Announcement

Collapse
No announcement yet.

د «سرحد» د کلمې په خاطر د افغانستان او پاکستا&

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د «سرحد» د کلمې په خاطر د افغانستان او پاکستا&


    http://www.taand.comخبرونهد «سرحد» د کلمې په خاطر د افغانستان او پاکستان عملیاتي طرحه رد شوه
    د «سرحد» د کلمې په خاطر د افغانستان او پاکستان عملیاتي طرحه رد شوه
    Monday, 31 March 2014 20:41 لیکنه: تاند 1 تبصره
    Deurand Line
    څانګې خبرونه
    اصلي لینک

    خپروونکی: تاند

    تاند- د افغانمستان کابینې نن /دوشنبه/ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي عملیاتو د دوه اړخیز طرز العمل مسوده په دې خاطر رد کړ چې د دیورنډ کرښې پر ځای د سرحد کلمه کارول شوې ده.

    د وزیرانو شورا په دې طرز العمل، چې د پاکستان له لوري وړاندیز شوی دی، د بحث په مهال وویل چې په مسوده کې د دیورنډ کرښې پر ځای د (سرحد) د کلمې ذکر د دې کرښې پر سر تاریخي حساسیت ته په کتو د افغانستان له تاریخي حق او د افغانستان د اسلامي جمهوریت له روانې پالیسۍ سره په ټکر کې ده.

    تر دې مخکې هم افغان چارواکو له پاکستان سره د ګڼو دوه اړخیزو غونډو په مسودو کې د دوو هیوادونو ترمنځ د موجودې کرښې پر ځای د سرحد د کلمې له یادولو سره مخالفت کړی دی خو پاکستاني چارواکو په مختلفو غونډو کې هڅه کړې چې د ډیورنډ لاین پر ځای د سرحد کلمه ذکر شي.

    د افغانستان د وزیرانو شورا د دارالانشا له خبرپاڼې سره سم د کابینې په غونډه کې، چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه، ټولو دولتي اورګانونو ته دنده وسپارل شوه چې له پاکستان سره تر هر راز خبرو مخکې باید په ټولو لیکونو، سندونو، یادښتونو او خبرو کې د (سرحد) پر ځای د (ډیورنډ کرښه) کلمه وکاروي.

Working...
X