.
ځايي مسوولينو د ښځو د نړيوالي ورځي په مناسبت جوړي شوي غونډي ته وويل چې کلتوري مسايل ، بي سوادي او د ښځو د حقونو څخه ناخبري د تاوتريخوالي ستر لاملونه دي .
کندهار چې د نورو سيمو په پرتله د نورو ستونزو تر څنګ بي سوادي پکښي ډيره او دلته د ښځو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي کچه ټيټه ده د ښځو په وړاندي تاوتريخوالی پکښي زيات دی .
د کندهار د ښځو چارو رييسې رقيي اڅکزۍ د ښځو د نړيوالي ورځي په مناسبت جوړ شوي غونډي ته وويل چې تير کال په ټول کندهار کې د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي ۲۳۱ پيښي ثبت شوي دي چې ديري يې د کورني تاوتريخوالي او پاتي يې د طلاق ، ميراث ، جبري ودونو او جنسي تيري دي .
غونډي ته کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د ښځو په وړاندي د ستونزو د را کمولو لويه چاره د ښځو حفونو ته درناوی دفاع وبلل .
په کندهار کې د ماشومانو د مدني ټولني مشري ډاکټر رنګيني ويسا ، د ولايتي شورا غړي مريم درانۍ او د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشر انجينر عبدالقادر نورزي په خپلو ويناوو کې ښځه نيمه نړۍ وبلل او هغوی ته يې پوره درناوی د ستونزو د راکمولو دپاره ښه لار وبلل .
د غونډي ويناوالو د ټاکنو پر اهميت هم رڼا واچول او له ښځو يې وغوښتل چې د خپلي رايي ارزښت وساتي او هغه چا ته به رايه ورکړي چې وړ او د خلکو په درد پوه کس وي .
د مراسمو په پای کې د افغان کاناډ ښوونيز مرکز څخه دريو سوو تنو ښځو ته چې د اداري چارو په برخه کې يې انلاين زده کړي تر لاسه کړي وې هم د فراغت اسناد ورکړل شوه .
© http://www.benawa.com/details.php?id...#ixzz2vsJ5domP
په کندهار کې د ښځو په وړاندي تاوتريخوالی زيات شوی دی