http://www.taand.comداسي هم شتهد موبایل یوه شمېره په څه باندې ۲ ملیون ډالره وپلورل شوه
د موبایل یوه شمېره په څه باندې ۲ ملیون ډالره وپلورل شوه
تاند- په ابوظهبي کې د خیریه چارو لپاره په یوه لیلام کې یو ټېلفون نمبر په څه باندې دوه ملیون ډالره وپلورل شو او د لوړې بیې د شمېرې ریکارډ یې ټینګ کړ.
د متحده عربي اماراتو د یوې ورځپاڼې (دي نشنل) د راپور له مخې د اتصالاتو د موبایل ټېلفون کمپنۍ دا شمېره (۷۷۷۷۷۷۷) په ۷ ملیونه ۸ لکه ۷۷ زره ۷۷۷ درهمه، چې دوه ملیونه او یو لک ډالره کېږي، وپلورل شوه.
سره له دې چې دا شمېره په دومره لوړه بیه پلورل شوې خو د هغې خاوند، چې نوم یې پټ ساتل شوی دی، ادعا نه شي کولی چې د دې شمېرې بشپړ څښتن شو ځکه چې په حقیقت کې د ټولو شمېرو اصلي مالکیت د حکومت دی.
د دغه نمبر رانیوونکي ته اتصالات کمپنۍ، چې په افغانستان او منځني ختیځ کې فعالیت کوي، یو ځانګړی پکېج ورکړی چې په هغه کې د میاشتې ۲۲ زره ۵۰۰ ټکسټ پیغامونه او ۱۰۰ جي بي ډاتا شامله ده. د دې مطلب دا دی چې د دې قیمتي شمېرې خاوند د ورځې ۱۲ ساعته وړیا ټېلفوني خبرې کولی او ۷۲۵ لیکلي پیغامونه استولی شي.
په لیلام کې څو نورې ځانګړې شمېرې هم په لوړه بیه وپلورل شوې.لکه:
۷۷۷۷۷۷۰ شمېره په درې لکه ۴۰ زره ډالره واخیستل شوه.

- Tuesday, 11 March 2014 21:14
- لیکنه: تاند
- تبصره ولیکئ