Announcement

Collapse
No announcement yet.

حکمتیار د قطب الدین هلال او ملي تحریک د اشر

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • حکمتیار د قطب الدین هلال او ملي تحریک د اشر

    http://www.taand.comانتخابات خبرونهحکمتیار د قطب الدین هلال او ملي تحریک د اشرف غني ملاتړ وکړ

    حکمتیار د قطب الدین هلال او ملي تحریک د اشرف غني ملاتړ وکړ





    تاند- د ګلبدین حکمتیار اسلامي حزب د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د قطب الدین هلال ملاتړ وکړ خو ملي تحریک د ډاکتر اشرف غني احمدزي د کاندیداتورۍ ننګه وکړه.

    د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې قطب الدین هلال، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله له دغه ګوند څخه غوښتي و چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې ملاتړ وکړي خو له هلال پرته د حزب له شرایطو

    قطب الدین هلال


    سره نورو موافقه ونه کړه.« د حزب اسلامي اجرائيه دې وضعيت ته په پام سره دا غوره وگڼله چي د هلال حمايت وشي، او د حزب اسلامي له ټولو متعهدينو، خواخوږو او له ټولو هغو افغانانو چي د هېواد خپلواكي، ملي حاكميت، د جگړو پاى او د ډاډمني صلحي تأمين ته ژمن او منتظر دي وغواړي چي كه قطب الدين هلال پر خپل دريځ تر پايه ټنگ پاته شي نو د هغه ملاتړ وكړي، هغه ته رأيه وركړي او په دې سره د امريكايانو يوه بله خطرناكه توطئه شنډه كړي، د اجرائيه شورى دا پرېكړه د حزب اسلامي مشر ته لېږل شوې، د هغه له توافق وروسته به حزب اسلامي په څرگنده د هلال حمايت وكړي، اوس به د حزب اسلامي يوه برخه خپل مقاومت ته د پخوا په څېر او تر هغه هم په لازيات قوت او شدت سره دوام وركوي….»
    ملي تحریک د ډاکتر غني احمدزي ملاتړ کوي


    له بلې خوا د افغانستان د ملي تحریک په خبرپاڼه کې ویلي شوي چې د ولسمشرۍ د یوولسو کاندیدانو له دقیقې ارزونې وروسته دې نتیجې ته رسېدلی چې اشرف غني احمدزی غوره نوماند دی او ملاتړ یې کوي.

    « ډاکټر اشرف غني احمدزی موږ ته داسې يو نوماند ښکاره شو چې د اسلاميت، افغانيت او انسانيت درې واړه جواهر په کې ځلېدل، څرنګه چې ملي تحريک د سترو انساني او ملي ارزښتونو د بريا او خونديتابه لپاره هلې ځلې کوي، نه د څوکۍ او مقامونو لپاره، نو ځکه خو يې له خپلو غړو او د فکر او نظر له نورو ګڼو خاوندانو سره تر اوږدو سلا مشورو وروسته وپتيېله چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملاتړ پرېکړه وکړي.»

    ملي تحریک د خپلې خبرپاڼې په دوام کې ویلي:« هېواد اوسني نازک سياسي حالات، ملي يووالی، د فساد پر ضد د مبارزې جدي تقاضا، فقر، تنګلاسي، بهرني او کورني حالات، د حکومت نا انډوله جوړښت او ټولنيزې نابرابرۍ، نور هغه عوامل وو چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په شان د يو فعال افغان په شتوالي کې د هغو د حل څرک لګېدلای شو، نو ځکه ملي تحريک د غني ملاتړ غوره وباله.»

    تر دې مخکې یو شمېر نورو ګوندونو او شخصیتونو لکو افغان ملت، پیرسید احمد ګیلاني، د افغانستان اسماعیلیه فرقې، ډاکتر علي احمد جلالي او ډاکتر انوارالحق احدي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د کاندیداتورۍ ملاتړ کړی و.
Working...
X