Announcement

Collapse
No announcement yet.

لومړی مرستیال که لومړی مخالف

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • لومړی مرستیال که لومړی مخالف

    روان کال د ثور میاشتې په دریمه نیټه د کابل ښار د خلکو د شورا یا د اطلاعاتو او کلتور د وزیر ښاغلي سید مخدوم رهین په وینا د شورای شهروندان شهر کابل په ډله کې ماته هم د جمهورریس د لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس قانوني د لیدو چانس برابر شو. زموږ د سیمې خلک هم د کابل ښار د خلکو د شورا په ډله کې د خپلو سیمه ایزو ستونزو د هواري په تمه د جمهورریس لومړي مرستیال ته ورغلي و، دا چې د ستونزو د اوریدو پر ځای لیدنه د پخواني لومړي مرستیال ارواښاد قسیم فهیم روح ته ددعایې مراسیمو او نورو تشریفاتي خبرو ته څنګه ځانګړې شوه، دلته ستاسې سر نه پرې خوږوم. د جمهورریس لومړي مرستیال د خلکو د خبرو او ستونزو له اوریدو وروسته اورنۍ وینا وکړه د اوسنیو حالاتو په اړه یې اوږدې خبرې وکړې، خو موږ ټولو ته د حیراني خبره داوه چې د جمهورریس لومړي مرستیال د اوسني حکومت چې دی یې دوهم لوړ پوړی مقام دی سرسخت مخالف هم دی. نوموړي په دولت سختې نیوکې وکړې او دا حکومت یې یو ناکاره او له هرڅه ناخبره حکومت وباله.
    ما اوریدلي و چې د ملی امنیت د شورا د غونډو د منځ خبرې باید د باندې راونه ایستل شي یوازې هغه پریکړې باید اعلان شي چې دغه شورا یې لازمه وګڼي. خو نوموړي د ملي امنیت شورا د تیرې ورځې د غونډې پوره حال راکړ. ویې ویل: پرون د امنیت شورا غونډه وه تاسې باور وکړئ چې د اوسني حکومت یو وزیر او یو مسوول لا هم په دې نه پوهیږي چې د مخدره موادو پرضد څه ډول مبارزه وکړي. ده زیاته کړه زه د حکومت د لوړ پوړو چارواکو دې ناخبري او ناکاري په غوصه کړم هغلته مې خپلې نیوکې او اعتراضونه وکړل، یو شمیر یې په قهر شول ما ورته وویل چې تاسې نو په دې دولس دیارلس کلونو کې څه کړي دي؟
    هغوی چې د خپلو ستونزو د هواري لپاره د حکومت دې مقام ته ورغلي و یو بل ته یې د سترګو تر کونجونو وکتل، لکه چې وایي: موږ چاته راغلي یو؟ دی خو تر موږ زیات شکایت لري، دی خو تر موږ هم دې حکومت ته پوخ دی. دی خو تر بل هرچا د خپل حکومت مخالف دی.
    د راغلو خلکو دې ته پام نه و چې یوازې څو ورځې دمخه د حکومت مخالف و او د یوه ځانګړي کاندید ترڅنګ به ولاړ و، ددوی دې ته پام نه و چې ددغې ډلې کسان که په حکومت کې دننه وي که بهر د ویالې دواړه غاړې خوري.خو خلک حیران دې ته و چې آیا په دې وطن کې همدا څوکسه دي چې هم مخالف وي او هم مقامات؟
    د جمهور ریس لومړی مرستیال له خپل حکومت سره همدغه مخالفت او پردی والی نه پټوي د غوایي په اتمه نیټه چې د مجاهدینو د بري د کالیزې په مراسمو کې یې خبرې کولې هم داسې نه و، لکه د حکومت یو مسوول چارواکی، نوموړي ددې پر ځای چې خلکو ته د ډاډ خبرې کړې وای لا یې د ډار خبرې کولې ده د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل :
    ((زموږ هیله دا ده چې د ټاکنو کمیسیونونه له هر راز توطیو اود زور له کارولو څخه لیرې او د سلیقوي چلند پرته د خلکو پاکو رایو ته درناوی وکړي او پریږدي چې زموږ د خلکو پاکې رایې برخه لیک ټاکونکې اوسي…)) نوموړي پخپلو خبرو کې دولت هم وغانده چې دا دولس کاله یې دده په وینا په لوی لاس مجاهدین بدنامول د مجاهدینو(چې دوی دغه نوم یوازې د خپلې ډلې بولي) کوچنۍ اشتباه ګانې یې غټې وښودلې او مجاهدین یې څنګ ته کړل.
    د خلکو تمه داوه چې په دې غونډه کې چې د یوه ځانګړي کاندید له خوا د خپل کمپاین لپاره جوړه شوې وه د حکومت دوهم مقام د ټاکنو د پایلو په اړه ورته ډاډ ورکړي او دا ووایي چې دوی به قانون تطبیق کړي چاته به دا اجازه ورنه کړي چې له قانونه سرغړونه وکړي، خو نوموړي آن تر کاندید او د هغه د ټیم تر کسانو هم اخطار امیزې خبرې ک
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X