Announcement

Collapse
No announcement yet.

د کرزي پلان/ ډاکتر عبدالواسع قانع

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د کرزي پلان/ ډاکتر عبدالواسع قانع

    http://www.taand.comمقالېد کرزي پلان/ ډاکتر عبدالواسع قانع

    د کرزي پلان/ ډاکتر عبدالواسع قانع





    حامد کرزی غواړي چې زلمی رسول د افغانستان راتلونکی ولسمشر شي او دهمدې مقصد لپاره یې خپلو ټولو عمالو ته دنده سپارلې ده ترڅو له یوې خوا د زلمي رسول په ګټه کار وکړي او له بلې خوا د پښتنو هغه کاندیدان چې د انتخاباتو دوړلو چانس لري، په بیلابیلو دسیسو سره کمزوري کړي. حامدکرزی پدې پوه دی چې په لومړی دور کې به قطعي وړونکی معلوم نشي او له همدې امله غواړي چې دویم دور انتخاباتو ته یو زلمی رسول ووزي او دویم ډاکټرعبدالله عبدالله. پدې صورت کې به د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو په څیر خلک مجبورا د ډاکټرعبدالله عبدالله پرځای زلمی رسول غوره کړي. خو پوښتنه داده چې کرزی ولې زلمی رسول غواړي؟

    ځواب: کرزی پدې پوهیږي چې زلمی رسول نه ولسي پایه لري، نه نظامي ځواک لري، نه قوي مدیریت لري، نه غښتلی رهبر دی او نه په اقتصاد پوهیږي، له همدې امله به د چارو د پرمخ بیولو لپاره کرزي ته اړ وي. په حقیقت کې به واک د پردې تر شا بیرته کرزي ته سپارل کیږي او زلمی رسول به په نامه ولسمشر وي. د یادونې وړده چې د شمال ټلواله هم پدې برخه کې د کرزي سره همنظره ده همدا علت دی چې قسیم فهیم او نور ملګري یې پدې برخه کې آرام دي، ځکه دوی توافق کړیدی چې زلمی رسول به د سمبول په توګه ولسمشر وي او واک به د کرزي او شمال ټلوالې ترمنځ د تیرو دوو لسو کلونو په څیر همداسې ویشلی پاتې شي.

    د کرزي د پلان عواقب: د زلمي رسول واک ته رسیدل عامو افغانانو ته یو نه جبرانیدونکی تاریخي زیان دی، ځکه چې زلمی رسول، حامد کرزی او شمال ټلواله به دافغانستان حالات همداسې جاري وساتي لکه چې په تیرو دوولسو کلونو کې یې ساتلي وو. په قوي ګومان به حالات لږ نور هم خراب شي ځکه چې کرزي به د خپلو راتلونکو پلانونو لپاره غواړي ولس پدې قانع کړي چې ووايي پخوانی قبرکن بهتره و. زلمي رسول له آریانا تلویزیون سره په خپله مناظره کې وویل چې نوموړی د مقاومت یو فعال غړی وو، او د مقاومت قربانی باید د افغانستان په سیاسي جریان کې له پامه ونه غورځول شي. دا نویې ټلواله (زلمی رسول، حامد کرزی او شمال ټلواله) به دسولې په برخه کې هغه پالیسي تعقیب کړي چې په تیرو څو کلونو کې یې ولس پرې تیر ایستلی دی. (وسلوال مخالفین دې خبروي). د فساد په وړاندې په مبارزه کې به هغه پالیسې تعقیب کړي چې په تیرو کلونو کې یې د افغانانو او نړیوالو سترګو ته پرې خاورې ور شیندلې دي (عام افغانان او نړیوال دې خبروي) او د اقتصاد په برخه کې به هغه مافیايي کړئ نورې هم تقویه کړي چې له تیرو دوو لسو کلونو راهیسې د ښامارانو په څیرد هیواد ټول اقتصادي شاه رګونه زبیښي.

    د زلمي رسول واک ته رسول یوه داسې لویه جفا ده چې ولس به د سولې، آرامۍ، عدالت، او پرمختګ څخه دلسو نورو کلونو لپاره هم بې برخې کړي. له همدې امله له ټولو بې پرې، وطنپالو او دهیواد ملي ګټو ته د ژمنو افغانانو څخه هیله کوم چې په خپل ټول توان سره ددې دسیسې مخه ونیسي، مه پریږدۍ چې لس کاله نور هم تاسې محکوم پاتې شئ، مه پریږدۍ چې جنګ دوام وکړي، مه پریږدۍ چې خلک مو په تشو شعارونو باندې وغولوي، مه پریږدۍ چې د مقاومت ټلواله ستاسو په سرنوشت لوبې وکړي.

    افغانانو ته ښه بدیل: افغانستان داسې یوه مشر ته اړتیا لري چې هم پاک وي، هم هوښیار او په سیاست پوه وي، هم دخلکو له درده خبر وي او هم د مدیریت، شجاعت او تدبیر خاوند وي، ترټولو مهمه دا چې اجازه ورنکړي چې په بیلابیلو نومونو د افغانستان جګړه ادامه پیدا کړي. ما خپله د یوشمیر مشرانو سره یوځای د ډاکټرصاحب اشرف غني احمدزي سره څوځله کتلي دي او هغه د سولې په رابطه پوره ډاډ راکړيدي. هغه نه یوازې خپله سولې ته ژمن دي، ورسره ورسره پدې باور دی چې وسلوال مخالفین باید په هرقیمت چې کیږي راخپل کړو. هغه وویل: (ملاصاحب محمد عمر او انجنیر صاحب حکمتیار باید راسي). پدې برخه کې هغه ژمنه کړیده چې یو بې طرفه دریمګړي ته به واک ورکوي ترڅو د دولت او وسلوالو مخالفینو ترمنځ د سولې طرحه رامنځ ته کړي. هغه همدا راز وویل چې دافغانستان په قضیه کې نورو ذیدخلو اړخونو ته به هم قناعت ورکړي ترڅو په افغانستان کې یوې ملي مصالحې ته لاره هواره کړي.

    ډاکټرصاحب اشرف غني احمدزی په ټولوتشویشونو او مشکلاتو خبر دی. هغه داتنخاباتو د ګټلو لپاره یو ټکټ جوړکړیدی چې په لنډ مهال کې به د انتخاباتو د ګټلو لپاره ډیر مفید وي ( دانتخاباتو له ګټلو پرته به فیصلي بیا زمونږ د ګټو او هیلو خلاف وي) او په اوږد مهال کې به د سولې د رامنځ ته کولو او همدارنګه د پښتنو – ازبکو- هزاره وو ترمنځ د اړیکو او اعتماد د رامنځ ته کولو لپاره ډیر زیات مفید تمام شي. خصوصا که په شمال کې ازبک او پښتانه یوله بل سره همکاري او تعاون زیات کړي دا به دافغانستان د یووالي، د بې ځایه شویو وګړیو د بیرته ستنیدلو، د سیاسي او فرهنګي چارو د پیاوړتیا او ودې لپاره ډیرګټور تمام شي. باید یادونه وکړم چې د احمدشاه بابا په وخت کې هم ازبک قوم له احمدشاه بابا سره ملګری وو او که نن هم دا کار وشي دابه د افغانستان لپاره او خصوصا د پښتنو لپاره یو ستر موفقیت وي. دا یادونه هم باید وکړم چې یو شمیر محدود کسان چې ځانونه د تاجکو ټیکه داران بولي، نباید ترابده ټیکه داران پاتې شي، بلکې په تاجکانو کې باید نویو، ملي، علمي او سیاسي شخصیتونو ته اجازه ورکړل شي ترڅو تاجک قوم له دغومعلوم الحالو او پردي پالو ټیکه دارانو څخه خلاص شي.

    په درنښت
Working...
X