Announcement

Collapse
No announcement yet.

د کرزي تکتیکونه/ ډاکتر عبدالواسع قانع

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د کرزي تکتیکونه/ ډاکتر عبدالواسع قانع

    http://www.taand.comانتخابات مقالېد کرزي تکتیکونه/ ډاکتر عبدالواسع قانع

    د کرزي تکتیکونه/ ډاکتر عبدالواسع قانع




    اوس ټول افغانان پدې پوهیږي چې حامد کرزی غواړي زلمی رسول واک ته ورسوي ترڅو پدې توګه د پردې ترشا دده او د نظار شورا واکمني نوره هم پسې وغځیږي. موثق او مستند معلومات ښيي چې کرزی ددې هدف لپاره څو مضر تاکتیکونه کاروي:

    لومړی: د لوی کندهارقومي مشرانو ته یې په غوږ کې ورڅڅولې ده چې واک ته باید درانی ورسول شي او څرنګه چې زلمی رسول ګواګي درانی محمدزی دی نو تراشرف غني احمدزي چې په خټه غلجی پښتون دی غوره دی. حامد کرزی پدې پوه دی چې اشرف غني احمدزی زیاتې رایې لري او له همدې امله که نوموړی او ډاکټرعبدالله دویم پړاو ته لاره ومومي نو اشرف غني به بریالی کیږي له همدې امله کوښښ کوي چې دویم پړاو ته د ډاکټرعبدالله پرځای زلمی رسول لاره پیدا کړي. کره معلومات ښيي چې حامد کرزي څو والیانو او وزیرانو ته هدایت ورکړیدی چې د زلمي رسول په ګټه پراخه درغلي وکړي ترڅو دویم پړاو ته لاره ومومي.

    تردې مهمه لا دا چې حامد کرزي خپل ورور د زلمي رسول په ګټه تیر کړ او تاسې به په نږدې راتلونکي کې واورئ چې ګل آغا شیرزی ، نادر نعیم، هدایت امین ارسلا او رحیم وردګ به هم د زلمي رسول په ګټه تیر کړي. د دې ټولو مهندسیو ترشا د حامد کرزي لاس دی اوپښتانه ورته بې ارزښته ښکاري.

    دویم: غیر پښتنو او مخصوصا تاجکانو ته حامد کرزي ویلي دي چې ستاسې لپاره زلمی رسول ډیر په ګټه دی ځکه چې هغه د ژبې له لحاظه پاړسي ژبی دی او په نامه پښتون دی. تاسې د ظاهرشاه او د محمدزیو د کورنی دوران ته وګورئ ټول واک یې غیرپښتنو او مخصوصا تاجکانو ته ورکړی وو او پښتانه هسي خوشحاله وو چې پاچاهي د دوی په لاس کې ده. پدې تکتیک سره کرزی غواړي ډیرتاجکان د زلمي رسول ملاتړ ته و هڅوي.

    دریم: حامدکرزي همدارنګه له شمال ټلوالې سره د زلمي رسول په برخه کې تفاهم کړیدی او هغوی ته يې پوره اطمینان ورکړیدی چې نه یوازې احمد ضیاء مسعود به د مارشال فهیم په څیر واکونه او صلاحیتونه لري، بلکه د شمال ټلوالې په ونډه کې به هیڅ کمبود نه راځي.

    دهمدې هدف لپاره حامد کرزي او ډاکټرعبدالله عبدالله یو له بل سره تفاهم کړیدی چې اصلي جبهه باید د ډاکټراشرف غني احمدزي په وړاندې پرانیستل شي. ډاکټرعبدالله حامد کزي ته اطمینان ورکړیدی چې که دویم پړاو ته لاره پیدا نکړي نو په دویم پړاو کې به د زلمي رسول ننګه او ملاتړ وکړي.

    که څه هم یو شمیر مطرح افغانان یوازې او یوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره د حامد کرزي او زلمي رسول په خدمت کې دي، خو باید پدې پوه شي چې د دوی خدمت، غوړه مالي او پښتنو ته په سپکه سترګه کتل به د هیواد لپاره د تیرو دوولسو کلونو تکرار او یوه نه جبرانیدونکې جفا وي. هرافغان چې ملي احساس ولري او په رښتیا غواړي چې د هیواد د نجات لپاره یو دخیر ګام واخلي، نو باید د حامد کرزي له توطیونه ځان خلاص کړي او دهیواد دغوره راتلونکي لپاره له ډاکټراشرف غني احمدزي سره ودریږي.
Working...
X