http://www.taand.comخبرونهد امریکا نشنل انټرسټ ورځپاڼې اشرف غني او عبدالله عبدالله سره پرتله کړي
د امریکا نشنل انټرسټ ورځپاڼې اشرف غني او عبدالله عبدالله سره پرتله کړي
Friday, 18 April 2014 23:26 لیکنه: تاند تبصره ولیکئ
Abdullah and Ashraf Ghani
څانګې خبرونه
اصلي لینک
Tagged under:
اشرف غني او عبدالله عبدالله
خپروونکی: تاند
تاند۰ د امریکا نشنل انټرسټ ورځپاڼې د افغانستان په انتخاباتو او د دوو مخکښو کاندیدانو د شخصیت او همداراز د هغې هڅې په اړه تبصره کړې چې د کرزي په مشرۍ ارګ یې د اشرف غني احمدزي پرضد کوي.
ورځپاڼه وايي د عبدالله عبدالله په ګټه د انتخاباتو د لومړنیو لس فیصدو رایو د پایلو اعلان په سیاسي انګېزه وشو.
د تبصرې لیکوال، چې د استرالیا د پوهنتون افغان استاد ډاکتر احسان اذري دی، وايي چې د لسو فیصدو رایو د اعلان مسلې ته باید د یوه خبرداري په سترګه وکتل شي یعني پر حکومت واکمنان یا د شمال پخوانۍ ټلواله، چې د طالبانو د رژیم له پرزېدو راوروسته واک په لاس کې لري، په راتلونکي کې هم واک ته دوام ورکوي.
په مقاله کې ویل شوي، ځیني کتونکي پر حامد کرزي او د نوموړي پر موتلفانو تور پوري کوي چې د لومړنیو پایلو د اعلانولو په اړه یې د پردې تر شا معامله کړې ده.
د ده په وينا لومړنيو نتيجو ته بايد داسې هم وکتل شي چې دا د عبدالله عبدالله د ملاتړو غوښتنو ته يوډول ځواب و ځکه چې هغو پټکه کړې چې که عبدالله عبدالله بریالی نه شي نو له افغانستانه به ښايې د وینو حمام جوړ شي.
احسان اذري ستانکزی ليکي، که چيري عبدالله عبدالله ولسمشر شي نو دا به طالبانو ته ځکه يوه تحفه وي چې طالبان وار له مخه له دې خبرې ګټې پورته کوي چې ګواکې د جنوب او ختيځ پښتانه له واکه بې برخې دي. د ده په وينا په داسي حال کې چې نړيواله ټولنه افغانستان ته مالې مرستې کموي نو عبدالله عبدالله به په دې هيواد کې قومي تعصب نور هم وپاروي.
د لیکوال په باور عبدالله عبدالله د افغانستان د ادارې توان نه لري. نوموړي د بدې سابقې خاوند دی، د ۱۹۹۲ – ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ په کورنیو جګړو کې ښکېل و. د عبدالله عبدالله د تنظیم او نورو ډلو جګړو، چې افغانستان یې ویجاړ کړ، طالبان راوپنځول.
د کابل په جګړو کې په لسګونو زره افغانان ووژل شول.
په ۲۰۰۱ کال په افغانستان کې د طالبانو پر رژیم د امریکا برید د عبدالله په شان کسانو بخت بېداره کړ، دوی له دې فرصته دومره پیسې وموندلې چې د عبدالله عبدالله ینوه دریشي د یوې متوسطې افغان کورنۍ د څو کلونو له عوایدو سره برابرېږي.
دی له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۵ پورې د بهرنیو چارو وزیر و او ټول وزارت یې له الفه تریا پوري له خپلو پنجشېریانو ډک کړ. پنجشېر، چې یوه ولسوالي وه، په ولایت بدله شوه.
عبدالله او د شمال ټلوالې نورو غړیو، د کرزي له کورنۍ سره د انډیوالۍ او همکارۍ له برکته څو ملیارد ډالري مافیا جوړه کړه چې اوس د افغانستان پر اقتصاد او سیاست تسلط او کنټرول لري.
اشرف غني احمدزي په خپل انتخاباتي کمپاین کې وویل، کله چې د مالیې وزیر و د جګړه مارو له لوري د مرګ له خبرداریو سره سره یې د شمال ټلوالې د ۷ لکه ځواکونو په نوم د معاش له ورکولو سره یې مخالفت وکړ.
د نشنل انټرسټ د مقالې لیکوال باور لري اشرف غني په چک جمهوریت کې د کمونیزم له پای ته رسېدو وروسته د وسلاوهاول رول لوبولی شي خو تر ټولو سخت کار به ورته د عام شوي فساد، خپلوي پالنو واسطو او د مخدرو موادو د لویو کاروباریانو مخنیوی وي. خو له دې سره سره که اشرف غني احمدزی بریالی شو نو ډېر امکان شته چې طالبان له جګړې لاس واخلي، ځکه چې د پښتنو لوی اکثریت د اشرف غني ملاتړ ک
