http://www.taand.comانتخابات خبرونهامان الله ګذر: يا عبدالله ته رايه ورکړئ، يا کډې بار کړئ
امان الله ګذر: يا عبدالله ته رايه ورکړئ، يا کډې بار کړئ
Friday, 30 May 2014 23:07 لیکنه: تاند کابل تبصره ولیکئ
میر امان الله ګذر
څانګې انتخابات, خبرونه
اصلي لینک
Tagged under:
اشرف غني, امان الله ګذر, عبدالله عبدالله
تاند کابل
Google Profile
د کابل د سرای خواجه او ورڅېرمه سيمو اوسېدونکي ادعا کوي چې د ټاکنو په تېر پړاو کې سيمه* ييز زورور امان الله ګذر ګواښلي دي چې که ډاکټر عبدالله عبدالله ته رايه ور نه کړي، نو له خپلو پلرنيو کليو به يې وشړي.
دوی وايي، ښاغلي ګذر د سرای خواجه او ورڅېرمه سيمو قومي مخور ورغوښتي وو او هلته يې د کډو په بارولو ګواښلي دي.
د محمد زمان په نامه د سرای خواجه يو اوسېدونکی وايي، امان الله ګذر ورته دغه ګواښ په لومړي پړاو ټاکنو کې کړی وو.
دی وايي، له يوې خوا د خپلو ماشومانو برخليک ټاکل ورته مهم وو او بله خوا يې له خپلو نيکونو ورپاتې مېنې نه شوای پرېښودلای.
د ښاغلي محمد زمان په خبره، له همدې امله د سيمې اوسېدونکيو بېخي رايه نه ده ورکړې.
بله خوا بيا د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون ځينو سرچينو هم منلې ده چې ښاغلي ګذر د سيمې اوسېدونکي د کډو په بارولو ګواښلي وو.
د سرچينو په خبره، په دې اړه ياد کمېسيون ته شکايتونه شوي دي، خو د ځينو کړيو د فشار له امله ورباندې تله تېره کړل شوې ده.
تر اوسه پورې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رسمآ دغه ادعاوې نه دي تاييد کړې.
امان الله ګذر د ولسي جرګې غړی دی چې څه موده وړاندې يې د افغانستان لوی څارنوال عبدالجبار ثابت هم ډبولی وو.
يو کال وړاندې د ويکي ليکس په يوه راپور کې هم ويل شوي وو چې ښاغلي ګذر د پاکستان له استخباراتي شبکې (ای ايس ای) سره پراخې اړيکې لري او په افغانستان کې ورته جاسوسي کوي.
د دغې ادارې په باور ګذر هغه مالومات ای ايس ای ته ورکول چې په ولسي جرګه کې ګوتو ته ورتلل.

د دغې ادارې په باور ګذر هغ