځ به کلېکا