http://www.taand.comداسي هم شتهد طالبانو خواخوږې خبریاله وايي، طالبان ځانمرګي بریدونه نه کوي
د طالبانو خواخوږې خبریاله وايي، طالبان ځانمرګي بریدونه نه کوي Featured
تاند- د طالبانو یوه خواخوږې بریتانیايي ژورنالیسته وايي چې طالبان ځانمرګي بریدونه نه کوي بلکې دا ډول بریدونه شرغوښتونکي او د اسلام دښمنان کوي.
مریم یو ون ریډلي، چې په ۲۰۰۱ میلادي کال د طالبانو پر رژیم د نړیوال ايتلاف د حملو په مهال په ننګرهار کې د طالبانو له لوري نیول شوې وه، د پنجشنبې په ورځ /فبروري۶/ په کراچۍ کې وویل:«اسلام د امن او زغم دین دی.»
دې چې د پاکستان د سند ایالت د مرکز کراچۍ په یوه مهمه دیني مدرسه (جامعه بنوریه عالمیه) کې له خبریالانو سره خبرې کولې، د ځانمرګو بریدونو او طالبانو د ارتباط د ردولو په اړه وویل:« اسلام چا ته د جوماتونو، ښوونځیو او مدرسو د ویجاړولو درس نه ورکوي، دا ډول کارونه د اسلام دښمنان کوي.»
مېرمن ریډلي د ۲۰۰۱ میلادي کال په وروستیو کې د طالبانو له لوري له لس ورځې بنده تر خوشي کېدو وروسته مسلمانه شوه.
مریم ریډلي، چې د طالبانو له لوري له خوشي کېدو وروسته د اسلام په اړه ژوره مطالعه وکړه، په دې تاکید وکاوه چې اسلام ښځو ته له نارینه وو سره مساوي حقوق ورکړي دي.