Announcement

Collapse
No announcement yet.

امریکا د افغانستان د جګړې لپاره خپله بودج 

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • امریکا د افغانستان د جګړې لپاره خپله بودج 

    http://www.taand.comخبرونهامریکا د افغانستان د جګړې لپاره خپله بودجه اعلان کړه
    امریکا د افغانستان د جګړې لپاره خپله بودجه اعلان کړه






    تاند- پینتاګون په ۲۰۱۵ میلادي کال کې چې اکثره امریکايي پوځیان به له افغانستانه وتلي وي، د دغه هیواد د جګړې لپاره ۷۹ اعشاریه ۴ ملیارد ډالره بودجه غوښتې ده.

    دا تر اوسنۍ بودجې څه باندې شپږ ملیارد ډالره لږه ده.
    امریکايي چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې له هیواده بهر بلوا ضد بودجه د پینتاګون له اصلي بودجې بېله ده او دا بودجه په افغانستان او نورو سیمو کې پر تروریستي ضد عملیاتو لګول کېږي.


    د اوباما له واک ته رسېدو وروسته د ده مرستیال او نورو چارواکو ویلي و چې د جګړې لګښتونه به بېرته پینتاګون ته راوګرځوي.

    خو د امریکا د دفاع وزارت په بودجه کې، چې د سې شنبې په ورځ اعلان شوه، د ۲۰۱۵ کال لپاره جنګي بودجه تقریباً هماغه اندازه په پام کې نیول شوې چې اوس ده.

    سږکال له امریکا دباندې د دغه هیواد دفاعي بودجه (۸۵) اعشاریه (۲) ملیارد ډالره ده.

    حاضردمه په افغانستان کې ۳۳ زره اووه سوه امریکايی پوځیان مېشت دي او یو شمېر به یې د سږ کال تر دسمبره پوري بېرته امریکا ته لاړ شي.

    د اوباما حکومت هیله لري چې لږ شمېر پوځیان په افغانستان کې پرېږدي. اوباما نه غواړي چې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو شمېر تر ۱۰ زرو زیات وي.
Working...
X