د لقمان حکیم نصیحتونه خپل زوی ته
ځويه هیڅ شی او هیڅوک د خدای (ج) سره شریک مه بوله
په دې وپوهیږه چې هیڅ شی له خدایه (ج) څخه پټ نه پاته کیږي
… په هغه طریقه چې لمونځ باید ادا شي، ادا یې کړه
د مشرانو نصحیت مه هیروه
خپل مور او پلار سره بهترینه رویه کوه
استاد د پلار په شان وبوله
د خلکو نه مخ مه اړوه، او په هغوې بې باوره مه اوسه
په غرور او تکبر له نورو سره رفتار مکوه
خبري په اندازه کوه
د نورو حق په ښه توګه ادا کړه
خپل راز او اسرار د خپل ځان سره وساته
د عالمانو او دانشمندانو سره مل اوسه
د ایماندارو عاقلانو څخه همیشه مشوره اخله
داسې خبري وکړه چې ورته دلیل ولرې
د ځوانې ورځي غنیمت وګڼه
هم د دنیا او هم د اخرت سړی اوسه
د خپلو ملګرو او یارانو احترام وساته
خپل دوست او دشمن سره خوش اخلاقه اوسه
د مور او پلار شتون غنیمت وګڼه
ګذشت او نارینه والی خپل شغل جوړ کړه
خپلو اولادو ته علم او دینداري ورزده کړه
د هر چا سره د هغه د درک په اندازه خبري کوه
په لږ خوړو، لږ خبرو او لږ خوب ځان عادت کړه
د لمر ختو په وخت کې مه ویده کیږه
هغه څه چې ځان ته نه خوښوې، نورو ته یې هم مه خوښوه
د نورو مرستو ته سترګې په لار مه اوسه
د نن کار سبا ته مه پریږده
داسې کار ونکړې چې، جاهلان ستا پر وړاندې ګستاخې وکړی
غریبان د خپل مال څخه محرومه نکړې
د نورو ښه کارونه خپل کار مه بوله
خودا او متکبره مه اوسه
د ولاړو پر وړاندې مه کښینه
د خلکو پر وړاندې خپل غاښونه مه پاکوه
خپل خفګان د نورو پر وړاندې مه ظاهروه
په مجلس کې خپلې سپږمې مه پاکوه
هیڅوک د نورو پر وړاندې خجل او رسوا نکړې
هغه خبري چې دې کړې، بیا یې مه تکراروه
خپله ډوډئ د نورو په دسترخوان مه خوره
په هیڅ کار کې بیړه ونکړې
د ډير مال او ثروت په راټولو کې حریص مه اوسه
د غصې په وخت کې مهربانه اوسه او په فکر خبري وکړه
د لیونې او مست سره خبري مکوه
د خپلې ګټې لپاره خپله ابرو مه تویوه
خپل خداې(ج) سره صادق، او خلکو سره انصاف کوه
د مشرانو پر وړاندې با ادبه، او په کشرانو مهربانه اوسه
عمر او رزق په حساب او کتاب ټاکل شوي، بیا نو طمع مکوه
هغه بله نړۍ هیره نکړې
له نیک او هوښیار سړی سره مصلحت کوه
له بې عقلو او ناپوهو خلکو څخه لیرې ګرځه
میړانه د ځان عادت وګرځوه
د بل کور ته چې ځې سترګی ، ژبه او لاسونه په واک کې ولره
راټولونکی خالد ځدراڼ