Announcement

Collapse
No announcement yet.

د ښځو زیاتوالی په افغان امنیتی لیکو کې

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د ښځو زیاتوالی په افغان امنیتی لیکو کې

    افغانستان ورو، خو په ټینګ او ثابت ډول د پرمختګ په لور په خاصه توګه د میرمنو په کار ګومارلواو واک ورکولو کې د حکومت ، سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي دي. که څه هم دغه پرمختګونه د پرمختلونکو پالیسیواو د نړیوالۍ ټولنې هڅو ته نسبت ورکول کیږي خو د میرمنو ټینګ عزم او پریکړه تر هر څه نه ډیر د ستایلو وړ ده. اوس مهال کابو ۲۰۰۰ ښځې د پولیسو په لیکو کې په خدمت بوختې دي. ښځینه پولیسی د نورو ښځو سره نه یوازي چې په کورنیو شخړو کې مرسته کولی شی بلکه د تلاشی پر محال هم ډیري ګټوري دي. ټول باید زیار وباسو چې د تیرو ۱۳ کلونو لاسته راوړنې د ښځو په برخه کې نه یوازي خوندي وساتو بلکه نوري هم پیاوړي کړو.
    ستاسو په اند د ښځو رول د افغان امنیتی ځواکونو په لیکو کې څومره اړینې دي؟
    په درنښت
    حشمت
    دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
Working...
X