Announcement

Collapse
No announcement yet.

پیاز د سرطان مخنیوی کوي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پیاز د سرطان مخنیوی کوي

    ې په منننې




    له پیازو څخه پر غذا سربېره په درملنه کې هم کار اخستل کېږي او هغوی چې پیاز خوري د نورو په پرتله په لاندنیو ناروغیو یې د اخته کېدو چانس کم وي.
    ـ پیاز د زړه درمل دي:
    پیاز د وینې د کلسترولو په له منځه وړو کې مرسته کوي او د زړه د ناروغۍ علاج لپاره یې ګټور دي.
    څېړونکو پر حیوانانو تر تجربې وروسته موندلې، چې تر شپږو اونیو د پیازو خوړل د وینې بد کلسټرول شل سلنه کموي؛ خو په همدغه موده کې د ښو کلسټرولو په اندازه کې کوم تغیر نه راولي.
    ـ پیاز د سرطان ضد دي:
    د کورنل پوهنتون څېړونکو له یوې مطالعې وروسته ویلي، چې پیاز د انټي اکسیډانتي خواصو په لرلو سره د سرطاني سلولونو په کنترول کې مرسته کوي او د سرطان د کموالي حتی د له منځه وړلو سبب یې هم کېږي. دوی سپارښتنه کوي، چې په اونۍ کې حد اقل دوه ځلي په منظم ډول د پیازو خوړل د سرطان مخه نیسي.
    ـ پیاز مغز اراموي:
    پیاز د وینې جوړونکی دی او د انسانانو مغز اراموي. په پیاز کې شته اسیدوفولیک یا ویټامین بي شپږ ترکیبات د انسان مغز اراموي.
    هغوی چې په منظم ډول پیاز کاروي، په پورته ناروغیو یې د اخته کېدو چانس کم وي، خو باید په یاد ولري چې تر پیازو وروسته د غاښونو برس کارول حتمي دي، ځکه خوله ورسره ډېر بد بوی کوي او د خولې بوی انسان په ټولنیزو اړیکو کې بې شخصیته معرفي کوي.
Working...
X