Announcement

Collapse
No announcement yet.

خوښه ستا ده شين خالۍ...

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • خوښه ستا ده شين خالۍ...

    وای د افغانستان د ... ولايت د ... ولسوالۍ په ... کلي کي د ... په نوم د يو خان زوی ډېر بدلاری ؤ او د کلي خلک ډېر ورڅخه په عذاب ول. خو هر چا کوښښ کاوه چي ځان يې د شر څخه وساتي او هيڅ چا يې پر ضد د ږغ پورته کولو جرأت نه کاوه. د خان زوی چي يو پېژندل سوی لوطي ؤ هميشه به يې د کلي ماشومان زهيرول. وای د خان زوی د کلي د يو بزګر د زوی سره بد فعل وکړ. د هلک پلار چي ترمخه يې د کلي د نورو ماشومانو پر ضد د خان د زوی د دغه ډول فعلونو څخه خبر ؤ خو هميشه به يې ځان خاموشه ساتی، د خپل زوی په وار يې حوصله له لاسه ورکړه. د خان د زوی او د بزګر تر منځ د کلي په بازار کي يو جنګ رامنځ ته سو. خو د کلي خلکو هغوی سره خلاص کړل. په دغه بله ورځ د خان زوی د يوې ونې تر شا پټ سو. کله چي بزګر پر دغه لاره تېرېدی نو يې د شا لخوا ورباندي د تبر وار وکړ او هغه يې مړ کړ.

    د کلي خان د خپل زوی لخوا د بزګر پر قتل يوه جرګه راوغوښته. پدغه جرګه کي د کلي ټولو سپينږرو او د کلي مُلا برخه واخيسته. کله چي جرګه روانه وه نو د کلي زياتره نارينه هم حاضر ول. پدغه جرګه کي دا پرېکړه وسوه چي د بزګر او د خان د کورنۍ تر منځ چي کومه دُښمني رامنځ ته سوې ده هغه بايد په دوستي بدله کړله سي. د جرګې د فيصلې له مخي ګناه د بزګر وه ولي چي د دوی په وينا بزګر هڅه کړې وه چي د خان زوی ووژني. جرګې فيصله وکړه چي د نورو وينو د تويولو د مخنيوي لپاره بايد د بزګر کورنۍ يوه ښځه د خان په کورنۍ کي واده کړي. د بزګر د کونډي څوارلس کلنه لور د خان بل واده لرونکي زوی ته ور په نکاح کړله سوه. دا چي بزګر ورور نه درلود او مور او پلار يې زاړه ول نو د کور چلولو ټول بار د بزګر د ماشوم زوی پر غاړه سو. دغه هلک په پنځلس کلنۍ د کلي د نورو ځوانانو سره ګاونډي هيواد ته د مزدورۍ په خاطر ولاړ او کله چي بېرته خپل کلي ته راغلی نو په نشه او يو شمېر نورو بدو کارونو اوښتی ؤ. دغه ځوان په افغانستان کي د جګړې پر وخت يو قومندان سو او وای په کلي کي يې هغسي بد کارونه وکړل چي نه چا مخکي اورېدلي او نه يې ليدلي ول. د دغه کس په هکله ويل کيږي چي د توپکيانو د واکمنۍ پر وخت يې نه د خپل کلي ماشوم پرېښود او نه يې ځوان. نه يې د چا مال ته احترام درلود او نه يې د چا ژوند او ناموس ته. وای دغه کس په سيمه کي بې شماره انسانان ووژل او د شر له ويري يې يو شمېر نور و هجرت ته اړ سول.

    د ياد کلي د يو سپينږري په وينا د وژل سوي بزګر بدعمله زوی اوس د دوی په کلي کي د اربکيانو قومندان دی. وای د خان هغه بدعمله زوی چي ټول ژوند يې په لواطت کي تېر کړی ؤ اوس په ولسي جرګه کي غړی دی او د ولسمشرۍ د يو ځانګړي کانديد د نژدې ملاتړو څخه دی. دغه سپينږری وايي چي د کلي هغه مُلا چي د خلکو جرګې به يې کولې او د وژل سوي بزګر په جرګه کي يې هم مهمه برخه درلوده د سولي د عالي شورا د همکارانو څخه ؤ خو اوس مړ دی. د هغه يو زوی د ولايت پر کچه د مخدره توکو لوی قاچاقبر او بل زوی يې د افغانستان د ... په وزارت کي د ... دنده لري. وای د مُلا صاحب تر ټولو کشر زوی چي لوړي زدکړي يې په خارج کي کړي دي د بهرنيو ځواکونو يو لوی قراردادي دی او بې حسابه دولتي مځکي يې هم لاندي کړي دي. د مُلا د دغه زوی په هکله ويل کيږي چي په پلازمېنه کي د فحاشۍ يو مرکز هم لري.

    د يادي سيمي څخه اوس د خان زوی، د بزګر زوی او د ملا کشر زوی په ټاکنو کي کانديدان دي. دا اوس د دغې سيمي د خلکو په اراده پوري اړه لري چي چا ته رايه ورکوي. لکه چي وايي:
    خوښه ستا ده شين خالۍ، پټاسې خورې که رېوړۍ
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X