Announcement

Collapse
No announcement yet.

لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلی وفات 

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلی وفات 

    http://www.taand.comخبرونه کلتورلیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلی وفات شو

    لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلی وفات شو



    لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلی، نن /یکشنبه/ په ډيلي کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
    استاد پسرلی، چې له نژدې یوې میاشتې راهیسي ناروغ و، د ډیلي په یوه روغتون کې په ځايي وخت د شپې په یوولسو بجو او پنځه ویشت دقیقو له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
    شباب څه ؤ؟ د هيلو په آسمان كرل رېبل ؤ
    د خيال وركو مرغانو ته د لومو خورول ؤ
    زړښت د مايوسۍ په رېږدېدليو ګوتو بېرته
    زړه نازړه ، ورو ورو د خورو لومو ټولول ؤ

    «استاد پسرلی»
    استاد پسرلی په ۱۳۰۷ لمریز کال د غزني په قرباغ کې زیږیدلی خو د عمر ډېره برخه یې په کندوز او کابل کې تېره کړې. ده د خپل عمر شاوخوا دوې لسیزې په پېښور کې د مهاجر په توګه تېرې کړي دي.

    37 تبصرې

    1. GhamkhorJanuary 13, 2014 په 01:53 تبصره سويډن – دمالمو ښار
      دخواخوږ ی اوغمشريکۍ پيغام

      زموږ لپاره دډير افسوس ځاي دی چې د افغانستان هوښيارعالم اوپياوړی شاعر محمد صديق پسرلى له موږ اوخپلې کورنۍ نه دابد لپاره جلاکېږي .
      په زياته خواشينۍ مو دا خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبي ليکوال،او پياوړی شاعرښاغلی محمد صديق پسرلی نن دورپېښی ناروغۍ له امله په هندوستان کي د ۸۵ کلنۍ په عمر په حق ورسيد . اناالله و انا اليه راجعون
      موږ پداسي حال کښي چې دمرحوم محمد صديق پسرلى په ناببره مړينه باندي ډير خفه او خواشينې سولو،ځکه هغه موږ ډيروته دمعنوی پلار حيثيت درلود . موږ پداسي حال کښي چې ځانونه دافغانستان ولس ته دوفادار فرهنگپال ،علمی اوادبی شخصيت لوړخياله شاعر مرحوم محمد صديق پسرلى صاحب درنې کورنۍ دټولوغړو په ځانگړې توگه دمرحوم پسرلی صاحب دفرهنگپالو زامنو امان الله ساهو، عصمت څاروان، اېمل پسرلى، اجمل پسرلى او اسد الله غضنفر دي ،دوستانو ،علاقمندانو اودهغه دشاگردانو سره پدې ستر وغم کي شريک بولو .دلوي څښتن تعالی له دربارنه دمرحوم درنې کورنۍ اوټولواړوندانوته دزړه صبر اودارواښاد سپېڅلي روح ته پردوس جنت غواړو. روح دې ښاداوياد دې ابدی وي .

      په سوېډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپروې ادارې په استازيتوب
      حبيب الله غمخور
    2. افغانپالJanuary 13, 2014 په 01:54 تبصره انا لله و انا اله راجعون . د استاد پسرلي د مړینې خبر ډېر غمجن خبر دی ، خو دغه د ټولو لار ده . خدای دې د کورنيو غړو ته صبر او اررواښاد ته جنت په نصيب کړي .
    3. محمدانعام واکJanuary 13, 2014 په 02:13 تبصره د تسلیت پیغام
      د هیواد د ملي شخصیت، لیکوال او شاعر ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي د مړېنې له کبله، د لوی خدای له درباره هغه ارواښاد ته جنتونه او د هغوی درنې کورنۍ ته د زغم غوښتنه کوم.
      محمدانعام واک
      ناروې

      1. وحيدالله اکسيرJanuary 13, 2014 په 10:56 تبصره انا لله و ان اله راجعون
        د پسرلي بابا په مړينه خواشينۍ يم. د پسرلي بابا ټولې کورنۍ، ټولو شاګردانو او ټولو هغو کسانو ته چې د پسرلي بابا د ديدن ارمان يې په زړه کې پاتې شو، تسليت وايم. اکسير
        د خوشحال قدر که اوس په هېچا نشته
        پس له مرګه به يې ياد کا ډير عالـــــم
    4. ملا ميوند آخوندJanuary 13, 2014 په 02:33 تبصره اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
      خدای دې مرحوم پسرلی صيب وبښي، د فردوس جنتونه دې يې نصيب شي. خپلوانو او دوستانو ته يې د جميل صبر د پاک رب له درباره تمه کوم.
      انا لله و انا اليه الراجعون
      معه سلاموکوم الاهلول مسلمين
      ملا ميوند آخوند
    5. seylaabJanuary 13, 2014 په 02:40 تبصره استاذ پسرلی دخدای پاک وبخشي او خدای پاک دې جنتونه ورکړي .
      ! پښتنو بيا يو تکړه اديب له لاسه ورکه

      !!دپسري صيب زامن دالهي په ښه لاره برابر کړي چې دپلار نوم پرې بد نشي
    6. ګنډېریJanuary 13, 2014 په 02:48 تبصره الله تعالی دې مغفرت ورپه برخه اوفردوس جنت د ده ځای وګرځوي.
    7. زلميJanuary 13, 2014 په 02:52 تبصره انالله وانااليه راجعون
      د ارواخاد استاد تولي كورني ته دخداي ج
      صبرجميل او استاد ته دي جنت الفردوس په
      نصيب كري
      امين
    8. shakirJanuary 13, 2014 په 02:53 تبصره استاد او لوړ شاعر پسرلی صاحب ته د الله ج ښکلی جنتونه په نصیب کړی، او د مرحوم ټولی فرهنګپالی کورنۍ ته د الله پاک څخه د جمیل صبر غوښتونکی یم
    9. ABDUL HADI HADIJanuary 13, 2014 په 03:17 تبصره د ټولو ورتګ د هغه په لور دی
      په سیدني کې د شمله راډیو د مشرتابه د خواشینۍ پیغام
      په ډیره خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د معاصر غزل تر ټولو وتلې څیره، لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلي له خپل خالق سره کړې وعده پوره کړه او د ابدي ژوند په لور ورستون شو. انا لله و انا الیه راجعون.
      استاد محمد صدیق پسرلي تر نیمې پیړۍ زیات وخت د پښتو له پاره قلم وچلاوه او پښتو شعر او معیاري نثر ته یې د زړه وینې ورکړې. استاد د سره یرغل پر مهال د افغان ولس خوا ونیوه او د لکونو آواره افغانانو له کاروانه سره په سرو سترګو د پیښور په لور ولیږدیده او هلته یې دوه لسیزې د افغانانو د آزادۍ او خپلواکۍ د اعادې له پاره قلم وچلاوه او نړیوالو ته یې د آواره شوي افغان ملت او لاندې شوي افغان وطن د برحقې داعیې د ریښتیني تصویر ورکولو او د سره یرغل د وحشتونو د رابرسیره کولو له پاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړه. استاد محمد صدیق پسرلي کابل ته د تنظیمونو د ورشیوه کیدلو پر مهال د کډوالۍ په سختو شرایطو کې د داسې یوکلتوري فرهنګي مرکزمشرتوب کاوه چې د هرې عقیدې، فکر او نظر خاوند ته یې دروازه خلاصه وه او مقصد یې یوازې او یوازې د افغاني فرهنګ د ودې او بډاینې له پاره کار کول وو، تر دې سربیره د استاد بله لویه کارنامه او پښتون ولس ته یې لوی او ارزښتناک میراث داوو او دی ، چې تر لوی خوشال راوروسته استاد یوازینی کس دی چې پښتنو ته یې په خپله کورنۍ کې د پښتو د موثرو خدمتګارانو او نوموتو لیکوالو یو سم کاروان (خدای دې یې له بدو سترګو ساتي) ورپریښود، ټوله کورنې او زامن یې د پښتو خدمت او پښتني فرهنګ ته د کار له پاره وروزل او وګمارل . شمله راډیو او ملاتړې ډله یې په اوسني پیر کې د پښتو غزل د دغه بې بدیله استاد او بیجوړې لیکوال مړینه د پښتو د روان ادبي بهیر پر کمزوري شوي ځان یو سخت ګذار او بیلتون یې یوه په ګرانه جبرانیدونکې ضایعه بولي. موږ لوی څښتن ته لاسونه لپه کوو چې زموږ ګران استاد د خپل لور په غیږ کې ونیسي او د خپل مومن بنده په توګه یې د جنت په باغیچو او ښکلاوو ونازوي . الله ج دې یې درنې کورنۍ په تیره بیا پر پسرلي بابا راشریکو وروڼو ګران اسدالله غضنفر، ایمل پسرلي او اجمل جان پسرلي ته د دغه لوی او درانه غم د زغملو توان او صبر ورکړي، آمین یا رب العالمین.
      په سیدني کې د شمله راډیو مسول عبدالهادي هادي
      او د شمله راډیو کاري ډله
    10. پوهنمل طلا حبیب زیJanuary 13, 2014 په 03:34 تبصره د خواشینی پیغام
      د هیواد د وتلی او نومیالی شاعر او لیکوال ارواښاد محمد صدیق پسرلی د مړینی دخبر په اوریدو زښت زیات خپه او غمجن شوم . د محروم استاد مړینه زمونږ هیواد او هیوادوالو ته ستره تشه ده چی په مړینه یی مونږ ټول د استاد له مرحومی کورنی سره په ویر او غم کی ځان شریک ګڼو . د استاد ویاړلی فقیرانه اوله معنویت څخه ډک ژوند ټولو هیواد پالو ته ښه لارښود او تلپاتی ځلانده بیلګه ده چی ساری نه لری. د استاد ارواح دی ښاده وی او د هغه درنی فرهنګی کورنی ته له لویه خدایه د زغم او حوصلی غوښنته کوم . الله پاک دی جنتونه ورپه برخه کړی.
      پوهنمل طلا حبیب زی
      فرانکفورت – المان
    11. محمد معصوم هوتکJanuary 13, 2014 په 04:48 تبصره دپښتوژبي دنامتوشاعراولیکوال استادمحمدصدیق پسرلي په وفات بیخي ډېرخواشینی سوم. پاک خدای دې جنتونه په نصیب کړي. له درنې کورنۍ او فرهنگپالو زامنوسره ئې ځان په غم کي شریک بولم
      محمد معصوم هوتک
    12. غفور لېوالJanuary 13, 2014 په 07:22 تبصره خواشینی یم ، چې دپښتو غزل داستاد ارواښاد محمد صدیق پسرلي له مړینې خبریږم . استاد پسرلی پیاوړی غزلبول ، کیسه لیکوال او دیوې دورې دقیق ټولنیز فرهنګي ځیرونکی و. په معاصر ادبي تاریخ کې دوهمه منظومه ( داستاد پژواک تر کلیمه داره روپۍ وروسته ) همدغه ارواښاد لیکلې ده ، چې ( زهره) نومیږي. ارواښاد په پښتو غزل کې هغه باریکۍ ، چې دهندي سبک کلاسیکانو په عرفاني، خمریه او عشقي زمکه کارولې ، په نوې ، ګڼ اړخیزه او نورو فکري برخو کې وکارولې ، زه باور لرم ، چې دپښتو غزل په معاصر ارتقايي بهیر کې داستاد پسرلي ځای خورادپام او درناوي وړدی .
      افغاني فرهنګ خپله ستره هستي له لاسه ورکړه ، زه دفرهنګي کورنۍ ټولو غړیو ، دیاد استاد درنې کورنۍ ،شاګردانو او ټولو مینه والو ته تسلیت وایم اوارواښاد ته دلوی الله له دریاره یښنه او رحمتونه غواړم .
      درنښت
      څېړندوی عبدالغفور لېوال
    13. سيداحمد قانع- نارنج خپرندويه ټولنه - کندهارJanuary 13, 2014 په 07:29 تبصره په ډېره خواشينۍ سره چي د هيواد منلي شاعر ليکوال او د غزل پاچا استاد محمد صديق پسرلى ددې فاني نړۍ څه کډه وکړه روح دې ښاد جنت دې ځاى وي الله تعالى دې برکتونه دده پر اولادونو او کورنۍ کښېږدي. په حقيقت کي استاد داسي ډېوې موږ ته پرېښولې لکه استاد غضنفر، لکه ايمل پسرلى اجمل پسرلى او څاروان صاحب د استاد پسرلې روزلي مشالونه به موږ ته رڼا را کوي چي د استاد و روح ته به دوعاګاني رسېږي.
      د استاد د درنې کورنۍ سره په دې درانه غم کي ځانونه شريک ګڼو
      په درنښت
      سيداحمد قانع د نارنج خپرندويي ټولني مشر
    14. نورالحبيب نثارJanuary 13, 2014 په 07:55 تبصره کل نفس ذايقة الموت. الله تعالی دې استاد ته جنتونه ورکړي او د دوی کورنۍ، خپلوانو، دوستانو، شاګردانو او ټولو مينه والو ته صبر او اجر. د دوی دا وينا اوس زموږ په حال بېخي برابره شوه چې ډېره کال پخوا يې ويلي وو:
      يو به په خود او فرزانه نه لري،
      چې واړه ښار يې ميخانه نه لري.
      زموږ له حال يې که پوښتئ، وپوښتئ،
      کومه مرغۍ چې آشيانه نه لري.
    15. ساده حيدرخېلJanuary 13, 2014 په 08:24 تبصره سلام!
      ټولو پستنو ته د درانه استاد محمد صديق پسرلي د رحلت تسليت وړاندې کوم
      او درنې کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتونکی يم
      په درنښت
      ساده حيدرخېل
    16. عبدالقادر ځدراڼJanuary 13, 2014 په 08:45 تبصره د افغانستان په ادب کې بیا لویه او نه جبرانیدونکې ضایعه،زه د خپل دروند مشر، لیکوال،شاعر او ادیب ارواښاد استادمحمدصدیق پسرلي د وفات له کبله،استاد ته له لوی خدای ج څخه د مغفرت کولودعا کوم او دده درنې کورنۍ ټولو غړیو،خپلوانو،دوستانو او ټولو ادیبانو ته لوی زغم غوښتنه کوم. الله ج د ارواښاد استاد ته جنت په برخه کړي، یادونه کوم چې استاد نوم به تل زمونږ په ټولنه کې د هغو ګڼ شمیر اثارو پر مټ ژوندی او تازه وي چې ارواښاد استاد ورته د ژوند ډیره برخه بېله کړې وه.
      عبدالقادر ځدراڼ، کابل شمشاد ټلویزیون
    17. ع.شريف زادJanuary 13, 2014 په 09:16 تبصره زمونږ د مظلوم هېواد دټولنې ملي شخصيت، دبشپړ عزت خاوند ،مېلمه پال او مهربان ليکوال،شا عر او د ټولنې خوا خوږي له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي.نو له دې کبله د ارواښاد پسرليصاحب درنې کورنۍ ته د زړه له کومې تسليت وايم الله دې جنتونه نصيب کړي او مونږ تاسې ټولوته دې صبر جميل را په برخه کري
      شريف زاد
    18. محب الله زغمJanuary 13, 2014 په 09:58 تبصره پوه شوم پسرلیه د عزت په راز
      سر کې د لښکر ځي علم پټه خوله
      استاد په لوړو اخلاقو او ښو خویونو پر زوړنه پاچاهي وکړه، ابدي پاچاهي. د عزت راز همدا دی. استاد ته به څه دعا وکړم؟ زړه مې ورته دعا کوي، اوښکې مې چې بې ارادې روانې دي ورته دعا کوي، هغه مینه ورته دعا کوي چې ده راکړې ده، استاد ته د هر هغه چا زړه دعا کوي چې د ده شعرونه او کیسې لولي، ده ته توري دعاوې کوې، لفظونه دعاوې کوي. استاد ته پښتو ژبه دعا کوي، زموږ فرهنګ ورته دعا کوي. نو زه به استاد ته څه دعاوې وکړم.
      دعا خو باید ځان ته وکړم، دعا ته خو موږ اړتیا لرو چې له خدایه وغواړو د استاد غوندې شخصیت راکړي.
    19. نعمان دوستJanuary 13, 2014 په 10:17 تبصره اه! سپرلی مې….
      چې څنګه مې نن سهار فیسبوک پرانیست،یو غمجن خبر مې سترګې وبریښولې. دا خبر د استاد پسرلي د وفات و. ناګهانه مې د علي خان بابا دې بیت شونډې په خوځښت را وستلې: اه! سپرلی مې د خزان په ناتار تیر شو + ما لا ګل بوی کړی نه و، بهار تیر شو
      حیران وم، څه وکړم؟ تیلفون مې راواخیست، ما ویل: استاد غضنفر ته زنګ ووهم، اجمل پسرلي ته تسلیت ورکړم، څاروان او ایمل ته د ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کړم… خو په دې کار را ته ځان ساده ښکاره شو. د استاد وفات یوازې د یوې کورنۍ غم نه دی. تیلفون مې بیرته کیښود، ځان سره مې ویل: ما ته به څوک تسلیت ووایي؟ د استاد زرګونو نورو ارادت مندانو ته به څوک تسلیت ووایي؟
      موږ مجبور یوو، هر یو ځان ته خپله ډاډ ورکړو.
      پسرلی نه مري، پسرلی هر کال راځي. پسرلی به همداسې ژوندی وي. د هغه افکار او خیالونه به تلپاتې وي. هغه به پیړۍ پیړۍ بې تاجه پاچاهي کوي. د هغه د پاچاهۍ تخت به انساني زړونه وي او…
      خدایه! زموږ د پسرلي روح لکه د همدې موسم په څیر تازه او ارامه لرې!
      محمد نعمان دوست، جلال اباد
    20. حامدJanuary 13, 2014 په 10:17 تبصره انا لله وانا الیه راجعون. خدای ج دې د افغان ادب او فرهنګ خدمتګار، استاد پسرلی صاحب وبښي، جنت یې دې ابدي ځای وي. کورنۍ او نورو دردیدلو دوستانو ته یې تسلیت وایم، دصبر هیله ورته کوم.
    21. zardasht shamsJanuary 13, 2014 په 10:23 تبصره انا لله و ان اله راجعون
      د نامتو لیکوال، شاعر او د پښتو ژبې ستر خدمتګار استاد پسرلي مړینه لویه ضایعه ده. لوۍ خداۍ (ج) دې ارواښاد ته جنتونه او غمژنې کورنۍ ته صبر او حوصله ورکړي.
      پرته له شکه ارواښاد خپلې ټولنې ته دوه سترې ډالۍ پریښي دي چې یوه د خداۍ بخښلي لیکلي اثار دي او بل یی وړ، پوه او خدمتګاره اولاد دې.
      الله (ج) دې پرې ورحمیږي
      زردشت شمس
    22. Ibrahim ShinwariJanuary 13, 2014 په 10:49 تبصره انا لله و انا الیه راجعون
      پسرلی صاحب دې الله (ج) یې له سوال او ځوابه جنت الفردوس ته داخل کړي.
      ستر او عظیم انسان و. نثر، شعر او هنر یې هم عالي و، شخصیت یې تر هغوی هم ستر و او افغانانو ته یې په پوهه، انسانیت او شرافت سمبال اولادونه هم روزلي دي.
      د دوی زیاتره کارونه جاري صدقات وو او ان شا الله چې اجر او ثواب به یې ورته تل ور رسیږي.
      د دوی برکت دې الله د دوی له اولادونو او ټولو افغانانو څخه نه کموي. د دوی د شخصیت یاد او اثار یې برکتونه دي، چې د وخت په تیریدو به کمیږي نه، بلکې زیاتیږي به.
      ابراهیم شینواری
    23. سيف الرحمن سراجJanuary 13, 2014 په 10:51 تبصره سل دې ومره یو دې مه مره!
      د تلویزیونو په پردو به مې له ډیرې مودې راهیسې دا فقیرصفته ستر شخصیت په بیلا بیلو فرهنگې ناستو کې لیدلو، خو پیژندگلوې مې ورسره نه وه اوس مرگ را سره معرفې کړو چې د هیواد دا پټه فرهنگي خزانه څومره نایابه وه!!

      د ارواښاد پسرلې صیب روح دې ښاد او یاد دې تل تلپاتې وې!!
    24. د افغان ملت ملي مترقي ګوندJanuary 13, 2014 په 10:57 تبصره د استاد محمد صدیق پسرلي په مړینه د افغان ملت ملي مترقي ګوند د خواشینۍ پیغام
      په خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ادب ځلانده ستوری ، ملي شاعر ، ادیب او د پښتو ادب ریښتونی خدمتګار د ورپیښې ناروغۍ له امله د دې فاني نړۍ نه سترګې پتې کړې . انا لله و انا الیه راجعون .
      افغان ملت ملي مترقي ګوند چې تل یې د ملي شخصیتونو پالل خپل مسوولیت ګڼلی پدې دروند غم کې ځان شریک بولې . د لر او بر ټول پښتانه به د ارواښاد استاد پسرلي ادبي خدمات او شاهکارونه هیڅکله هیر نکړي . د استاد پسرلي کورنۍ ته تسلیت مراتب وړاندې کوو . خدای دې ورته صبر جمیل او مرحوم ته جنت فردوس ورپه برخه کړي .
      په درناوي
      انجینیر اجمل شمس
    25. غزانور غزاJanuary 13, 2014 په 11:06 تبصره موږ او تاسو خو وایو چې استاد پسرلي وفات شو، اما خوشال بابا وايي:
      مړه هغه چې نه یې نوم نه یې نشان شته
      تل تر تله په ښه نوم پايي ښاغلي
      استاد چې د خپلې ژبې شعر او ادب ته څومره کار کړی دی، په همدغه کار او هڅو چې پښتو ویل کیږي دی به هم ژوندی وي. خو دا چې نور فزیکي شتون نه لري دا هم د پښتو لپاره ستره ضایعه ده. کورنۍ ته یې د صبر او زغم هیله لرم.
      په درنښت
      غزانور غزا
    26. سید فخرالدین هاشميJanuary 13, 2014 په 11:29 تبصره د بېلتون د ښته کې د ژوند په بهیر څه بهروسه
      توپان شلولي تنابونه د خېـمې جانانه
      ( هاشمي )
      د پـښتو ادب د نومیالي ، بې مثاله ، او بې بـدله لیکوال ، شاعر او دروند شخصیت استاد محمد صدیق پسرلي صیب د مړیني له امله ، د ده فرهنګ پالي کورنۍ ، د هېواد علمي کدرونو او د لوی استاد شاګردانو ته تسلیت وایم . پاک خدای دې موږ ته د دې ستر غم د زغملو توان راکړي . له موږ نه جدا شوی استاد دې پاک خدای جنت الفردوس ته ورسوي .
      سید فخرالدین هاشمي
    27. پسرلی؟January 13, 2014 په 11:44 تبصره که غواړئ د پسرلي بابا په اړه ډير پوه شئ، په لاندې لېنک کلېک وکړئ: اکسير
      ، صديق پسرلی څوک و؟
    28. AimalJanuary 13, 2014 په 11:52 تبصره انا لله و انا الیه راجعون
      الله ج دي غرق رحمت وگرځوي اوکورنۍ ته صبر جميل غواړم.
      الله ج دي دده برکت دده پرکورنۍ او اولادونو واچوي
      …. په غم يي ځان شريک بولم چي دومره لوي هستي مو له لاسه ورکړه .
      ايمل اميدي زابل
    29. اناهیتا روهيJanuary 13, 2014 په 11:58 تبصره هغه انسان چې د جنت په اوبو پریوللی وي، هغه به زما دعا ته څه اړتیا ولري؟ موږ دعا باید ځان او د دوی کورنۍ ته وکړو چې خدای ج د داسې درانده غم د زغملو زغم راکړي. بابا به د راتلونکو ډېرو نسلونو په منځ کې ژوندی پاتې وي، ځکه ده د خپل قلم په خدمت د خپل عمر کلونو ته ډېر ژوند بښلی دی. روح یې ښاد او فردوس جنت یې په نصیب کړې
      امین.
    30. ډاکتر ماخان شینواریJanuary 13, 2014 په 12:10 تبصره زموږ ستر ادیب لیکوال او ستر پښتون له موږ څخه ابدي دنیا ته لاړ موږ دې ستر افغان ته د لو ی څښتن څخه د فردوس جنت سوال کوو. او پاتې کورنۍ ته یې د لوي څښتن څخه اجرونه غواړو. دۍ به د پښتنو په زړونو او فکرونو کې تل ژوندي وي..
    31. shpunJanuary 13, 2014 په 12:33 تبصره پسرلې صاېب د الله(ج) وبخښی. پښتون قوم او قدرمنې کورنی ته یی صبر جمیل غواړم.
    32. نجیبJanuary 13, 2014 په 12:38 تبصره د پسرلي صاحب په مړینه ډېر خواشنی یم، خو پدې ویاړم چې داسې مشران او خدمتګاران لرو.
    33. ومJanuary 13, 2014 په 13:10 تبصره اه
      لوی غم دی د وطن په کاله
      هر څه مې چې وکړل ژړا مې نه درېده، څوک مې په حال خبر سو راته ويې ليکل
      په دې مه ژاړه چې لاړ ، په دې شکر وباسه چې دا ستر انسان له موږ سره و .
      درنې کورنۍ ته دې خدای صبر ورکړې
      د چيغو سیوريه، د وينو ګرده
      زړه پسې ووځه د زړکي درده
      ها چې د ستورو په بام به ناست و
      هغه راپريوت ها کوهنورده
    34. نعيم افغانJanuary 13, 2014 په 13:38 تبصره د غزل بڼ د مالیار استاد پسرلي روح دي ښاد وي
      په خواشنۍ سره خبر سوو چي د پښتو ادب ځلانده ستوری، ستر لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلی بابا له دې فاني او ناځوانه نړۍ څخه وکوچيدی.
      انا لله و انا الیه راجعون( القرآن)
      په هرات ولایت کي د سپيني ادې د ټولني ټول غړي د استاد په مړینه تر حد زیات خواشیني دي او په دې ستر ویر کي د ارواښاد استاد بابا له کورنۍ او ټولو افغانانو سره ځان غمګین احساسه وي. ټولو خواخوږو ته یې له الله جل جلاله څخه جمیل صبر او اروښاد ته جنت فردوس غواړي.

      روح يې ښاد او یاد یې تل تر تله ځلاند.
      د سپيني ادې ادبي او کلتوري ټولنه- هرات
    35. عزیزالله حقپالJanuary 13, 2014 په 14:07 تبصره نن سهار می د ډیر خواشینیونکی خبر په لوستلو فیسبوک صفحه خلاصه کړه رشتیا د زړ ه ور باندی خوابدی شوم د مجترم بسرلې صیب د ابدی خوب خبر وه بسرلی صیب چه د پښتو د ادب وتلی ستوری وه بسرلی صیب د پښتو د ژبی یو لوړ غزلبول وه نن زموږ په منځ کی نشته نن د دوستانو څخه جلا په خوب تللی او د پشتنو دیری د تل لپاره د پسرلی صیب د وجود څخه تشی شوی زه مرحوم پسرلی صیب ته د لوی خدای له درباره پردوس جنت او د کورنی غړیو او تولو مینه والو ته یی د زړه صبر غواړم الله وتعالی دی پسرلی صیب وبښی د پسرلی صیب ځای د تل لپاره خالی پاته دی دا تشه نه ډکیدونکی ده
    36. محمد طاهر کاڼیJanuary 13, 2014 په 14:37 تبصره ډېر د خواشينۍ ځای دی چې د استاد محمد صديق پسرلي په څېر يو لوی اديب ، شاعر او ليکوال مو له لاسه ورکړ . زه د دغې غمجنې پېښې لامله د دوی ټولې کورنۍ ته د زړه صبر او تسکين غواړم او اروښاد پسرلي صاحب ته له لوی څښتن تعالی څخه د جنت فردوس هيله کوم . اروا دې يې ښاده او نوم دې يې د ټول افغان ولس لپاره تلپاتې وياړ وي

Working...
X