http://www.taand.comانتخابات مقالېزلمی رسول د نظار شورا د واکمنۍ دوام/ عبدالولي بارکزی
زلمی رسول د نظار شورا د واکمنۍ دوام/ عبدالولي بارکزی
Sunday, 30 March 2014 10:59 لیکنه: تاند تبصره ولیکئ
زلمی رسول له احمدضیا مسعود او حبیبې سرابي سره
څانګې انتخابات, مقالې
اصلي لینک
Tagged under:
زلمی رسول، انتخابات
خپروونکی: تاند
د تېرو دوولسو کلونو په اړه د قضاوت لپاره تر ټولو ساده لاره همداده، چې له ځانه پوښتنه وکړو، چې حامد کرزي کوم داسې کار کړی، چې په هغه کې یې د نظار شورا دجنګسالارانو مصلحت او ګټې په پام کې نه وي نیولې ؟ خبره د هغو لویو سیاستونو او پرېکړو پر سر ده، چې د هېواد لباره سیاسي، حقوقي، فرهنګي او اقتصادي پایلې او اغېزې لرٍي او د وخت به تېرېدو سره د تاریخ یوه برخه ګرځي.
په کابینه کې د ۷۰ فیصدو پښتنو ونډه ۳۰ فیصدو ته را ښکته کول، د جعلي او کاذبو معلوماتو پر بنسټ د پنجشیر ولسوالۍ ولایت کول، په افغانی بانکنوټونو باندې د افغان مشاهیرو د انځرونو مخنیوی، په قومونو ا وقبایلو د ملي اردو او پولیسو وېشل او د پښتنو ونډه ۳۰ فیصدو ته راښکته کول، جنګی قوماندانو او فاسدو جګړه ماروته د اتل، شهید، بل او بل لقبونو ورکول، له بیت المال څخه د درملنې، جایزو، دسترخوان، مېلمستیاوو او نورو امتیازونو په نوم ناوړه ګټه اخستل، د نظار شورا د غړو له خوا د کابل د تاریخی ځایونو لاندې کول او د شیر پور په شان د ستراتیژیکو تاریخي ځایونو غصب او چور، د ملي مصطلحاتو او په اردو او نورو پوځي چارو کې فرهنګی لاسوهنې او داسې نورې د سیاسي فساد فجایع هغه نمونې دي، چې په تیرو دوولسو کلونو کې د نظار شورا د فاسدې واکمنۍ ناوړه اغېزې یې بللای شو،
حامد کرزی، د داسې یو کس په توګه چې د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره یې له هیڅ راز سیاسي فساد او معاملې نه مخ نه دی اړولی، په واقعیت کې د شمال ټلوالې هغه مهره وه، چې پرېکړې د ده په نوم کېدلې خو امتیاز او سیاسي مزې په کې نظار شورا او جمعیتیانو کولې. کرزی په تصمیم نیولو کې د نظار شورا په انحصار کې و او هرې موضوع ته یې د نظار شورا له عینکو کتل، په لومړۍ دوره کې ضیا مسعود او په دویمه دوره کې قسیم فهیم د لومړیو مرستیالانو په نوم د جمهور رئیسانو رول ولوباوه،
د قسیم فهیم له مړینې وروسته د جمعیت له خوا د ولسمشر د لومړي مرستیال ټاکل کېدل دا وښودله چې کرزی د افغانستان اساسي قانون نه بلکې د جمعیت د غړو او شورای نظار پرېکړې عملي کوي، هماغه کس، چې جمعیت یې په ګوته کوي کرزی یې ولسي جرګې ته ور پیزنی، په دې اساس د قانوني راتلل د افغانستان د اساسي قانون ننګونه او په جمعیت کې د کرزی د ماموریت د اثبات لپاره کافی دلیل دی.
اوس چې ټاکنې را روانې دي ، کرزي زلمی رسول را وړاندې کړی او مرستیال ورسره د ده پخوانی مرستیال ضیا مسعود دی ، د تجربې له مخې قاطع اکثریت افغانان په دې پوه دي، چې حامد کرزی له خپلو ټولو کمزوریو سره نسبت زلمي رسول ته یو څه ذاتي صلاحیتونه لري، یعنې زلمی رسول نسبت کرزي ته ډیر کمزوری، تنبل او له کاری وړتیا او ذاتي صلاحیتونو بې برخې کس دی، اوس نو پوښتنه پیدا کیږي، چې کرزي هر هر څه د نظار شورا په خوښه کول او کوي یې نو زلمی رسول به د کومې وړتیا له مخې دا سې او یا تر ده زیات د نظار شورا په واک او انحصار کې نه وي. ؟
خبره ښکاره ده، چې زلمی رسول نظر هغو ځانګړنو ته چې د ده په شخصیت کې لیدل کیږي، د در غلیو له لارې د رئیس جمهور کېدو په صورت کې به د نظار شورا لپاره وسیله وي او ډیر داسې کارونه به د ده په نوم وکړي، چې د افغانستان اساسي قانون او تاریخي ارزښتونه به یې د تحمل توان نلري. په راتلونکو پنخو کلونو کې دشمال ټلوالې پلانونه د تېرو لسو کلونو په نسبت ډیر خطرناک او د افغانستان سیاسي نظام ته مضر دي.
زلمی رسول، چې د کاندیدۍ له پیل څخه تر ننه پورې یې یې ټولې هلې ځلې له دولتي امکاناتو او غیر قانوني لارو برابریږي، د سولې د شورا غړي، د پوهنې وزیر ، د پکتیا والي او د کندهار چارواکي په ډېره بې پروایۍ سره له دولتي وخت او امکاناتو ګټه اخلي. او غواړي له غیر قانوني لارو هغه څوک په ملت وتپي، چې نه یوازې کاري وړتیا نلري، بلکې دومره وړتیا نلري، چې خپل قانوني واکونه اعمال کړي، په همدې دلیل زه له خپل ولس نه غوښتنه کوم، چې داسې یو کس ته رایه مه ورکوی، چې په راتلو سره یې د نظار شورا واکمني دوام کوي، سیاسي فساد دوام کوي، د ځمکو غصب دوام کوي، اساسي قانون تر پښو لاندې او بې ارزښته کیږي. هغه کسان، چې سر له اوسه د ملت په اراده پښې ږدي او زلمي رسول ته د درغلیو لپاره تیاری نیسي. هغوی دې خپلو ګرېوانونو کې سر کوز کړي. که نه نو افغانستان لاړه تباه شو، نظام او سیستم یې لاړو برباد شو، د بدلون هیلې لاړې مړې شوې . ټول افغانان په یوه غږ باید لاړ شي رایې وکاروي دا سې یو کس ته چې د جمهوری ریاست وړتیا ولري، او د کارسړی وي.