Announcement

Collapse
No announcement yet.

رابینز وايي د امنیتي موافقې ځنډ افغانستان

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • رابینز وايي د امنیتي موافقې ځنډ افغانستان

    http://www.taand.comخبرونهرابینز وايي د امنیتي موافقې ځنډ افغانستان ته مالي زیان هم لري

    رابینز وايي د امنیتي موافقې ځنډ افغانستان ته مالي زیان هم لري





    تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو خاص استازي د جمعې په ورځ وویل، د امریکا متحد ایالتونه لېواله دي چې د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره د افغانستان راتلونکې ولسمشر ته انتظار وکړي خو د موافقې په لاسلیک کې ځنډ دا معنا لرلی شي چې امریکا په افغانستان کې تر هغې اندازې چې مخکې یې په پام کې و، لږ پوځیان پرېږدي او خپلې مالي مرستې لږې کړي.

    د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جېمز دابینز همداراز وویل:«له بده مرغه د ولسمشر کرزي له لوري دا پرېکړه نه ده بدله شوې چې هغه امنیتي موافقه به نه لاسلیکوي چې ده ورباندې خبرې کړي دي او دا یې هم منلې چې دا موافقه د افغانستان لپاره مهمه ده.»

    د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما کرزي ته ټېلفون وکړ او خبرداری یې ورکړ چې که امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي له افغانستانه به ټول پوځیان وباسي.

    ډابینز په خپلو څرګندونو کې د روغتیا او تعلیم په برخو کې د افغانستان د پرمختګونو د یادونې تر څنګ د راتلونکو انتخاباتو یادونه هم وکړه.

    ټاکل شوې ده چې د اپریل په پنځمه د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات ترسره شي.

    د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ۱۱ تنو ځانونه کاندید کړي دي.
Working...
X