تازه سرليکونه
Thursday, March 06, 2014 12:12:35 PM

تازه خبرونه
عمرجامع دبيارغوني کارونه په بيړه روان دي
١٠١٠ تنې ښځينه پرسونل روزل کېږي .
ډيرژر به ددريم چمتوپه نوم عمليات پیل سي.
نوماندان باید دښارښکلاته پاملرنه وکړي .
د خواشينۍ پيغام .
ولایتي شوراته نوماندسیداحمدټاکنیزه غوڼډه
دكوكناروكركيله كې ۲۵سلنه زياتوالى راغلى.
امنیتي چارواکي دپراخو عملیاتو خبرورکوي.
کندهار: د تدارکاتي چارو دفترپرانستل کیږي
دولايتي شوراټاکنيزکمپاينونه پيل سوه
تازه سرليکونه
دکندهار ملی تلویزیون تصویری خبرونه
دنن خبره تصویری خپرونه
زیون تصویری خبرونه
دحضرت محمد (ص) ۲۰۰ احاديثودوهمه برخه :
ليکوال: کندهار څانګه: ديني برخه نېټه: December 26, 2013٥٠- خالص د الله تعالي لپاره حج کول (الحديث)
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: مَنْ حَجَّ لِلَّهِ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ رَجَعَ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ. متفق عليه
ژباړه: که چا (خالص) د الله لپاره (داسي) حج وکړي چي (په دې کي يې) جماع (يا بل فحش کار) ونه کړي او نه يې (کومه) ګناه وکړه، نو (د ګناهونو څخه به داسي پاک) راګرځي لکه نن چي د مور څخه پيدا سوي وي.
٥١- و عن انس (رض) قال قال رسول الله صل الله عليه وسلم من خرج في طلب العلم فهو في سبيل الله حتّي برجع رواه التّرمذي
د انس (رض) نه روايت دي چې رسول الله (ص) فرمايلي دي څوک چې د علم په طلب پسې ووزي نو دا شخص د الله (ج) په لاره کې دي تر هغه چې کورته راوګرځي.
٥٢- قيامت په ورځ د عزت تاج (الحديث)
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:کوم شخص چي قران کريم ووايي او پر هغه عمل وکړي نو د قيامت په ورځ به دده و مور او پلار ته داسي تاج ور پر سر کړل سي چي د هغه رڼا به د لمر تر رڼا لا هم ښه وي کوم چي د دنيا په کورو کي وي، نو چي (د مور او پلار لپاره يې) دومره ثواب دي نو خپله د عمل کونکي په اړه څه ګمان کوي (د هغه به څومره ثواب وي)؟ رواه ابوداؤد .
٥٣- زنان ناشکر :
َعنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ ص: «أُرِيتُ النَّارَ فَإِذَا أَكْثَرُ أَهْلِهَا النِّسَاءُ يَكْفُرْنَ». قِيلَ: أَيَكْفُرْنَ بِاللَّهِ؟ قَالَ: «يَكْفُرْنَ الْعَشِيرَ، وَيَكْفُرْنَ الإِحْسَانَ، لَوْ أَحْسَنْتَ إِلَى إِحْدَاهُنَّ الدَّهْرَ ثُمَّ رَأَتْ مِنْكَ شَيْئًا، قَالَتْ: مَا رَأَيْتُ مِنْكَ خَيْرًا قَطُّ». (بخارى)
ترجمه: از عبد الله ابن عباس رضي الله عنهما روايت است كه نبي اكرم ص فرمود: «دوزخ به من نشان داده شد، ديدم كه بيشتر اهل دوزخ، زنان هستند. زيرا ناسپاسي مي كنند». سؤال شد: آيا از خدا ناسپاسي مي كنند؟ رسول الله ص فرمود: «خير. از شوهرانشان ناسپاسي ميكنند». (يعني خدمت و محبت شوهران خود را ناديده مي گيرند). اگر تمام عمر به خانمت خدمت كني، ولي يك بار از شما، چيزي (خلاف ميلش) مشاهده كند، مي گويد: من هرگز از تو خيري نديده ام».
٥٤- -الطهور شطر الايمان . (مسلم) ژباړه :پاك صاف ګرځيدل نيمايي ايمان دي .
٥٥-غسل يوم الجمعة واجب على كل محتلم وان يستن وان يمس طيبا . (بخاري) ژباړه :دجُمعې په ورځ لامبل دهر ځوان لپاره اړين دي ,هغه ته ښايي چې غاښونه په مسواك پاك كړي او خوشبويي ولګوي .
٥٦- -الصلوة على وقتها (بخاري ) ژباړه :پخپل مهال لمونځ كول (الله تعالى ته ترټولو كارونو غوره دى )
٥٧- صل الصلوة لوقتها (مسلم) ژباړه : لمونځ په خپل وخت ادا كوه .
٥٨- الصلوة اذا اتت , والجنازة اذا حضرت ,والايم اذا حضرت لها كفوا . (ترمذي ) ژباړه : (پدې دريو كارونو كې هيڅكله ځنډ كول نه دي پكار ) لمونځ چې وخت يې راشي ,جنازه چې مخې ته موجوده وي , او دكونډې نكاح كله چې هغې ته خاوند پيداشي .
٥٩ -يعمل بنفسه فينفع نفسه ويتصدق (بخاري ) ژباړه : (په سړي باندې لازمه ده چې) چې دخپلو مټو په زور ځانته ګټه ورورسوي او صدقه وركړي .
٦٠ -ما اكل احد طعاما خيرا من ان يأكل من عمله وان النبي الله داود كان يأكل من عمل يده (بخاري )
ژباړه : څوك چې دخپلو مټو په زور كار كوي او خوراك برابروي او خوري يې نو تر هغه ښه خوراك نشته ,او دالله تعالى نبي حضرت داود عليه السلام به دخپل لاس ګټه خوړله .
٦٢- -من لبس الحرير في الدنيا لم يلبسه في الآخرة (بخاري ) ژباړه :څوك چې په نړۍ كې وريښم واغوندي نو هغه ته به دآخيرت په ورځ نه وراغوستل كيږي .
٦٣-البسوا ثياب البيض فانها اطهر واطيب (ترمذي) ژباړه :سپين كالي اغوندئ ځكه چې هغه خورا ښې او پاكې وي .
٦٤-من لبس شُهرة في الدنيا البسه الله ثوب مذلة يوم القيامة (ترمذي)
ژباړه :كه چا دشُهرت په بڼه كوم كالي واغوستل , نو دقيامت په ورځ به الله تعالى هغه ته دذلت او رُسوايي كالي وراغوندي .
٦٥- -اليد العليا خير من يدالسفلى ,اليد العليا هي المنفقة السفلى هي السائلة (بخاري)
ژباړه :پورتنى لاس تر لانديني لاس غوره وي ,پورتنى لاس خرڅ كوونكى او لاندينى لاس بسپنه غوښتونكى وي .
٦٧ -والذي نفسي بيده لان يأخذ احدكم احبله فيحتطب على ظهره خير له من ان يأتي رجلا فيسأله اعطاه او منعه (بخاري )
ژباړه : په هغه ذات لوړه دچا په واك كې چې زما روح ده كه يو سړى رسۍ واخلي او دلرګيو بار پخپله شا راوړي دا غوره دى تر هغه چا چې له بل نه بسپنه غواړي نو كه دهغه زړه وغواړي نو وركوي يي او كه يي ونه غواړي نو نه يي وركوي .
٦٨ - لا تسألواالناس شيئا (بخاري ) ژباړه :تاسې به له هيچا نه بسپنه نه غواړئ (دادبيعت يو شرط وو ) .
٦٩- -لا يمنع جار جاره ان يغرزخشبه في جداره (بخاري) ژباړه : هيڅ ګاونډي دې بل ګاونډي د ده په ديوال باندي دلرګي له ښودلو نه منع كوي .
٧٠ - مازال جبريل يوصيني باالجار حتى ظننت انه سيورثه (بخاري)
ژباړه :دګاونډي په هكله ماته جبرائيل دومره وينا وكړه چې آن ګمان مې وكړچې ګاونډي به زما وارث (ميراث خور) كړي .
٧١- والله لايؤمن والله لايؤمن قيل ومن يا رسول الله !قال الذي لايأمن جاره بوائقه (بخاري)
ژباړه : په خداي سوګند هغه سړى ايمان درلودونكى نه دى , په خداي لوړه هغه سړى ايمان درلودونكى نه دى ورڅخه وپوښتل شول چې څوك اى رسول الله ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : هغه څوك چې دهغه له ضررونو څخه دهغه ګاونډي بې غمه نه وي .
٧٢ -من كان يؤمن بالله واليوم الآخرفلا يؤذجاره (بخاري)
ژباړه :څوك چې په خداي او دآخيرت په ورځ ايمان لري نو هغه دې ګاونډي ته ربړ يا تكليف نه رسوي .
٧٣ -لا تحقرن جارة لجارتها ولو فرسن شاة (بخاري) ژباړه :هيڅ يوه ګاونډۍ ښځه دې خپلې بلې ګاونډۍ ته د وُزې دپښې په ډالۍ كولو كې نه شرميږي .
٧٤ -اذا طبخت مرقة فاكثر ماءها وتعاهد جيرانك (مسلم ) ژباړه :كله چې ته شوروا پخه كړې نو اوبه يې ډيرې كړه او دخپل ګاونډي خيال ساته .
٧٥ - يأتي على الناس زمان لايبالي المرء مااخذ منه ا من الحلال ام من الحرام (بخاري)
ژباړه :په خلكو باندې داسې زمانه هم راتلونكې ده چې سړى به هيڅ فكر نه كوي چې داشى ده ته له روا لاري لاس ته ورغلى كه له حرامې لاري .
٧٦ - ان الله طيب لايقبل الله الا الطيب ,وان الله امر المؤمنين بما امر به المرسلين فقال يايهاالرسل كلوا من الطيبات واعملوا صالحا وقال تعالى يايها الذين آمنوا كلوا من الطيبات ما رزقناكم ثم ذكر الرجل يطيل السفر اشعث اغبر يمد يديه الى السماءيا رب يا رب ومطعمه حرام و ملبسه حرام وغذي بالحرام فانى يستجاب لذلك (مسلم )
ژباړه :الله تعالى سپيڅلى دى اوسپيڅلتيا خوښوي ,الله تعالى مسلمانانو ته هم دهغه څه حكم كړى دكوم څه حكم چې يې رسولانو ته كړى وو ,الله تعالى فرمايلي : اى رسولانو پاك شيان خورئ او ښه عملونه كوئ ,او فرمايلي يې دي : اى مسلمانانو :هغه څه چې مونږ تاسې ته دركړي له هغوي نه حلال شيان خورئ ,له هغه وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم ديوه داسې چا ذكر وكړ چې لوي سفر كوي ,پريشان حاله وي ,په ګرد لړلي دواړه لاسونه داسمان لور ته پورته كوي او وايي اى پالونكي ! اى پالونكي ! ليكن دهغه خوراك ,څښاك ,لباس او غذا هرڅه حرام وي , نو دهغه دعا به خاوري قبوله شي ؟
٧٧ -من تصدق بعدل تمرة من كسب طيب ولا يقبل الله الاالطيب فان الله يتقبلها بيمينه ثم يربيها لصاحبها كما يربي احدكم فلوه حتى تكون مثل الجبل (بخاري)
ژباړه :څوك چې له حلالې ګټې ديوې خُرما په پرتله صدقه وركړي او الله تعالى خو حلال قبلوي , او خداي جل جلاله هغه صدقه پخپل ښي لاس قبلوي ,او دمال دڅښتن لپاره يې داسې پالي لكه له تاسې نه چې څوك سخوندر پالي تر دې چې (خداي جل جلاله دهغې صدقې اجر ) دغره برابركړي .
٧٨ -طلب كسب الحلال فريضة بعد الفريضة (شعب الايمان ) ژباړه : (له نورو ) فرايضو وروسته دحلال رزق لټه فرض ده
٧٩- -رباط يوم في سبيل الله خير من الدنيا وما عليها (بخاري)
ژباړه :دخداي جل جلاله په لاره كې يوه شپه پهره داري كول تر ټولې نړۍ او دهغې له ټولو سامانونو نه غوره دي .
٨٠ -ابني هذا سيدولعل الله ان يصلح به بين فئتين من المسلمين (بخاري)
ژباړه :زما دا ځوي (حسن رضي الله عنه ) سردار دى , ليرې نه ده چې لوي خداي د ده په لاس دمسلمانانو ددوو لويو غورډلو تر منځ سوله راولي .
٨١ -اماطة الاذى عن الطريق (بخاري)
ژباړه : (دايمان تر ټولو وړه درجه) له لارې نه دربړوونكو څيزونو لرې كول دي .
٨٢ -ادومه وان قل (بخاري) ژباړه : (دخداي جل جلاله ) په نزد هغه كار ترټولو ډير غوره دى چې لږ وي خو تل وي .
٨٣ -مه عليكم بما تطيقونفو الله لايمل الله حتى تملوا وكان احب الدين اليه ما داوم عليه صاحبه (بخاري)
ژباړه : پر تاسې اړينه ده چې له خپل ځواك سره سم كار وكړئ , په الله تعالى لوړه ده چې خداي جل جلاله نه ستړى كيږي( (داجر په وركولو كې) تر څو تاسې ستړي نه شئ .
٨٤ -قل آمنت با الله ثم استقم (مسلم ) ژباړه : ووايه چې ما په خداي ايمان راوړى او بيا (پخپله دې خبرې ) ټينګ اوسيږه .:
٨٥ - ماانا عليه واصحابي (حاكم) ژباړه: (جنتي ) هغه دى چې زما او زما دملګرو په لاره عمل كوي .
٨٦ - من فارق الجماعة شِبرا فقد خلع ربقة الاسلام من عنقه (ابوداود)
ژباړه : څوك چې ديوې لويشتې په پرتله له خپلي ټولۍ نه جلا شي نو ګواكې هغه له خپلې غاړې نه داسلام كړۍ لرې كړه .
٨٧ -انه سيكون هنات وهنات فمن اراد ان يفرق امر هذه الامة وهي جميع فاضربوه باالسيف كائنا من كان (مسلم)
ژباړه : ډير نژدې به شر او فساد جوړ شي نو كه څوك وغواړي چې پدې امت كې جلالوالى راولي حال دا چې امت سره يوځاي وي نو هغه ووژنئ كه هغه هر څوك وي .
٨٨ -ولا تحاسدوا . ژباړه : او پخپل منځ كې كينه مه سره كوئ .
٨٩ - دب اليكم داءالامم قبلكم الحسدوالبغضاء هي الحالقة لا اقول تحلقوا الشعر ولكن تحلقواالدين (ترمذي)
ژباړه : په تاسې كې به هغه ناروغي راشي كومه چې په پخوانيو خلكو كې وه , يعنې كينه او بغض ,دا خرييونكي ده , زه دا نه وايم چې هغه ويښتان خريي بلكه هغه دين له منځه وړي .
٩٠ -اياكم والحسد فان الحسد يأكل الحسنات كما تأكل النار الحطب (ابو داود) ژباړه : له كينې نه ډډه وكړئ ,ځكه چې كينه نيكي داسې خوري لكه اور چې لرګي خوري .
٩٢ -الكبائر الاشراك باالله وعقوق الوالدين (بخاري ) ژباړه :لويې لويې ګناوې دادي : له الله تعالى سره شريك نيول ,او دمور پلار نافرماني كول .
٩١ -ولا تعقن والديك وان امراك ان تخرج من اهلك ومالك (مسند احمد)
ژباړه :او دخپل مور پلار دامر سرغړونه مه كوئ كه څه هم هغه تاسې ته ووايي چې له خپل اهل او عيال او شتمنۍ نه لرې شه .
٩٢ - من احب ان يبسط له في رزقه وينسأله في اثره فليصل رحمه (بخاري) ژباړه : كه څوك دعمرزياتوالى اودرزق فراخي غواړي نو له خپلوانو سره دې ښيګڼې كوي .
٩٣ - لا تنزل الرحمة على قوم فيهم قاطع رحم (شعب الايمان ) ژباړه : په هغه قوم رحمت نه راښكته كيږي په چا كې چې خپلوي پريښودونكى موجودوي .
٩٤ -لا يدخل الجنة منان ولاعاق ولامدمن خمر (نسائي) ژباړه : احسان باروونكى ,او دمور پلار نافرماني كوونكى , او شراب څښونكى دا درې واړه به جنت ته نه ځي .
٩٥- نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: تَرَى الْمُؤْمِنِينَ فِي تَرَاحُمِهِمْ وَتَوَادِّهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ كَمَثَلِ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى عُضْوًا تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ جَسَدِهِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى. رواه البخاري
ژباړه: ته به مؤمنان په خپل منځ کي په رحم کولو او محبت کولو او مهرباني کولو کي داسي ووينې لکه يو بدن چي وي، کله چي يې يو غړي په تکليف سي نو ټول بدن په بد خوابۍ، بې تابۍ او تبه مبتلاء کيږي.
٩٦- رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: مَا أَكْرَمَ شَابٌّ شَيْخًا لِسِنِّهِ إِلاَّ قَيَّضَ اللَّهُ لَهُ مَنْ يُكْرِمُهُ عِنْدَ سِنِّهِ. رواه الترمذي
ژباړه: کوم ځوان چي د يوه سپين ږيري عزت د هغه د عمر په خاطر وکړي نو الله دده د سپين ږير توب په وخت کي داسي څوک مقرر کوي چي دده عزت وکړي.
٩٧- رسول الله صلي الله عليه وسلم د عبدالقيس د قوم سردار ته وفرمايل:
إِنَّ فِيكَ لَخَصْلَتَيْنِ يُحِبُّهُمَا اللَّهُ الْحِلْمُ وَالأَنَاةُ.
رواه مسلم
ژباړه: په تاسو کي دوې داسي خبري دي چي الله تعالي يې خوښوي: (۱) حلم، زغم يا بردباري او (۲) تر غور او فکر وروسته کار کول.
٩٨- حضرت ابوبکر صديق (رض) روايت کوي چي رسول الله (ص)فرمايلي دي :کله چي دوه کسان خپلي توري را وباسي او يو دبل مقابلي ته ودرېږي نو دوي دواړه به په اور کښي وي ماورڅخه وپوښتل يا رسو الله (ص)د قاتل دوزخي کيدل خو فهمول کيږي مګر مقتول به ولي دوزخي وي نبي کريم( ص)وفرمايل د دي لپاره چي هغه هم د خپل مسلمان ورور حريص (د وژلو اراده درلوده )
رواه مسلم او بخاري
٩٩- د جهنم پر اور حرام سوي مخ (الحديث)
مهربانه نبي صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: مَا مِنْ عَبْدٍ مُؤْمِنٍ يَخْرُجُ مِنْ عَيْنَيْهِ دُمُوعٌ ، وَإِنْ كَانَ مِثْلَ رَأْسِ الذُّبَابِ ، مِنْ خَشْيَةِ اللهِ ، ثُمَّ تُصِيبُ شَيْئًا مِنْ حُرِّ وَجْهِهِ ، إِلاَّ حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ. رواه ابن ماجه
ژباړه: د کوم مؤمن تر سترګو چي د الله د بيري څخه څه اوښکي وبهيږي که څه هم (په مقدار کي دومره کمي وي لکه) د مچ د سر برابر ، بيا هغه اوښکي دده پر مخ وبهيږي نو الله تعالي دا مخ د جهنم پر اور حراموي.
Thursday, March 06, 2014 12:12:35 PM

تازه خبرونه
عمرجامع دبيارغوني کارونه په بيړه روان دي
١٠١٠ تنې ښځينه پرسونل روزل کېږي .
ډيرژر به ددريم چمتوپه نوم عمليات پیل سي.
نوماندان باید دښارښکلاته پاملرنه وکړي .
د خواشينۍ پيغام .
ولایتي شوراته نوماندسیداحمدټاکنیزه غوڼډه
دكوكناروكركيله كې ۲۵سلنه زياتوالى راغلى.
امنیتي چارواکي دپراخو عملیاتو خبرورکوي.
کندهار: د تدارکاتي چارو دفترپرانستل کیږي
دولايتي شوراټاکنيزکمپاينونه پيل سوه تازه سرليکونه