Announcement

Collapse
No announcement yet.

د ښځو نریواله ورځ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د ښځو نریواله ورځ

    څنګه چې تاسي خبر یاست د ښځو نړیواله ورځ به د مارچ په اتمه لمانځل کیږي موږ هم ددي موقع نه په استفاده سره دغه ورځ د نړۍ ټولو ښځو ته او خاصتآ د افغانستان زړورو ښځو ته مبارکې وایو. دغه ورځ په داسی یوه وخت کې لمانځل کیږي چې دافغانستان دولت ښځې په لوړو منصبونو لکه وزیر ، والي ، او آمر په دندوګمارلي. دغه مثبتې نښه نښانې د ښځو پرمختګ په افغان ټولنه کې هغه مهال ښایې چې نارینه د ډیر واک او حاکمیت خاوندان دي.
    که څه هم په افغانستان کې ډیر پرمختګونه شوي خو بیا هم د میرمنو پر وړاندي تبعیض او پرحقونو یې تیری کیږي. په کور کې تاوتریخوالې ، اجباری ودونه ، عدلی او قضایی ارګانونو ته د حق نه درلود د میرمنو له ستونزو شمیرل کیږي.
    تاسی د افغان ښځو ونډه او پرمختګ په حکومتی او خصوصی څانګو کې څنګه ارزیابی کوي؟
    په درنښت
    حشمت
    دامریکا متحده ایالاتودمرکزي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم
Working...
X