Announcement

Collapse
No announcement yet.

زلمی رسول د پاکستان د خوښې کانديد دی/ ميروي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • زلمی رسول د پاکستان د خوښې کانديد دی/ ميروي


    پا کستان چې تل يې د افغانستان په سياست کې د ځان په ګټه ډېر مهم رول لوبولی دا ځل نوې لوبه پيل کړې. په کابل کې يې پخواني سفير محمد صادق په لومړي ځل په افغانستان کې د پښتنو د کارونې پرځای اقليتونو ته مخه کړه او د Pro_ Minority Policy يعني د اقليت پلوه پاليسۍ پېل کړه. په دوبۍ کې يې په يوه غونډه کې چې ډاکټر عبدالله، استاد عطا، احمد ضيا مسعود هم پکې وو پاکستاني سفير ډاډ ورکړ چې عبدالله عبدالله به په ټاکنو کې بريالی کوي. ځکه ډاکټر عبدالله د ډيورنډ د کرښې په اړه پاکستان ته ډاډ ورکړی و چې ترې تېرېږي به او د تل لپاره به دغه شخړه هواروي. د محمد صادق د دندې په وخت کې د پاکستان د تحصيلي بورسونو ډېره برخه هم د همدې اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره د پښتنو پرځای تاجکانو او هزاره ګانو ته ورکول کېده. او همدا راز يې په همدې موخه وتلی پاکستانی ژورنالست سليم ساپی هم ان پنجشېر ته ولېږه. د احمد ضيا مسعود سره يې ځانګړې مرکه هم وکړه او څو څو ځله يې د ډيورنډ د کرښې په اړه وپوښته
    د پاکستان نوی سفیر

    خو ضيا مسعود د حالاتو د نزاکت له امله مبهوم او ګونګ ځواب ورکړ.
    خو له کله نه چې د پاکستان د سفير محمد صادق د خدمت دوره پای ته ورسېده او د پاکستان په امنيت شورا کې عمومي منشي په دنده شو نو دغه اقليت پلوه پاليسي يې له سختو نيوکو لاندې راغله او د امنيت شورای يې پرېکړه وکړه چې د پښتنو له مېنځه به يو پاکستان پلوی کس ټاکنو ته دروي. له همدې امله يې په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير او د کورنيو چارو اوسنی وزير عمر داودزی وهڅاوه ترڅو ځان نوماند کړي او دوی به يې ټول لګښت وګالي. خو عمر داودزی چې له پخوا د حزبيتوب او د پاکستان دپلويتوب ټاپه ورپورې وه. او ولسمشر کرزي ته د پاکستان د پخواني صدر اعظم يوسف رضا ګيلاني په ځانګړي خواست په پاکستان کې سفير ټاکل شوی و هم وړ سړی ښکاره نشو. ځکه په افغانستان کې د پاکستان پرخلاف د موجودې کرکې او فوبيا په وړاندې لا دمخه د عمر داودزي نوم بد و. او نه يې شو کولای دغه بدنامي له ځانه لرې کړي. بالاخره يې نوې لوبه پيل کړه. پاکستان ته د ولسمشر کرزي په وروستي سفر کې نواز شريف ورڅخه وغوښتل ترڅو عمر داودزی د کورنيو چارو وزير کړي نو اړيکې به مو ښه لوري ته لاړې شي. د کورنيو چارو د وزير په حيث د عمر داودزي نه د پاکستان د ستراتيژيکو اهدافو تر څنګ يوه هيله دا هم وه چې په راتلونکي کې دولتي امکانات د پاکستان د خوښې کانديد په ګټه وکاروي. له ښاغلي کرزي سره په کابل کې نواز شريف خبرې بيا بل رنګ وې. نوازشريف کابل ته په خپل وروستي سفر کې ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړ چې ستا د خوښې کانديد به يواځې په دې شرط حمايه کوي چې د امريکا سره له تړونه تېر شې. ولسمشر کرزي ورته د زلمي رسول د حمايت وويل. پاکستان چې زلمی رسول يې د خارجه وزارت په دوره کې ښه پېژندلای و خپلې ګټې د هغه په وجود کې خوندي ګڼلې. په دې کار سره يې له يوه پلوه د امريکا او افغانستان اړيکې خرابې کړې. او له بل پلوه يې د محمد صادق اقليت پلوه او ډيورنډ منونکې موخې ته ورسېد او د زلمي رسول په حمايه کولو يې مستقيما احمد ضيا مسعود هم خوشاله کړ. د ترکيې په وروستۍ غونډه کې نواز شريف ولسمشر کرزي ته بيا هم ډاډ ورکړی و خو ولسمشر کرزي په کابل کې د پاکستان د سفير نه شتون يوه غټه تشه وبلله. نوازشريف هم زر تر زره د نوي سفير ور معرفي کولو وعده وکړه. سيد ابرار حسين يې د همدې موخو د لاسته راوړلو لپاره په کابل کې نوی سفير وټاکه. په داسې حال کې ټاکنو ته ايله 10 ورځې پاتې دي.
    جمعه خان همدرد ، وحيد الله سباوون او ميرويس ياسيني چې د پاکستان کلک پلويان دي هم دهمدې لړۍ کړۍ دي او د پاکستان په غوښتنه د زلمي رسول ملاتړ کوي.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X