Announcement

Collapse
No announcement yet.

زما پرې هسې نوم بدنام دی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • زما پرې هسې نوم بدنام دی

    د پښتو دا لنډۍ له پرونه راهیسې بار بار زما د ذهن پر هینداره را پورته کیږي او زما د زړه تارونه ورسره په یوه ویرجن شهباز د هغو ساندو غږ پورته کوي چې د پښتون انسان د خپلو خواخوږو د سپکولو او بې ابه کولو په غمیزه کې د تاریخ په حافظه کې ثبت کړې ده.
    زما پرې هسې نوم بدنام دی
    د نجلۍ سرې شونډې انار خوړلې دینه
    له ځان سره لګیا یم چې قانع ګله ، رباني درته سپین چکونه درکول خو ستا شعور هغه د پښتون وطن د مفاد په ترازو کې د ویښته په وزن سپک وګڼلو او لوږه دې د وطن د ننګ په لاره کې د خپل تعهد د اصالت پر ریاضت بدله کړه.
    احمدشاه مسعود په درجنو لیکونه درته ولیکل خو اهمیت دې ورنه کړ
    او د پیښور په نیو رمپوره ګیټ کې دې جوالیتوب د خپلو بچو د روزۍ په سوړه بدل کړ.
    د پاکستان د مقاماتو رحم او کرم دې ونه منلو خلکو د حیات اباد او فقیراباد په بنګلو کې د تعیش او عیاشۍ هغه لوبې وکړې چې د بنګال او پنجاب د زروارو او زور دارو په نصیب هم نه وې، خو ستا د وجود وینه نیمایي لوږو وزبیښله او نیما یې د پښتنو ناتمامه غم نوش جان کړه ، خلکو لندن او اروپا ته کډې بار کړې، خو تا کندهار او زابل ته بارکړه
    د طالب کیبل دې پښتۍ ماتې کړې قلمونه او کتابونه دې لوټ شول، زندان ته ولاړې، د یوه لمانځه پر ځای درباندې وکړل وړو وړو چڼیانو د طاغوت په نوم په بازراونو کې د بیزوګانو په څیر ونڅولې خپلې سجدې ته یې پرې نه ښودې او خپل جومات یې درته وران کړ، خو تا وطن پرې نښود په دې هیله چې وطن به یوه ورځ وطن شي او ستا د ارمانونو توغه به د نیمکمرغۍ د لارې د بې شمیره لارویانو د غرور او شرف په سمبول بدله شي.
    د طالب کډه بار شوه
    د افغانستان له اسمانه ډالر راواوریدل هر ملي ملکیت او جایداد د چور او تالان ډګر ته ولوید خو ته اوس هم په کابل کې د کرایي جونګړې هستوګن یې.
    بې سوادن وزیران شول، اشپزان دیپلوماتان شول، د کوڅو لنډه غر جنرالان شول، خو ته د نیم ساعت لپاره هم پرڅوکۍ ونه ټاکل شوې ځکه ګنا دې د بخښلو وړ نه ده ، ګنا دې د افغان وطن له هویت ، ملت او منفعت سره هغه ویلډینګ دی چې نه چا د ډالرو په اکسیجن وشلاوه او نه یې د منصب او مقام په چاړه پریکړ.
    نو قانع ګله بچو اوره اوره د خپلو خلکو د ناپوهۍ ځګیروئ اوره ، د خپلو بچو د احساساتو ولولو غورځی اوره ، غومبرونه اوره، پیغورونه اوره او د ماشومانو د تنکي ذهن د کاغذ ګلانو رنګونه ته ګوره.
    یوه انډیوال راته لیکلي وو چې ماین پال یو ځل اشتباه کوي ، زه هم وپوهیدم چې د محترم اشرف غني پر خصوصیاتو او د هغه د زعامت پر لیاقت باندې به دا نقد ستا لپاره یوه چاودنه وي، خو دا چاودنه دې پر تا وشي پر هغه ملت دې نه کیږي چې تا پنځه دیرش کاله د هغه د سوکالۍ لپاره هرڅه د قمار پر صوفه باندې داو کړي او بایللي دي.
    زه پوهیږم چې سږ کال زما د ملت لپاره د مرګ او ژوند کال دی سږ کال باید افغانستان وژغورل شي، یا ووژل شي.
    د وژنې لنډه لار یې دا ده چې افراطي پریکړې یو ځل بیا د افغانستان د شمال او جنوب د جګړې او فتنې په محاذونو بدل کړي.
    د وژلو لاره یې داده چې بې شعوره او بې تعهده کرايي جګړه ماران یو ځل بیا د استخباراتي پرپوزلونو له مخې داسې عیار شي چې قدرت د افغانستان د حقارت لپاره بې دریغه استعمال کړي ، د دې کار لپاره پخوا هم فرنګیانو له دوستمیانو، منصوریانو، ګلیم جمانو او کرايي ملیشه ګانو کار اخیستی وو او اوس یې هم اخلي.
    پخوا هم د نظار شورا او حزب اسلامي تر مینځ د ټکر لپاره پروپوزلي دسیسه د عمل ډګر ته ولویده او چې دواړې خواوې د افغانستان په بربادۍ کې ستړې شوې، له حزب اسلامي سره یې دوستم او مزاري ملګري کړل او له مسعود سره یې نادري او یو څو نور خرڅ شوي پښتانه ملګري کړل او بیا یې جګړې ته زور ورکړ، د جګړې لمبو د افغان وطن د ناموس پر سر داسې شنه لوخړه جوړه کړه چې خلکو له خپلو هدیرو څخه د پلرونو هډوکي راوایستل او د پنجاب او کولاب پر سوداګرو یې وپلورل.
    زه اوس هم همداسې ویر په سترګو وینم او ما ملامتوی زه د قدرت نیولو د لیونۍ نشې په لوبه کې لا د افغانستان د زیان خوب وینم، زه اوس هم په دې عقیده یم چې د افغانستان د وحدت ساتلو لپاره باید په افغاني جغرافیه کې هستوګن ټول قومونه د ملي وحدت یو ستر پلاټ فورم رامینځ ته کړي.
    هغه څه چې مې په تیر کالم کې لیکلي وو، پر حرف حرف یې د مدافعې دریځ غوره کوم هر لفظ یې حقیقت دی، له محترم ډاکټر اشرف غني سره هیڅ ډول دښمني نه لرم، هیڅ ډول فردي اختلاف نه ورسره لرم، هغو کشرانو چې زما تر کالم لاندې یې کامینټونه لیکلي دي، ټولو ته د رب العزت له درباره څخه د هدایت غوښتنه کوم او عقیده لرم چې متقیانو لره هدایت دی.
    چا چې زما پر انفرادي ژوند تجاوز کړی دی، عفوه ورته کوم خپل اولادونه یې بولم، د خپل ارمان د باغچې ګلونه یې بولم، خدای دې هر یو د خزان له سپیره باده څخه په امان ولري.
    دا د پښتون وطن تقدیر دی ، دا د پښتون وطن سرنوشت دی چې خپل دښمنان په خپل انګړ کې ګورې، برجورې کلاوې به یې جوړې کړې وي ، په هر برج کې به یې د توپک سنګر جوړ کړی وي، دا سنګر د چا لپاره؟ د ورور لپاره ، د تربور لپاره، د تره د زوی لپاره، هیڅکله هم له خپله انګړه د باندې دښمن نه ویني.
    زما اختلاف د ډاکټر اشرف غني له انتخاباتي ټکټ سره د هغو بهرنیو توطیو له ژورې نقطې څخه سر راپورته کوي چې همدا اوس د افغانستان په ضد تر کار لاندې دی، انشاالله ډیر ژر به زما ژڼي کشران و پوهیږي چې د افغانستان پر ضد توطیه له کومه ځایه راولټیده.
    نن سهار مې د خوشحال خان خټک دیوان کوت ناڅاپه زما د زړه بوخڅه سره وغوړیده، د خوشحال خان له خولې یې واورئ:
    دروغجن چې هومره نه وي په دنیا کې
    د رښتینو څه مجال دی په دامینځ کې
    اواره نوره ګټنه تلف مه شه
    چې ګټلی ملک ومال دی په دامنځ کې
    چې یې چرته څکوی ورپسې درومی
    یو عجیب شتر مثال دی په دا منځ کې
    خر یې پاسه د سړیو پر سر ګرزي
    شل په دواړو پښو دجال دی په دامنځ کې
    چې په چا د نصیحت وینا لګیږي
    دا یو خوب دی، یو خیال دی په دا منځ کې
    پښتانه مغل ، هندکي واړه هوښیار دي
    لیونی خو یو خوشحال دی په دامنځ کې
    زه یو ځل بیا د درنو لوستونکو پاملرنه غواړم او په هسکه غاړه درته وایم چې د وطن فروشۍ د محبوبا شونډې مې نه دې زبیښلې
    او د پښتون وطن د رسا کلتور په رڼه هینداره کې ځان ورښکاره کوم
    زما پرې هسې نوم بدنام دی
    د نجلۍ سرې شونډې پیزوان خوړلې دینه
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X