م. م: ملکي مرګ ژوبله ۱۴ سلنه لوړه شوې
د خپريدو وخت: 09:23 گرینویچ - شنبه 08 فبروري 2014 - 19 سلواغه 1392
د ملګرو ملتو راپور وايي تېر کال ۲۳۵ ښځې او شاوخوا ۲۰۰ ماشومان وژل شوي دي
ملګري ملتونه وايي تېر کال په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د ۲۰۱۲ کال په پرتله ۱۴ سلنه لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو یو راپور وايی په ۲۰۱۳ کال کې د تاوتريخوالي په پېښو کې نژدې ۳۰۰۰ تنه ملکي وګړي وژل دي.
ورته مطالب
تړلي موضوعات
په راپور کې راغلي چې په دغه موده کې شاوخوا ۵۶۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتو د راپور موندنې ښيي چې ملکيانو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د سړک غاړې بمونو او د حکومت او مخالفينو ترمنځ ځمکنيو جګړو اړولې ده.
ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۳ کال کې ۷۴ سلنه ملکي تلفات وسله والو مخالفينو، ۱۱ سلنه يې حکومت پلوه ځواکونو 'اته سلنه افغان او درې سلنه بهرنيو ځواکونو' اړولي دي.
لس سلنه ملکي تلفات د حکومتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتو کې رامنځته شوي او پاتې پنځه سلنه هېڅ يوه لوري ته نه دي منصوب شوي.
په راپور کې ویل شوي په سیمه کې د جګړې سختېدو د ملکي وګړو په تېره بیا د ښځو او ماشومانو د تلفاتو کچه لوړه کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو سياسي دفتر يوناما وايي په ۲۰۱۳ کال کې ۲۳۵ ښځې وژل شوي او څه باندې ۵۰۰ نورې ټپيانې شوي دي.
ملګري ملتونه وايي په دغه کال کې نژدې ۲۰۰ ماشومان وژل شوي او نژدې ۳۲۰ نور يې ټپيان شوي دي.
راپور وايي په تېرو پنځو کلونو کې نژدې ۱۴۰۰۰ کسان وژل شوي دي.
په راپور کې د جګړې له ښکېلو غاړو په ځانګړي ډول له وسله والو مخالفينو غوښتل شوي، چې د ملکيانو خونديتوب ته پام وکړي.
راپور کاږي، د بهرنیو ځواکونو تدریجي وتلو د مخالفو وسله والو لپاره دا زمینه برابره کړې چې پر افغان امنیتي ځواکونو خپل بریدونه ډېر کړي.
د خپريدو وخت: 09:23 گرینویچ - شنبه 08 فبروري 2014 - 19 سلواغه 1392
د ملګرو ملتو راپور وايي تېر کال ۲۳۵ ښځې او شاوخوا ۲۰۰ ماشومان وژل شوي ديملګري ملتونه وايي تېر کال په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د ۲۰۱۲ کال په پرتله ۱۴ سلنه لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو یو راپور وايی په ۲۰۱۳ کال کې د تاوتريخوالي په پېښو کې نژدې ۳۰۰۰ تنه ملکي وګړي وژل دي.
ورته مطالب
- م. م: ملکي مرګ ژوبله ۲۳ سلنه زياته شوې
- د ملکي افغانانو قاتل عسکر په عمري بند محکوم شو
- افغان پوځ د لسګونو مخالفانو د وژلو ادعا کوي