د عمر د زیاتېدو د مخنیوي هڅې
Monday, 10.03.2014, 10:53am (GMT)
له محور ورځپاڼې په منننې
په نیویارک کې د البرټ انشټین پوهنتون یوې څېړونکې ډلې ادعا کړې، چې د عمر د درولو او د زړېدو د مخنیوي راز یې کشف کړی او دوی توانېدلي چې د عمر د زیاتېدا مخنیوی وکړي.
څېړونکو ویلي چې د هیپوتالاموس په نوم یې د مغز هغه برخه کشف کړې، چې د انسان د عمر په زیاتېدا کې رول لري او د متابولېزم په تولید کې خاصه ونډه لري.
څېړونکو ویلي؛ داسې کیمیاوي مواد یې جوړ کړي چې؛ په هیپوتالاموس اغېز لري او د مغز دغه برخه ځای پر ځای دروي، څو د عمر د زیاتېدا مخنیوی وکړي. دا معلومات په (نېچر یا طبیعت مجله) کې خپاره شوي دي.
دوی د NF-kB مالیکولونو په واسطه په هیپوتالاموس خپله تجربه وازمویله او پدې ډول یې ادعا وکړه چې د عمر د زیاتېدا مخه نیولی شي، خو البته دا تجربه په موږک شوې ده.
د موږک د مغز په هیپوتالاموس ازمویل شوې تجربه مثبته ښودل شوې او څېړونکي دا مهال پدې لټه کې دي، چې د تجربې جزیات غښتلي کړي، څو په انسانانو یې هم عملي کړای شي.
په هيپوتالاموس د اضافه شویو مالیکولونو په ترڅ کې ولیدل شو، چې د موږک د عمر زیاتېدا ځای پرځای ودرېده.
د البرټ پوهنتون د ارواپوهنې استاد دانگشنگ چې ددې څېړنې مشري یې هم کړې ویلي: ((زموږ د څېړنو په ترڅ کې معلومه شوه چې د انسان د زړښت ټول پروګرام په مغز کې د هیپوتالاموس برخې له لوري تنظیمېږي. خو عجیبه موضوع داده چې په ـ موږک زموږ ترسره شوې څېړنه ـ ښیي چې کېدلای شي د عمر د زیاتېدا مخه ونیول شي.))
د عمر په زیاتېدا په انسان کې ځینې التهابونه حس کېږي، چې دغه التهابونه د ناروغۍ باعث کېږي او ناروغي د انسان په زړښت dawatتمامېږي