
د زابل د شاجوی ولسوالۍ پولیسو یوه میاشت کې له دوکاندارانو درې ځله باج اخستی. ددې ولسوالۍ امنیتي پوستې په پاټکونو بدلې شوې، د تالاشۍ پرمهال خلک ځوري او د تالاشۍ پوستې ته باید هر لوی موټر ۱۰۰ او واړه موټر ۵۰ افغانۍ باج ورکړي.
په جنوب کې یو خبریال چې له خلکو سره د تالاشۍ پرمهال د پولیسو د برخورد په اړه یې په یو تحلیلي راپور کار کړی، وایي: د کندهار ـ کابل، کندهار ـ هرات او هلمند ـ فراه پر لویو لارو داسې پوستې ته هم ورغلی چې د قوماندان په شمول یې اوه غړي ټول معتاد دي او د تالاشۍ پرمهال د مسافرو سپکاوی کوي.
د لویو لارو یو شمېر امنیتي پوستې د تالاشۍ پرمهال له خلکو سره ښه برخورد نه کوي او مؤظف مسوولین یې ډېری د نشه یي توکو معتادین دي.
د افغانستان په جنوب کې ازاد خبریال عبدالمنان ارغند وایي، د زابل، کندهار او هلمند په لویو لارو پرتو ډېرو امنیتي پوستو ته ورغلی دی او ان یوه داسې پوسته یې هم لیدلې، چې د قوماندان په شمول یې اووه عسکر ټول په نشه یي توکو روږدي دي
د کندهار؛ دامان، ژیړۍ، میوند، د زابل شهر صفا، کلات، شا جوی او د هلمند کرېشک، نهر سراج او واشیر ولسوالیو کې چې لویې لارې پکې تېرې دي د ورځې سلګونه مسافرین د افغانستان له یوې غاړې بلې غاړې ته تګ راتګ کوي، چې ډېری وخت مسافرین د تالاشیو په پوستو کې د مؤظفینو له بد برخورد شکایت کوي.
د زابل د شا جوی ولسوالۍ اوسېدونکی عمران زابلی چې د کابل ـ کندهار پرلاره تګ راتګ لري محور سره سترګو لیدلی حال شریکوي. نوموړی وایي، چې د شا جوی په بازار کې پولیس د تالاشۍ پرمهال له کابله او کندهاره د راتلونکو او تلونکو لویو او وړو موټرو څخه له پنځوسو تر سلو افغانیو اخلي او سرغړونکو ته ان وهل او ټکول ورکول کېږي.
د ښاغلي عمران په وینا، په تېره یوه میاشت کې د شاجوی پولیسو له دوکاندارانو درې ځله په یوه او بل نوم پیسې ټولې کړې دي
محور ورځپاڼې پدې اړه د شا جوی له ولسوال ملک علي محمد سره موضوع شریکه کړه، خو نوموړي وویل
د غزني اوسېدونکی جمیل وقار وایي، د تالاشۍ پوستې له اطرافو ښار ته دننه کېدونکو ډېری کسانو ته د شک په سترګه ګوري او ډېر وخت یې لیدلي چې د تالاشۍ په وخت پولیس د خلکو سپکاوی کوي، جیبونه یې پلټي او سپکې سپورې ورته وایي، چې که له چا سره ښځې وي، نو دا حالت تر لفظي جنجاله هم رسېږي.
په ورته ډول د کابل ـ خوست پر لویه لاره هم له امنیتي پوستو شکایتونه کېږي، چې له لویو بار وړونکو موټرو د تالاشۍ پرمهال په زور پیسې اخلي.
خوست کې د سوداګرو د صنفي اتحادیې رییس کرامت خان خپلواک محور سره په خبرو کې وویل، چې په ګردېز، سټو کنډو، لوګر او د کابل په جنوبي دروازه (سنګ نوشته) کې د تالاشۍ پرمهال پولیس په زور له هر موټر پیسې اخلي
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش د پورتنیو ادعاوو په اړه وویل، چې تېره اونۍ د کورنیو چارو وزیر په سرپرستۍ د شاروالۍ، ترانسپورت او فواید عامې وزارت استازو ګډه ناسته درلوده او له تېرې یوې میاشتې راهیسې په کلي ډول د پولیسو په اړه ادعاوې جدي تعقیب شوې دي: ((زموږ د تفتیش ریاست جدي کار کوي، که چېرې په پولیسو کې تخلف وویني حتمي اقدام کوو. زموږ اتیا سلنه پولیس ټسټ شوي او له نشه یي توکو پاک دي. د پولیسو په پوستو کې د بچه بازۍ موضوع په اړه لا تر اوسه کوم راپور موږ ته ندی رسېدلی که په اړه یې دقیق معلومات پیدا کړو پر ضد به یې لاس په کار شو.))
