Announcement

Collapse
No announcement yet.

د غریبو هیوادنو خاصیتونه اودغربت عوامل

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د غریبو هیوادنو خاصیتونه اودغربت عوامل

    جان محمد مهربان

    Larawbar.com 2014-04-14

    پرمخ تلوونکو هیوادونو (Developing countries) ته پخوا غریب، یا ددریمي نړۍ هیوادونه (Poor countries/ Third world countries) ویل کېدل. دملګرو ملتونو په سازمان کښي تر یواوږدجنجالي بحث وروسته ورته دپرمخ تلوونکو هیوادونو نوم یا په اصطلاح داوړو پزه ورجوړه سوه. پرمخ تلوونکي هیوادونه په دې معنی چي اوس دغربت څخه دراوتلو په حال کښي دي او انکشاف کوي خو حقیقت همداسي نه دئ. دوی لا په بې کاري او غُربت اخته دي او دانکشاف لار لا ځني ورکه ده. غریب یا پرمخ تلوونکي هیوادونه، هغو هیوادونو ته ویل کیږي چي دژوندل کولو معیارونه ئې کمزوري او بې کیفیته، دوګروعاید ئې کم، ولس ئې دکمزوري صحت درلودونکی، ناکافي تعلیم، غیرمساوات اوداسي نور دبشر په لاس جوړ سوي مصیبتونه پکښي خپاره وي.
    دطبعي او فزیکي علومو پرځای داجتماعي علومو لکه دادبیاتو او تاریخ ترحده زیاته مطالعه،ناکافي سرپناه یا داستوګني کم ځایونه، کمزورې روغتیا ،محدو تعلیم،دکوچنیانو دپیدايښت پرمهال دمندو او ماشومانو دمرګ زیاتوالی، زیات پور اخیستل او همېشه پورَوړي پاته کېدل، فقر، غُربت، راز-راز ناجوړۍ، ددماغونو پرواز(Brain Drain) دنفوس چټکه وده، دکورنۍ دغړو پر یوه کس متکیتوب(Dependency) زراعتي رواجي اقتصاد، په فساد ککړ چارواکي، قومي، ژبني، سمتي او مذهبي ستونزي، ناوړه تغذیه، په خپل منځ کښي جنګ او جګړې، کمزوري نړۍ والي اړیکي، غیرمناسب مارکېټ او ناکافي تجارتي او کاروباري معلومات، تروخت تېر دولتي قوانین، کړنلاري او تګلاري، دسرحدونو پر سر شخړي، ژراوښتوونکي دولتونه، ددولتونو داوښتلو سره سم په قوانینو کښي تغیرات او یا لغوه کېدل، دهمسایه ممالکو سره بدي او دښمني، دبشري سرمايې کمښت، دغیر رسمي اقتصادي سیکتور تسلط چي نه ددولت سره ثبت او نه ټکس ورکوي، غلط دودنه او رواجونه او داسي نور... دغریبو هیواونو طبعي او مصنوي خاصیتونه او صفتونه دي.
    په ۱۹۹۸ کلنو کښي دانسانانو دژوند کولو اوسط عمر په ډېرو غریبو هیوادونو کښي اته څلوېښت(۴۸)، په پرمخ تلوونکو هیوادونو کښي اته شپېته(۶۸) او په پرمخ تللو هیوادونو (developed countries) کښي پنځه اویا (۷۵) کاله ښودل سوی ؤ. په ۲۰۰۵ کښي بیا دغریبو هیوادونو دافردو دژوند کولو اوسط عمر ۵۹ کاله ښودل سوی ؤ په داسي حال کښي چي په زیات عاید اخیستوونکو یا پرمخ تللو هیوادونو کښي دعمر اوسط په یاد کال کښي ۷۹ کاله محاسبه سوی ؤ. په دې توګه دشتمنو هیوادنو افراد دغریبو هیوادونو تر اوسېدونکو شل کاله اضافه ژوند کوي. همداسي په ورته کال کښي په غریبوهیوادونو کښي ترپنځو کالو لاندي دماشومانو مړینه تر پرمخ تللو هیوادونو شل واره اضافه ؤه. په غریبو هیوادونو کښي یوازي اته اویا (۷۸) فیصده کوچنیان چي عمرئې له پنځه څخه تر څوارلس کلنۍ پوري وي مکاتبو ته ځي چي دمکتبونو تدریسي نصاب ئې ټیټ او دمارکېټ سره برابر نه دئ. په ۲۰۰۵ کښي په غریبو هیوادونو کښي څلرویشت (۲۴٪)فیصده وګړي په ناوړه تغذیه اخته ول خو په پرمختللو هیوادونو کښي دغه فیصدي په ورته کال کښي درې(۳٪) فیصده محاسبه سوې وه.
    دنړۍ وال بانک د ۲۰۰۵ کال دتخمین له مخي(۹،۱٪)دشرقي او پاسفیک اسیا، (۸،۶٪) دلاتین امریکا او کارابین،(۱.۵٪)دمنځني ختیځ او شمالي افریقا (۳۱،۷٪) د جنوبي اسیا او (۴۱،۱٪) اودصحرايي افریقا(Sub-Saharan Africa) اوسېدونکو دورځي تر یوه ډالر کمي پیسې تر لاسه اوژوند په کوئ چي دې ته دفقر تر کرښي لاندي ژوند کول ویل کیږي او د ۲۰۰۲ د تخمین سره سم، دوه عشاریه پنځه(۲،۵) بیلیونو خلګو په غریبو هیوادونو کښي دورځي تر دوه ډالره کم ګټل.
    غریب هیوادونه په زراعت کښي دتکنالوژي څخه کار نه اخلي یا خو لږ استفاده ځني کوي، تعلیمي سیکتور ته خاصه توجه نه کوي، کله چي ئې دپوهنتونونو څخه محصلین فارغه سي نو دهغو زده کړي دمارکېټ تقاضا ته جواب نه وايي، ددغه خلا دډکولوله پاره باید په ډېر لوړ قمیت خارجي کارمندان استخدام کړي او همداسي کوي. غریب هیوادونه دخپل بشري ځواک له پاره پیاوړي او مؤثر روغتیايي سیسټم نه لري، دوی پرداسي مسائلوباندي وخت، انرژ ي اومنابع ضایع کوي چي باید مخنیوي ئې وکړي.
    پورته وویل سوه چي دطبعي او فزیکي علومو پرځای دا دبیاتو او تاریخ ترحده زیاته مطالعه هم دغریبو هیوادونو یو خاصیت دئ. دغه خاصیت له خیټي نه درته وایم بلکي په اقتصادي کتابونو کښي ورسره مخ سوي یم. دمثال په توګه، درحمان بابا دمړیني په اړه ویل کیږي چي په ۱۱۱۸ کښي وفات سوی دئ. دوهم روایت بیا وايي چي په اصل کښي دغه اتلس، اته ویش دي، دوخت په تېرېدو سره د دوو(۲) دغه سر یا غاښ خراب سوی دئ نو ځکه اتلس ورڅخه جوړ سوي دي. درحمان بابا له وفات څخه بیا تر نن دافغانانو ترمنځ دغه معما لا نه ده حل سوې او لاتراوسه ورباندي بېلابیلي څېړني کیږي. دغریبو هیوادونو تحقیق او انکشاف(Research and Development) هم درحمان بابا دوفات نېټې ته ورته دئ، هغه که اقتصادي، طیبي اوکه اجتماعي وي. نن ( ۱۳۹۲ جدي۱۰ ) مي په لرابر کښي داسدالله زړه سواند «دکندهار پایلوچان« هغه لیکنه ولوستل چي دکندهار پوهنتون ته ئې دسیمنار په شکل وړاندي کړې وه، کندهار پوهنتون هم داسي سیمنار ورسره منلی ؤ. ماته سم دستي دیوې مجلې هغه لیکنه راپه یاد سوه چي پکښي لیکل سوي وه چي په جاپان کښي دعالي لېسو زده کوونکي دادځان له پاره خجالت ګڼي چي دموبایل دجوړولو له پاره حتی یو نظر ورکړي بلکي دوی دپېچلي عصري تکنالوژي په اړه څېړني کوي یعني موبایل ددوی له پاره حتی په دې نه ارزي چي په اړه ئې فکر وکړي. خپلي موضوع ته مي پام دئ چي پرڅه بحث کوم خو خبره داده چي افغانستان چي دنړۍ ترټولو غریب او شاته پاته هیواد دئ، هر کال په زرګونو محصلین له تاریخ، ادبیاتو، ارواپوهني، ټولنپوهني، لرغونپوهني،دښکلو هنرونو او داسي نورو پوهنتونونو څخه فارغیږي چي زده کړي ئې داوسني کاري مارکېټ سره هیڅ سر نه خوري. په کابل پوهنتون کښي داسي لیکچر نوټونو لیدل کیږي چي شل الی دېرش کاله یا تردې هم مخکي لیکل سوي وي خو تراوسه محصلینو ته تدریس کیږي. محصلین په داسي څه پسي څېړني کوي چي دوخت، انرژي او منابعو ضایع ده. دمشروباتو فلزی دبلی اوښیښه يي بوتل په ډېره اساني اوپټو سترګو سره په پلاستیکي بوتل نه دئ تعویض سوي بلکي دنړۍ پوهانو په دې اړه زیاتي څېړني کړي او بیا ئې دغه داوبو پلاستیکي بوتل ترموږ پوري را رسولی دئ. زه امید لرم چي اوس به دپرمختللو او غریبو هیوادونو دڅېړنو ماهیت په دې مثالونو کښي درته څرګند سوی وي چي یو هیواد د مشروباتو پر فلزي او ښيښه يي بوتل او به هیواد درحمان بابا دوفات پر نېټه څېړنه کوي.
    دغریبو هیوادونو دشاته پاته کېدو باندي عواملو ته که راسو، نودغریبو هیوادنو اقتصاد یا پر زراعت او یا پر تیلو ولاړ دئ. صنعتي هیوادونه بیا دخامو موادو او دتیلو دکمښت سره مخ دي. نو دغریبو هیوادونو دپرشاتګ یو عامل خپله پرمختللي هیوادونه دي چي په عصري طریقو سره دغه غریب هیوادونه استعماروي، دبشري او طبعي منابعو څخه ئې ګټه اخلي، په هیواد کښي داسي علمي او مسلکي کدر نه ورپرېږدي چي پر هغه دي ددوی راتلوونکې جوړه سي نو ځکه غریب هیوادونه ورځ په ورځ خواریږي او پرمختللي هیوادونه بیا پرمختګ کوي. دعلمي کدرونه په غلا کښي امریکا، کاناډا او اروپايي هیوادنه تر هرچا مخکي دي.
    کالونالیزم، نړۍ وال دوه جنګونه، دستر ځواک په صفت دامریکا دمتحده ایالاتو ظهور او بیا دنړۍ والي سکې په شان دډالر ونډه، دامریکا فوجي طاقت، دشرق او غرب ترمنځ شخړه، د کپیټلیزم او سوشلیزم ترمنځ ټکر او داسي نور دکمزور هیوادونو د غریب پاته کېدو عوامل سول او لا دي. داچي غریب هیوادونه لا ولي غریب دي؟ جواب ئې دادئ چي دوی دشتمتني څخه محروم دي. شخصي ملکیت بیا په خپل وار دشتمني محرومیت رامنځ ته کړی دئ. دعاید غیر مساویانه وېش او دعاید په څو محدودو لاسونو کښي راټولېدل دغریبو هیوادونو دپاته کېدول عوامل دي. دوخت دسترو ځواکونو له خوا پر زراعتي مځکو باندي ماینونه ښخول دهیوادونو دمالدارۍ سیکتورونه له ستونزو سره مخ کړل چي ددوی اقتصاد ته ئې تاوانونه ورواړول او لاتراوسه ورڅخه خلاص سوي نه دي، دا ئې دغربت بل عامل دئ.
    په غریبو هیوادونو کښي چي څه تولیدیږي، ګټه ئې یوازي دڅو محدودو کسانو جېبونو ته ځي، ولس ته ئې کومه عمومي ګټه نه رسیږي. په غریبو هیوادنو کښي زراعت او زراعتي میکانیزم ناکام دئ ځکه چي بزګر ان بې سواده دي، خپل په خوښه مځکه کري بېله دي چي دولت ورته زراعتي، مارکېټي او تجارتي معلومات ورکړي نو ځکه دوی هم غریب دي. بل علت ئې دادئ چي له یوې خوا ولسونه له قحطۍ سره مخ دي او له بلي خوا دتولید عوامل(مځکه، خام مواد، سرمایه او ګټه) یوازي په تولیدکوونکي پوري مربوط وي، دکپیټلیزم دقوانینو له مخي دولت هم نه سي کولای چي مداخله وکړي نو ځکه مولد راولاړیږي کارګر استثتماروي او ددې پرځای چي ګټه دولت ته ورسیږي ،په شخصي جېبونو کښي لویږي. کپیټلیزم په خپل وار دغریبو هیوادونو پراقتصاد منفي تاثیر کړی دئ.


Working...
X