Announcement

Collapse
No announcement yet.

د انسان او حيوان د مرګ او ژوند په هکله

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د انسان او حيوان د مرګ او ژوند په هکله



    که مونږد بهرنيو هيوادونو د خلکو ژوندانه ته نظر واچوو نو تجربې موږ ته ښاي چې په ټولنه کې تعليم او پوهه، بوختيا ،تجارت، ژبنې او نژادي تعبيضونو څخه مخ نيوی او دسياسي ګونددونو په مينځ کې سالم رقابتونه هغه عاملونه دي چې د ټولنې د بربادی مخه نيسي او له جنګ نه يي په امان ساتي
    سواد هغه نعمت دی چې دټولنی غړي ته د ژوند او د ټولنی د پرمختګ عاملونه ور زده کوي او دا ورته ښي چې څنګه وکولاې شي د ژوند په ډګر کې بر ی تر لاسه کړي، ددې تر څنګ تربيه هغه څه دي چې د تعليم نه مهم ګڼل کېږي
    ماشومانوته دماشوم توب نه شروع يي هم په مکتب او هم په کورنو کې پاملرنه ضروري ده دا په دی معنی چې د ماشوم راتلونکې د هغه ابتدا څخه پيليږي دا ځکه چې دا اقدام دماشوم او دټولنې راتلونکې باندې پوره اغيزه لري

    چې په دی توګه د کورنيو څخه هيله کيږي ماشومان چې د راتلو نکې ټو لنې معماران دي ددوې ژوند ته د ابتدا څخه پاملرنه وکړي
    د نړۍ پوهان په دی نظر دي چې که يو ماشوم د دولس کلنۍ نه مخکې د خپل تعليم اوراتلونکی ژوند په هکله څه پريکړه وکړي نو په لويوالې کې هم هاغه لاره تعقيبوي نو لازمه دا ده چې د ماشومانو خبرو او پريکړو ته له ابتدا نه پاملرنه وشي٠
    ازادي د بيان
    ازادي د بيان د ټولنی په اصلاح کې يو له هغو مهم عاملونو څخه ګنل کيږي چې دټولنی غړي خپل اعمالو او کاري فعاليتونو په ګړندی توب کې مهم رول لوبوي او هم د يو سالم رقابت ته د ټولنی په غړوکې د فعاليت زمينه برابروي او خلک دی ته هڅوي چې څو قدمه مخکې لاړ شي او بيا شاته وګوري چې څومره راسته او څومره غلط قدمونه يي اوچت کړيدي او هم دا پروسه کې د ټولنی غړي خپل دشخصيت په پام کې نيولو سره تل دی ته هڅوي چې هغه کارونه وکړي کوم چې د دوې دشخصيت په لوړ تيا کې مرسته کوي
    او په دی توګه دشخص د بدنامې اود فسادمخه ونيول شي انتقاد کول او انتقاد منل ته دی رواج ورکړ شي او د حقايقو څخه پرده پورته کول دافکارو اونظرياتو شريکول خبرې اتری چې مونږ ورته جرګه وايو تر ټولو لويه کاميابه لاره ده چې هر مشکل حل ولاې شي او د سولې په تامين کې مهم رول لوبوي او په هره بر خه کې د نظرياتو بيان د ټولنی دغړو داګاهي سطحه اوچتوي او ټولنه د پرمختګ په لوری بيايي
    بی روزګاري اوغلا
    لکه څنګه چې انسان خدای (ج) دژوند سره د مبارزی د پاره پيدا کړيدی نو انسان هم چې يو ژوندې موجود دي ګيډه يي خوراک او تن يي پوشاک غواړي د بی روزګاری او بيسوادی او داسلام ددين نه نا خبرتياپه نتيجه ضميرونه کم زوري کيږي او په نتيجه کې زمينه فساد او جنايت ته مساعد کيږي
    وزګار تيا برعلاوه له دی چې دبيسوادی او خپل مذهب نه نا خبرتيا او بی روزګاری په نتيجه کې مينځ ته راځي دا هم يو ډول ناروغي دی چې خلکو ته روحي او عصبي تکليفونه پيداکوي او د انسان ضمير دومره کم زور شي چې فساد ته لاس اچوي کله نا کله انسان دخودکشي سرحد ته بيايي او د ژوند ټولې نيک مرغې ور څخه اخلي کله ناکله کورنيوکې دښځې اوميړه ترمنځ دشخړو اوطلاق سبب هم کيږي ٠
    دمعاشونوکموالې او رشوت
    کله چې په يوه ټولنه کې زراعت او مالداری ته توجه وه نه شي دبزګرانو مشکلات په نظر کې ونه نيول شي نودزراعت نتيجه به ښه نه وي چې دا دخلکو په ژوند مستقيم اغيزه لري دخوراکي شيانو نرخونه به پورته لاړ شي بيا هم د خداې د لاری نه هغه نا خبرغيرشعوري مسلمان، مامورين اوچارواکې يا اګاهانه او يا غير اګاهانه ددی د پاره چې خپل د کورنې ضروريات پوره کړې وي د کم معاش د درلودلو په وجه او هم د محاکمو د ضعيف فعاليت په وجه د جرمونو او مجرمينو په مقابل کې بی تفاوت بر خورد په نتيجه کې رشوت اخيستلو ته لاس پوری کوي او غلا ته شرايط مساعدوي او هغه کسان چې بی روزګاره دي يا د ټوپک او يا د کوتک په وسيله په غلاګانو لاس پوری کوي چې دا سلسله د مرګونو سرحد ته هم رسيږي او ټولنه د بر بادي په لوری بياي او د يو هوسااو سوله يز ژونداو د ټولنی د پرمختګ مخنيوی کوي
    نيکمرغه ژوندبه هله راشي چې
    د بيسوادې لمنه ټوله کړو او دماشومانوژوند،ديني روزني ،تعليم او تربيی ته خاصه پاملرنه وکړو
    په ټولنه کې ازادي د بيان ولرو د انتقاد کولوو او انتقاد منلو روحيه مروج کړودغچ اخيستلو لپاره دی دبيځايه انتقادونو مخنيوې وشي
    د بی روزګاری مخه دی ونيول شي او تجارت لپاره شرايط مساعد شي سياسي ګوندونو ته د فعاليت او سالم رقابت ته د ټولنی د مذهبی نورمونو په نظر کې نيول سره اجازه ورکړ شي
    دبزګرانو اړتياو ته خاصه پاملرنه وشي او د ښاروالې لخوا نرخونه کنترول شي او بزګرانو ته يخي کوټې د ميووو او ترکاريو د ذخيری د پاره جوړ شي
    د جناي جرمونو په مقابل کې سخت جزا وټاکل شي اود جنايي فعاليتونو
    د مخنوي پروسه دی ګړندي شي

    د انسان او حيوان د مرګ او ژوند په هکله دبشر حقوق قانون په نظر کې ونيول شي او د اشخاصو په شخصيتونو د تجاوز څخه مخ نيوي وشي دمور او ماشوم ژوند ته خاصه پاملرنه وشي او ښځو ته د ټولنې د فعال قشر په سترګه وکتل شي ورته ازادي ورکړ شي کووم چې د اسلام مقدس دين ورته ورکړې ده په وړکوالې کې د واړه انجونو او هلکانو د وادونو مخ نيوي وشي او داسی نور

    دانسانانودژوند دښه والي په موخه دی په ټولنه کې دهغوې ټول حقوق ثابت اومحفوظ وساتل شي هرهغه جنايي عمل چې دانسان ژوندته ګواښ وي بايدجدي قانون پري تطبيق شي په ځنګلونواوغرونوکې حيوانات بايد وخت اوبی وخت ښکارنه شي که ښکاريان ښکار هم کوي نودخزان فصل دی ورته وټاکل شي په سيندونوکې دمرغاوې ياهيلوښکارد ی تر يو وخته پورې بندشي ترڅوچې زمونږ هيوادکې دصحرايي هيلونسل ډير شي همدارنګه دکبانودنيولو لپاره هم دنيولو طريقي ترڅنګ لمټ هم وټاکل شي په لاسي بمونو دی کبان بايد ونه وژل شي ځکه چې دا عمل دغټ او واړه کبانودمرګ سبب ګرځي چې په نتيجه کې دکبانودزياتوالي مخ هم نيول کيږي

    "To burn always with this hard gemlike flame, to maintain this ecstasy, is success in life."





Working...
X