دحضرت محمد (ص) دوه سوه احاديث
راټولوونکى : الحاج رحمت الله رحمت
بسم الله الرحمن الرحيم
حضرت محمد (صلي الله عليه وسلم)د کائناتو د سردار ، د انسانيت د محسن او د بشريت لارښود د حضرت محمد (صلي الله عليه وسلم) د پلار نوم عبدالله او د مور بي بي نوم يې امنه وه، پلار يې دده تر زيږدنې (زوکړي) د مخه وفات شي و . دده نوم دده مبارک نيکه عبدامطلب له خوا (محمد) کيښود شو . له پيدايښت نه تر وفات پورې دده سپيڅلي ژوند په هر اړخيزه توګه يو روڼ څراغ، ځلانده لمر او زړه راښکونکي تصوير دي.
سپڅلتيا او رښتينوالي ، امانت او ثبات ، زړه سوئ او مهرباني ، بخښنه او قناعت ، سر ښندنه او ځان تيريدنه ، شکر او احسان ، صبر او زغم زړه ورتوب او ميړانه دده د ژوند داسي وياړمني او سوبمني بيلګي دي چې ټوله نړۍ ورته هک پک او ګوته په غاښ پاتي شوي .
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي : څوك چي زما څلويښت داسې حديثونه ياد كړي چې دهغه په ديني چارو كې په كارراشي نو هغه به عالم ګڼل كيږي , له شهيدانو سره به راپورته كيږي ,دقيامت په ورځ به زه پخپله دهغه دايماندارۍ شاهد يم ,او دهغه سفارش به كوم اوورته ويل كيږي به چې دجنت له كومې دروازې وغواړي نو جنت ته تلاي شې . ) خداي پاک ج دي موږ ټولو ته توفيق راکړي چي عمل پر وکړو:سپڅلتيا او رښتينوالي ، امانت او ثبات ، زړه سوئ او مهرباني ، بخښنه او قناعت ، سر ښندنه او ځان تيريدنه ، شکر او احسان ، صبر او زغم زړه ورتوب او ميړانه دده د ژوند داسي وياړمني او سوبمني بيلګي دي چې ټوله نړۍ ورته هک پک او ګوته په غاښ پاتي شوي .
١- ىابن عمر رضي الله عنهما وايي: يو ځل موږ له پيغمبر عليه السلام سره لمونځ کاوه چې په دې کې د خلکو له مينځه يو سړي دا توري ولوستل: (اللهُ اَكْبَرُ كَبٍيْراً وَالْحَمْدُ لِلّهِ كَثِيْراً وَسُبْحَانَ اللهِ بُكْرَةً وَّأَصِيْلاً)
و پيغمبر عليه السلام وپوښتل چې:دغه دغه ټکي چا ولوستل؟
د خلکو له ډلې څخه يو سړي وويل: د الله پيغمبره! ما ولوستل. پيغمبر عليه السلام وويل: زه ورته هيښ پاتې شوم او په تعجب کې شوم چې د اسمان دروازې ورته پرانستل شوې.
ابن عمر رضي الله عنه وايي: له کله نه مې چې د پيغمبر عليه السلام څخه دا خبره اورېدلې لوستل مې يې هيڅکله نه دي پرې ايښي.
دا حديث ترمذي روايت کړي دي .
٢- حديث شريف!
وعَنْ أَبَي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [مَنْ أَطَاعَنِي فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ وَمَنْ عَصَانِي فَقَدْ عَصَى اللَّهَ]رواه البخاري ومسلم. وعَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ كُلُّ أُمَّتِي يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ إِلَّا مَنْ أَبَى] قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَنْ يَأْبَى قَالَ: [مَنْ أَطَاعَنِي دَخَلَ الْجَنَّةَ وَمَنْ عَصَانِي فَقَدْ أَبَى] رواه البخاري.
ژباړه: له حضرت ابوهريره څخه روايت دۍ چي رسول عليه السلام فرمايلي دي،هرچاچي فرمانبرداري وکړه زما،او زماخبره يې ومنله نوپه تحقيق سره فرمانبرداري يې وکړه دالله پاک اوهرچاچي نافرماني وکړه زما نو په تحقيق سره نافرماني وکړه ده دالله پاک،،
.................................................. ................................
اَللّهُمَّ صَلِّ عَلَى سَيـّدنَا وَ مَولانا مُحمَّدْ وَ عَلَى آل سَيـّدنَا وَ مَولانا مُحمَّدْ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى سَيـّدنَا إِبْرَاهِيمَ وَ عَلَى آل سَيـّدنَا إِبْرَاهِيمَ فِي الْعَالَمِينَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد .
٣- نيکو کارونو ته دعوت
د خوږ نبي الکريم ص حديث مبارک دي چې فرمايلي يې دي:
ژباړه: هغه څو ک چې خلک د نيکو کارونو ترسره کولو ته رابولي، خداي ج به د همغه نيک کار د ترسره کوونکي هومره اجر او ثواب ورکړي. مسلم شريف
٤- له عبدالرحمن بن سمرة څخه روايت دي چي حضرت رسول الله (ص) ماته وويل: يا عبدالرحمانه آمريت (رسمي دولتي دنده) مه غواړه، ځکه که تاته آمريت د (تا) د غوښتني له وجې درکړي شي، د پاک خداي (ج) له خوا به مرسته درسره ونه شي، او که بې غوښتنې درکړي شي نو د پاک خداي (ج) مرسته به درسره ملګرې وي.
٥- څوک چې پر کوچنيانو شفقت ونه لري او د لويانو درناوي ونه کړې هغه زمونږ د ډلې څخه نه دي.
(مسلم، بخاري)
٦- د خپل مسلمان ورور مرسته وکړئ ، ظالم وي او که مظلوم، د مظلوم مرسته دا ده چې د ظالم له ظلمه وژغورل شې او د ظالم مرسته دا ده چې له ظلم څخه منع کړاي شې.
(ابن ماجه او مشکوه)
٧- له ميلمه سره د الله پاماني پر وخت تر دروازي پوري تلل سنت دي.
(بخاري او مسلم)
٨- حضرت عمر(رض) فرمايلي:هغه پوه عالم غوره دي،چي خپله خبره په دليل ثابتوي اودليل يي قران شريف اوحديث وي.
٩- دحضرت ابوهريره (رض)څخه روايت دي چي نبي کريم(ص وفرمايل:دپيغلو انجونو سره دنکاح په معامله کي اجازت واخلئ(که دپوښتني کولوڅخه وروسته)که چپ خوله پاتي شوه نوددي دلوري څخه داجازت وركول ګڼل كيږي اوکه انکار يي وکړ نوپه هغي باندي جبرکول پکار ندي. (ترمذي (
١٠- دحضرت جابر رض څخه روايت دي چي نبي کريم ص وفرمايل:څوك چي ديوناروغ پوښتنه کوي،هغه درحمت په درياب کي داخليږي، تردي چي کښېني، کله چي دناروغ سره کښېناست نودرحمت په درياب کي ډوب شي. مالک،احمد
١١- حضرت انس رض څخه روايت دى چي نبي کريم ص وفرمايل :
معراج کښي زه الله تعالى پورته بوتلم هلته ما داسي خلګ وليدل چي د هغوى نوکونه د مسو وه په دې نوکانو سره به يې خپل مخونه او سينې ګرولې (ويني کولې) ،د جبرايل (ع) نه مي وپوښتل چي دا څوک دي ؟ هغه راته وويل دا هغه کسان دي چي د خلګو غوښي خوري (غيبت کوي او د هغوى عزت اخستلو پسي ګرځي!!! ابوداود
١٢- دحضرت ابن مسعود (رض)څخه روايت دي چي نبي کريم(ص) وفرمايل:ښځه په پرده کي داوسيدلو شي دي کله چي هغه دباندي را وځي نوشيطان ورپسي شي(يعني د خلکوپه نظرکي يي راولي).(ترمذي)
١٣- له حضرت ابوهريره (رض)څخه روايت دي چي نبي اکرم(ص) فرمايلي دي:ايمان مو تازه کړي،چا وپوښتل اي دالله(ج) رسوله!څرنګه ايمان تازه کړو؟نبي کريم(ص)وفرمايل:د لااله الا الله کليمه ډيروايئ. مسنداحمد
١٤- له حضرت ابوهريره (رض)څخه روايت دي چي نبي کريم )ص(فرمايلي دي:له خپلو کورونو څخه هديري مه جوړوئ، ځکه چي په کوم کور کي سورت بقره لوستل کيږي له هغي کورڅخه شيطان تيښته کوي.
١٥- له حضرت عايشي (رض)څخه روايت دي چي رسول الله)ص(فرمايلي دي:مسواک دخولي دپاکولو يوه آله ده اودالله)ج(درضا اوخوښي لامل دي.)بخاري (
١٦- دحضرت ابن مسعود (رض)څخه روايت دي چي نبي کريم)ص( وفرمايل:دقيامت په ورځ به په خلکو کي ترټلو ماته نژدي هغه څوك وي چي پرمايي زيات درود ويلي وي. (ترمذي (
١٧- دحضرت عماره بن رويبه)رض(څخه روايت دي چي مادنبي کريم(ص)واوريدل: هغه مسلمان به هيڅكله په اورکي داخل نه شي چي دلمرختلو اولويدلو څخه مخکي لمونځ کوي يعني دسهار اومازديګر لمونځ.)متفق عليه(
١٨- حضرت عبدالله بن عمر)رض(څخه روايت دي:چي رسول الله)ص(د يوتن انصاري سړي خوا ته تيرشو چي هغه خپل ورور ته نصيحت کاوه چي دومره حياء ولي کوي؟رسول الله)ص( هغه ته وويل هغه په خپل حال پريږده ځکه حياء دايمان يو برخه ده.)بخاري(
١٩- رسول الله ص فرمايلي دي! آيا زه تاسو له هغه شي څخه خبر نکړم چي ما ته ېې د دجال څخه هم ستاسو د بربادي نه زياته ويره ده ؟ ويفرمايل : هغه خفي شرک دي . مثلا يو کس لمونځ کوي او خپل لمونځ دې لپاره اوږدوي چې خلک ما وويني. (يعني ريا کوي او ريا شرک دي که څوک د خلکو لپاره يو ښه عمل کوي او د الله راضاي مقصد نه وي هغه شرک وکوي او شرک داسي ګناه ده چې الله تعالي يې نه بښي
ابن ماجه
٢٠- له حضرت ابوهريره) رض( څخه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: تاسو پوهيږئ چې غيبت څه شي دي؟
صحابۀ کرامو وفرمايل: الله او د هغه رسول ښه پوهيږي، حضرت ويې فرمايل: غيبت دې ته وايې چي تاسو د خپل مسلمان ورور په داسي ډول يادونه وکړئ چي هغه پرې خفه کيږي صحابۀ کرامو وفرمايل: که هغه خبره په هغه کي وي. نو حضرت بيا ويې فرمايل:که په هغه کي هغه خبره موجوده وي چي تاسوئې کوئ نوداغيبت شو؛ او که په هغه کي هغه شي موجود نه وي، کوم چي ته وايي، نو پرهغه دي بهتان ولگوي چي ترغيبت نه هم لويه ګناه د ) صحيح مسلم (
Bottom of Form 1
له حضرت ابوامامة )رض(څخه روايت دي چي له نبي کريم)ص( څخه مي اوريدلي دي چي فرمايل به يي: قران کريم لولي ځکه چي قران کريم به دخپلو لوستونکيو لپاره دقيامت په ورځ سپارښت کوي ) مسلم(
Top of Form 1
Bottom of Form 1
له حضرت انس بن مالک)رض(څخه روايت دي چي نبي کريم)ص(فرمايلي دي:يوځوان چي دمشرۍله امله ديوه سپين ږيري يامشر عزت وکړي نو دهغه دسپين ږيريتوب په وخت کي به الله(ج) داسي څوک وګوماري چي ددي عزت او درناوي وکړي)ترمذي (
٢٢- دحضرت ابوهريره )رض(څخه روايت دي چي نبي کريم)رض( وفرمايل:دجنازي په وړلو کي تلوار کوي،ځکه که هغه دنيك سړي جنازه وي نوهغه دنيکي طرفته ژر رسول پكاردي اوکه هغه دبدکاره جنازه وي،نوهغه دخپلوغاړو څخه ژرکته کړي.)متفق عليه (
٢٣- دحضرت ابومرثد الغنوي(رض)څخه روايت دي چي نبي کريم)ص(وفرمايل: پرقبرونو مه کښينئ اومه دقبرو په لور لمونځ کوي. ) مسلم (
٢٤- له حضرت ابن عباس )رض(څخه روايت دي هغه وايي چي نبي کريم)ص(پرهغو نارينه وو چي له ښځو سره ځان مشابه کوي او پرهغو ښځو چي له نارينه ووسره ځان مشابه کوي لعنت ويلي دي.)بخاري(
٢٥- دحضرت عباس بن عبدالمطلب)رض(څخه روايت دي چي له نبي کريم(ص)څخه مي واوريدل چي فرمايل به يي:هغه چاد ايمان خوند او مزه وڅکله چي هغه په دي خوښ او راضي شو،چي الله)ج(دهغه رب،اسلام يي دين او محمد)ص( يي رسول دي.)مسلم(
٢٦- دحضرت طلق علي الحنفي(رض)څخه روايت دي چي نبي اکرم)ص(وفرمايل: الله)ج(دهغه بنده لمانځه ته نګوري چي دخپل لمانځه په رکوع اوسجده کي خپله ملا نه سيده کوي.(احمد
٢٧- له حضرت عبدالله بن عمر(رض)څخه روايت دي چي نبي اکرم(ص)له دواړو اوږو څخه ونيولم او راته يي وفرمايل:په دنياکي داسي ژوند تيرکړه لکه يوغريب، مسافر اولاروي )بخاري (
٢٨- له حضرت ابوموسي اشعري)رض(څخه روايت دي،چي نبي کريم)ص(فرمايي: وريښميني جامي اوسره زر زما د امت ښځينه وته حلال کړي شوي دي اوپه نارينه وباندي حرام دي.)نسائي (
٢٩- له حضرت نعمان بن بشير)رض(څخه روايت دي چي نبي کريم)ص(فرمايلي دي:اي دي دالله)ج(بندګانو!په لمانځه کي خپل صفونه سم او برابر کړي،که نه الله(ج)به مومخونه بدل كړي.)مسلم (
٣٠- دحضرت ابن مسعود )رض(څخه روايت دي چي نبي کريم)ص( وفرمايل:دقيامت په ورځ به په خلکو کي ترټلو ماته نژدي هغه څوك وي چي پرمايي زيات درود ويلي وي )ترمذي (
٣١- بېله حسابه او عذابه جنت ته تلل
د رحمت نبي صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: زما سره زما رب وعده کړې ده چي زما د امت څخه به اويا زره (۷۰،۰۰۰) کسان و جنت داسي داخلوي چي نه د هغو سره حساب کيږي او نه به عذاب ورکول کيږي او د هرو زرو سره به او يا زره نور کسان وي او زما د رب د لپو څخه به درې لپي (کسان وي چي و جنت ته به بېله حسابه او بېله عذابه داخليږي). رواه احمد و ترمذي و ابن ماجه
٣٢- سبحان الله سبحان الله
جنت او دوزخ به خپله دعا درته کوي
رسول اکرم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: که څوک د الله تعالي څخه درې ځله د جنت غوښتنه وکړي نو جنت وايي: يا الله! دغه نفر جنت ته داخل کړه او څوک چي د جهنم څخه درې ځله د ځان ساتني غوښتنه وکړي نو بيا د جهنم اور وايې: يا الله! دغه نفر د جهنم د اور څخه وساته. رواه ترمذي و نسايي .
٣٣- يوازې د الله تعالي په نوم قسم ( سوګند ) کول روا دي.
٣٤- : له عبد الله زوي د عمر رضي الله عنهما څخه روايت دي چې بېشکه رسول الله صلي الله عيله وسلم فرمايلي دي: بېشکه الله تعالي تاسې پر خپلو پلرونو د قسم کولو نه منع کوي، څوک چې قسم کوي يوازې په الله تعالي دې وکړي او يا دې چپ شي.
( متفق عليه کما في اللؤلؤ و المرجان) ( ۱۰۶۷ )
٣٥- په حديث کې د الله تعالي د نوم نه پرته په بل هرڅه باندې د قسم کولو نه منع ده او راز په دې کې دادي چې په يو څه باندې قسم کول د هغه د تعظيم او لويوالي غوښتنه کوي، او دا يواځې د الله تعالي صفت دي ، بيا د ټولو علماوؤ په دې اتفاق دي چې قسم د الله په ذات ، د هغه په نومونو او د هغه په ټولو سپيڅلو صفاتو سره روا دي !!
٣٦- رسول الله. فرمايي: درې دعاوي بېله شکه قبولي او مستجابي دي،
د مظلوم دعاء، د مسافر دعاء، او هغه دعاء چي مور او پلار يې خپل اولاد ته کوي. اخرجه ابو داؤد، والترمذي، و ابن ماجه. البته د دعاء د قبلېدلو شرط حلاله نفقه ده.
رسول الله. فرمايي: خاله د مور په درجه کي ده. يعني: کم ښه اخلاق، عزت او احترام، نېکي او احسان چي د مور سره کيږي د خاله سره بايد وسي.
٣٧- رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: هغه شخص چي پرالله (ج) او د قيامت پر ورځ ايمان لري نو هغه شخص ته پکار دي چي معقولي او ښي خبري وکړي که نه نو چپ او خاموش دي وي سنن ابن ماجه ۳۹۷۱ جلد
٣٨- نبي اکرم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:
کوم څوک چي جنګ (جنجال) پريږدي او په داسي حال کي چي دي پر حق وي نو دده لپاره د جنت په منځ کي تعمير جوړيږي
(يعني څوک چي د جنګ او جنجال د مخنيوي په خاطر تر خپل حق تير سي نو دده لپاره د جنت په منځ کي وداني ده).رواه الترمذي(
٣٩- حضرت ابوذر رضى الله عنه وايي چې : يو وارې پيغمبر صلى الله عليه وسلم د مني په موسم كې د باندې راووت ، پاڼې له ونو ريژېدلې وې، بيايې ديوې ونې دوه څانګې ونيولې او ويې څنډلې چې په څنډلو سره يې پاڼې ورېژېدې، ابوذر رضى الله عنه وايي پيغمبر صلى الله عليه وسلم ماته وويل: ابوذره! ما ورته وويل: حاضر يم دخداى رسوله! بيا پيغمبر صلى الله عليه وسلم وويل: كله چې يومسلمان يواځې دخداى د رضا له پاره لمونځ كوي نوګناوې يې ددې پاڼو په څېر رژيږي .
شننه : لکه څرنګه چې دلمروړانګې دمني دموسم بادونه دونوپاڼې وچې کړي اودهواډېرې کمزورې څپې هم يې هم له ونې لاندې راغورځوي دغه څېرکله چې دمسلمان دالله پاک لورته فکرواوړي اوټول کړه وړه يې دهغه دخوښي لپاره وګرځي په بدل کې يې دالله پاک درحمت څپې يې ګناوې دمنې دبادونوپه څېرريژوي اوله ګناوويې پاک کړي . معارف الحديث دوهم ټوک ١١٠مخ
٤٠- حضرت ابن عباس رضي الله عنه فرمايي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم د قبرو پر زيارت کونکو ښځو او پر قبرو باندي مسجد جوړونکو او پر قبرو باندي د څراغ لګونکو لعنت ويلي دي.رواه ابوداؤد و الترمذي و النسائي (ښځه کمزورې ده، صبر نه لري او ژر متاثره کيږي، غير شرعي کارونه هلته کوي نو ځکه لعنت پر ويل سوي دي البته يوازي د سپين سرو لپاره اجازت دي که چيري دا کارونه نه کوي او فتنه نه وي ).
٤١- له حضرت ابوهريره (رض) څخه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: تاسو پوهيږئ چې غيبت څه شي دي؟
صحابۀ کرامو وفرمايل: الله او د هغه رسول ښه پوهيږي، حضرت ويې فرمايل: غيبت دې ته وايې چي تاسو د خپل مسلمان ورور په داسي ډول يادونه وکړئ چي هغه پرې خفه کيږي صحابۀ کرامو وفرمايل: که هغه خبره په هغه کي وي. نو حضرت بيا ويې فرمايل:که په هغه کي هغه خبره موجوده وي چي تاسوئې کوئ نوداغيبت شو؛ او که په هغه کي هغه شي موجود نه وي، کوم چي ته وايي، نو پرهغه دي بهتان ولگوي چي ترغيبت نه هم لويه ګناه ده. (صحيح مسلم)
٤٢- د أنس بن مالک رضي الله عنه نه روايت دي چي نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:
(( په تاسو کي هيڅ يو تن مسلمان نشي جوړيدلي تر هغه چي پوري خپل ځان لپاره څه خوښوي چي بل لپاره يي خوښ نه کړي )) امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله روايت کړي دي
٤٣- حضرت ابوهريره(رض) فرمايي: ماته زما دوست رسول الله (ص) د دريو خبرو وصيت وفرمايه
(۱) هره مياشت درې روژي نيسه .
(۲) د څاښت دوه رکعته لمونځ کوه .
(۳) تر خوب کولو مخکي وتر کوه .
(مشکوة المصابيح : ۱۱۱، د بخاري او مسلم په حواله )
٤٤- عَنْ جابِر (رض) عَنِ النبي (ص) قَالَ اَفْضَلُ الذِّکْرِ لَااِلَهَ اِلَّا اللهُ واَفْضَلُ الدُّعَآءِ اَلْحَمْدُ لِلهِ.(كذا في المشکواه و بروايه الترمذي)
ترجمه:جابر (رض) له پيغمبر (ص) څخه رواي کړي چي وايي: په ټولو ذکرونو کي بهتر لا اله الا الله دي او په ټولو دعا ګانو کي بهتره الحمدالله دي .
٤٥- نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: مَنْ رَدَّ عَنْ عِرْضِ أَخِيهِ رَدَّ اللَّهُ عَنْ وَجْهِهِ النَّارَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ. ترمذي، جمع الفوائد
ژباړه: کوم شخص چي د خپل ورور د عزت دفاع وکړي الله به د قيامت په ورځ دده د مخ څخه اور ليري وساتي .
٤٦- انس بن مالك رض الله عنه نه روايت دي وايي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي : (چا چه دسهار لمونځ په جماعت سره وكو بيا كينا ستو أو دلمرختو پوري يي الله جل جلاله ياد كړو بيايي دوه ركعته لمونځ وكړو نو ديوه حج او عمري په اندازه يي پوره پوره. اجر كيږي ( ترمذي).
٤٧- افضل الانبياء صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: لَنْ يُفْلِحَ قَوْمٌ وَلَّوْا أَمْرَهُمُ امْرَأَةً. بخاري، ترمذي، نسائي
ژباړه: هغه قوم هيڅکله نه سي کاميابه کېدلاي چي هغوي خپل حکومت ښځي ته وسپاري.
٤٨- ستاسو د هلاکت ذريعه (الحديث)
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: فَوَاللَّهِ لاَ الْفَقْرَ أَخْشَى عَلَيْكُمْ وَلَكِنْ أَخْشَى عَلَيْكُمْ أَنْ تُبْسَطَ عَلَيْكُمُ الدُّنْيَا كَمَا بُسِطَتْ عَلَى مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ فَتَنَافَسُوهَا كَمَا تَنَافَسُوهَا وَتُهْلِكَكُمْ كَمَا أَهْلَكَتْهُمْ. متفق عليه
ژباړه: په الله قسم! زه ستاسو پر فقر نه بيرېږم مګر زه ددې څخه بېرېږم چي پر تاسو به د دنيا (ساز او سامان داسي) فراخ کړل شي لکه چي ستاسو څخه پر مخ خلګو پراخ کړل شوي وه، نو بيا به تاسو حرص وکړي لکه مخکي خلګو چي حرص پکښي کړي وو او هغه به تاسو داسي هلاک کړي لکه هغوي چي يې هلاک کړي وه.
٤٩- رسـول الله صلي الله عليه وسلم فرمائيلي دستاسو بهترينه ورځ هغه دجمعي ورځ ده په دي کي حضرت آدم ع پيدا شوي دي او په دي کي وفات شوي دي اوپه دي کي به اوله شپيلي داسرافيل ع وي او دويمه به هم وي په دي ورځ په ما باندي زيات درود وايي ځکه په دي ورځ دستاسو درود ماته پيش کيږي صحابو رض اوفرمايل يارسول الله صلي الله عليه وسلم زمونږ درود به تاته څنګه پيش کيږي ته خوبه خاوري شوي يي؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم اوفرمائيل بيشکه الله تعالي دانبياو وجودونه دخاوري کيدلونه په زمکه حرام کړيدي (نه خاوري کيږي) په يوبل روايت کي راغلي دي يارسـول الله صلي الله عليه وسلم ته به مونږ ته څنګه دسلام جواب راکړي حال داچه ته به خاوري شوي يي؟ رسـوالله صلي الله عليه وسلم اوفرمائيل الله تعالي په زمکه دا حرام کړي دي چه زمکه دي دانبياو وجودونه خاوري کړي او هر څوک چه په ماباندي سلام راوليږي الله تعالي يي راته رارسوي تردي چه زه هم په هغه دسلام جواب ورکړم.
(تنبيه الغافلين)ص۲۲۲ نبوي ارشادات
