Announcement

Collapse
No announcement yet.

کرزی: بګرام زندان د ''طالب جوړولو فابريکه'' ده

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • کرزی: بګرام زندان د ''طالب جوړولو فابريکه'' ده

    کرزی: بګرام زندان د ''طالب جوړولو فابريکه'' ده




    د خپريدو وخت: 07:51 گرینویچ - شنبه‬ 25 جنوري 2014 - 05 سلواغه 1392




    ښاغلی کرزی وايي د بګرام زندان د تړلو چارې يې پيل کړي او کار يې نژدې شوی دی


    افغان ولسمشر حامد کرزی وايي د بګرام زندان د 'طالب جوړولو' فابريکه ده چې په خبره يې امريکايان دغلته بيګناه خلک راولي، چې له خپل هېواد، خاورې او حکومت سره يې کرکه ډېره شي.
    عبدالله ستانکزی په خپل راپور کې وايي، ښاغلي کرزي دغه څرګندونې د هغو راپورونو او ګنګوسو په ځواب کې وکړې، چې ويل کېږي، د بګرام زندانيان له خوشي کېدو وروسته بېرته د جګړې ډګر ته درومي.
    ورته مطالب




    تړلي موضوعات





    ولسمشر کرزي د طالبانو ليکو ته د بګرام د زندانيانو د بېرته ورتلو خبره د لويديځ تبليغات وبلل.
    خو ترڅنګ يې دا هم وويل چې ښايي د ګوتو په شمېر کسان له خوشي کېدو وروسته د طالبانو ليکو ته ورغلي وي.
    ده زياته کړه، طالبانو ته ورغلي زندانيان په بګرام کې د کړاوونو او ځورولو له امله له حکومت سره په مخالفت کې کېوتي دي.
    "موږ ستاسو خلک په ډېر شمېر کې زنداني کوو. که په چا کوچنی شک هم ولرو بندي کوو يې. ما ورته وويل دا هغه کار دی چې روسانو په افغانستان کې کړی چې په افغانستان کې د جهاد لامل شو. راته يې وويل چې نه، موږ ستر تاسيسات جوړوو او ستاسې د خاورې ډېر خلک زنداني کوو. ما ورته وویل تاسو نه شئ کولای چې دا کار وکړئ. هغه راته وويل ته يو کس يې او زموږ مخه نه شې نيولای."
    حامد کرزی






    ښاغلي کرزي د خپلې خبرې د ثبوت لپاره په ۲۰۰۸ کال کې د امريکايي سناتور بل ګراهم هغو څرګندونو ته اشاره وکړه، چې د افغانانو د بنديانولو په تړاو يې له ده سره کړې وې.
    ولسمشر کرزي وويل بل ګراهم چې درې نور امريکايي سناتوران هم ورسره راته وويل: ''موږ ستاسو خلک په ډېر شمېر کې زنداني کوو. موږ که په چا کوچنی شک هم ولرو بندي کوو يې. ما ورته وويل دا هغه کار دی چې روسانو په افغانستان کې کړی چې په افغانستان کې د جهاد لامل شو. راته يې وويل چې نه، موږ ستر تاسيسات جوړوو او ستاسې د خاورې ډېر خلک زنداني کوو. ما ورته وویل تاسو نه شئ کولای چې دا کار وکړئ. هغه راته وويل ته يو کس يې او زموږ مخه نه شې نيولای''.
    په وروستيو کې افغان حکومت له بګرام زندان نه سلګونه زندانيان خوشي کړي او د يو شمېر نورو دوسيې تر څېړنو لاندې دي.
    له بګرام زندان نه د طالب بنديانو خوشي کېدو په کور دننه او بهر د نړيوالو غبرګونونه له ځانه سره لرل.
    د يو شمېر افغانانو او بهرنيانو په ذهنونو کې داسې اندېښنې راوټوکېدې چې ښايي خوشي شوي زندانيان بيا له وسله والو سره يو ځای شي او د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې وجنګېږي.


Working...
X