Announcement

Collapse
No announcement yet.

دافغانستان مهمی پیښې په ۲۰۱۳ کال کې

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دافغانستان مهمی پیښې په ۲۰۱۳ کال کې

    د امنیتي مسوولیتونو د لیږد وروستۍ پړاو له امریکایی او ناټو ځواکونو څخه افغان امنیتی ځواکونو ته د جون په روان کال کې ترسره شو. ولسمشر حامد کرزي او د ناتو سکرتر جنرال اندرس فوګ رسمیوسن په دغو مراسمو کې ګډون کړي وه او افغان امنیتی ځواکونود افغانستان بشپړ امنیت په خپل لاس کې ونیوه.
    طالبانو په قطر کې هغه مهال خپل دفتر خلاص کړو چې افغان امنیتی ځواکونو په رسمی ټوګه د افغانستان بشپړ امنیت په غاړه واخیست تر څو سولۍ ته لاره هواره شي. د طالبانو دفتر وروسته په دي وتړل شو چې د قطرحکومت د طالبانو نه غوښتنه وکړه تر څو خپل سپین بیرغ چې د طالبانو د ولکې په وخت کې هم افغانستان کې رپیدو، ښکته کړي.
    که څه هم په افغانستان کې د طالبانو په وخت کې فوټبال منع وه خو مستعدو افغانانو په لنډ مهال کې ځان ورساوه چې د سویلی آسیا د فوټبال د سیالیو اتلان شې. د فوټبال ملي تیم اتلانو په خپلو بریاو چې د هند ملی تیم ته یې ماته ورکړه د افغانانو احساسات یې را وپارول. د فوټبال ملی لوبډلي افغانان یې په خپلو اتلولیواونړیوالو میډالونو خوشحاله او یو موټې کړل.
    په لویه مشورتی جرګه کې د کابل واشنګتن امنیتی تړون تصویب شو او د ولسمشر حامد کرزی پریکړې او لاسلیک ته ماتل ده. افغان مشرانو چې په لویه مشورتی جرګه کې ګډون کړي وه په ولسمشر حامد کرزي غږ کړي چې د کابل واشنګتن امنیتی تړون دي د ۲۰۱۳ کال د پای تر مخه لاسلیک کړي.
    ستاسو په انډ کوم لوي خنډونه به د افغان امنیتی ځواکونو په لاره وروسته له ۲۰۱۴ وي؟
    په درنښت
    حشمت
    دامریکا متحده ایالاتودمرکزي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم
Working...
X