Announcement

Collapse
No announcement yet.

پښتنې انجونو راپاسئ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پښتنې انجونو راپاسئ

    بدلون

    رابه شي بدلون په ژوندانه کې د پښتون
    پيغله د وطـــن به راولــــــــــي دغه سمون
    رابه شي بدلون

    پاسه پــــښتنې شمع د علم کړه روښانه
    لـرې کړه د جهـــــــل د تيارے د خپله ځانه
    راوله خـــورو ورور تيــارو له ســـــــباوون
    را به شي بدلون په ژوندانه کې د پښتون
    رابه شي بدلون

    ورانه شـــوه دنيا د پښتــــنو په جنګ فساد
    ګرانه ده چي ووينــو دا خـــــــــپل وطن اباد
    خپل بچي ته مه ښايه د تير تاريخ افسون
    را به شي بدلون په ژوندانه کې د پښتون
    رابه شي بدلون

    نشوه د زلمو پښـــــــــــــتنې وکړه لږ همت
    نور د علم واخله نور لري ځانـــــــله طاقت
    هرڅه به بدل شي که بدل شي ستا ژوبدون
    را به شي بدلـــون په ژوندانه کې د پښتون
    رابه شي بدلون
Working...
X