ښځه په قبيلوي ژوند كې
احسان الله آرينزى
Larawbar.com 2013-12-20
د وردگو د واده دود او بدلې ( پرلپسې لړۍ)
كتاب پېژندنه:
د كتاب نوم : د وردگو د واده دود او بدلې
ټولونه، سريزه او تشريح : احسان الله آرينزى 1389 هـ. ش (2010 م)
تلفون : 0093700802003
برېښناليك : mailaryanzai@yahoo.com
لومړى چاپ : د افغانستان د علومو اكاډمۍ- 1366هـ.ش
د كتاب بڼه : گستتزى- لوى سايز- 171 مخه.
ډيزاين : احسان الله مومند
دويم چاپ : الازهر خپرندويه ټولنه – دهمزنگ لومړى سړك، كابل افغانستان
برېښناليك : alazharco@yahoo.com
تلفون :0093777161556 0093700161556
چاپشمېر : 1000
چاپ كال : 2010 (جون)- ۱۳۸۹ هـ-ش - انلاين چاري ( لراوبر ويبپاڼه)
--------------------------------------------------------------------------------
او دېرش كاله وروسته...
په كال 1978 م (1356هـ. ش) كې په كابل كې د ديارلسو هېوادونو د پوهانو په گډون، د حكيم ابوالمجد مجدود ابن آدم سنايى غزنوي د زېږندنې د نه سوه مې كليزې نړيوال سيمنار جوړ شوى و، هغه وخت زه د كابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي محصل وم؛ خو د هغه وخت له پياوړو ليكوالو حبيب الله رفيع، زلمي هېوادمل، اسدالله شعور او ډاكتر مجاور احمد زيار او د دوى له لارې د هېواد د تاريخ او فرهنگ له ډېرو نومياليو استادانو سره ناسته پاسته درلوده او د دوى له محضر او مجالسو څخه مې گټه پورته كوله.
د هغه سيمينار په درشل كې زه د ښاغلي حبيب لله رفيع او مشرانو استادانو (پوهاند عبدالحى حبيبي، پوهاند عبدالشكور رشاد او ډاكتر روان فرهادي) په مرسته د حكيم سنايي د نړېوال سيمينار غړى شوم او حاضرينو ته مې د حكيم سنايي د استاد، خواجه اسماعيل شنيزى په هكله يوه مقاله واوروله چې د سيمينار د گډون كوونكو او اورېدونكو د پام وړ وگرځېده او ځينو ښاغلو وستايله.
په درېيمه روځ د سيمينار ټول غړي د حضرت حكيم سنايي ټاټوبى او د ده د هديرې زيارت ته لاړو. په غبرگون كې له وردگو څخه تر كابله پورې زه او ښاغلى هېوادمل په دې خبره غږېدو چې موږ په خپل هېواد او خپلو ژبو كې څه ډول څېړنو او اثارو ته اړتيا لرو؟
ښاغلي هېواد مل په تاريخي پلټنو، د ادبياتو تاريخ، ادبي څېړنو او فولكلورټولونې ډېر ټينگار كاوه؛ خو ما ويل چې د تاريخي څېړنو، ادبي تاريخ، ادبياتو، شعر، داستان او فولكلور تر څنگ، د علمي اثارو ژباړې، ليكلو او خپرولو ته هم ډېره اړتيا لرو. هغه وخت به چې زه كوم كتابتون يا كتاب پلورنځي ته ورغلم، داسې كتابونه مې نه ليدل چې افغاني پوهانو دې د فزيك، كيميا، هندسې، طب، رياضياتو، ټولنپوهنې، انسان پېژندنې، جغرافيې، فلسفې او د علومو، فنونو او هنرونو د سلگونو او زرگونو نورو څانگو په هكله په پښتو يا دري ليكلي او يا ژباړلي وي؛ ځكه مې ډېره تلوسه درلوده چې پوه افغانان دې تشې ته ځير شي او د خپلو خلكو د اذهانو د روښانه كولو او په تېره بيا د زلمي كهول د علمي تندې د ماتولو له پاره زموږ په خپلو ژبو داسې اثار وليكي يا وژباړي چې د افغانستان د ټولنيز- اقتصادي پرمختگ له پاره لارې اوارې كړي او زموږ وروسته پاتې هېواد د نړۍ د پرمختگ له ستر كاروان سره نژدې كاندي.
زما په ياد دي چې په هغه بحث كې ما د مترقي اثارو په خپرېدلو هم ډېر ټينگار كاوه چې نوي نسل ته نوې ساه وركړي او ځوانان يو ځاى كېدلو، خوځښت، پرمختگ او برياليتوب ته وهڅوي. لكه چې زه او ښاغلي هېوادمل په هغه لنډ سفر كې كومې پايلې ته ونه رسېدو. ده حق درلود چې په هغه وخت كې د كار په هغه ډگرونو ټينگار وكړي چې دى يې اهل و؛ خو ما هم حق درلود چې د داسې كتابونو خپرېدل ياد كړم چې ټولنې ورته اړتيا درلوده او دا كار بايد هغه كسانو كړى واى چې علمي او تجربي وړتيا يې درلوده او د داسې درنو كارونو له پاره يې وخت او امكانات پيدا كولاى شول.
په هغه وخت كې ډېر استعدادونه په ادبي څېړنو او د ادبي ژانرونو په تخليق بوخت وو. كتابتونونه له ديوانونو او د دېوانو او پېريانو په افسانو ډك وو، ټولې دولتي خپروندويه موسسې د ادبي څېړنو، شعرونو او فولكلوريكو آثارو په خپرولو بوختې وې، پېښور خو هره روځ فالنامې او خوابنامې رااستولې او په هېواد كې د علومو، فنونو او هنرونو په اړه د څېړنيزو كتابونو او مقالو ليكل او ژباړل په هېڅ حساب و!
او دا لړۍ هماسې روانه وه. زه چې د اقتصاد د پوهنځي د سوداگرۍ او پيسو د برخې محصل وم، د خپلو نژدې دوستانو تر اغېزې لاندې د فولكلور خوا ته لاړم، د وردگو د واده د بدلو په ټولولو بوخت شوم او د پښتو او دري متلونو غونډولو ته مې ملا وتړله. له خپلو- خپلوانو ښځو څخه به مې بابولالې يا د واده بدلې ټولولې او د صيفل ملوك او بدرۍ جمالې نكلونه به مې ثبتول.
له وردگو څخه چې ما كومې بدلې ټولې كړې وې، د واده له دود سره يو ځاى ښاغلي هېوادمل په كال 1366هـ. ش كې د افغانستان د علومو د اكاډمۍ له خوا په گستتنزي بڼه خپرې كړې. دا ټولګه اوس هډو نه پيدا كېږي او يوازنى نسخه يې له ما سره شته چې د اوسني كتاب بنسټ بلل كېږي.
په هغه كتاب كې د وردگو د واده دود او بدلې راټولې شوې وې او تحليلي بڼه يې نه درلوده؛ خو دا ځلې مو هڅه كړې ده چې يو دود د (ولې)، (څنگه)، (چېرته) او (چا) په سيوري كې وڅېړو او په وردگو (يا ټولو پښتنو) كې د قبيلوي ژوند، ښځه او په ښځه پورې د اړونده مسايلو، واده او كورنۍ يو روښانه انځور وباسو او يوې پايلې ته ورسېږو.
پخوا مو يوازې دا كيسه رااخستې وه چې يوه كورنۍ څنگه د خپل ځوان له پاره يوه پېغله ټاكي، څنگه يې غواړي، دودونه څنگه دي او په پاى كې ناوې له بدلو سره څرنگه كور ته را رسوي؛ خو دا ځلې مو د ډېرو دودونو په لاملونو باندې كار كړى دى او د واده دود داسې تشريح شوى چې د پښتنو د ټول ژوند د يوې خورا مهمې برخې تحليلي انځور يې وړاندې كړى او كېداى شي چې همدا كتاب د پښتنو د پېژندگولي له پاره داسې يوه لاره پرانيزي چې نور ليكوال او څېړونكي دې ميدان ته ودانگي او پښتانه نړېوالو ته همغسې وروپېژني چې دي.
داسې ښكاري چې دا دوه پېړۍ كېږي چې نړېوالو ځواكونو د افغانستان د ټولو خلكو او په تېره بيا د دې هېواد د تاريخ او ملي جوړښت د ملا د تېر يعنې پښتنو د پېژندگولي په برخه كې سترې تېروتنې كړې او دا خلك يې سم نه دي پېژندلي. په نولسمو او شلمو پېړيو كې انگليسانو درې ځلې په افغانستان يرغل وكړ چې له ماتو سره مخامخ شول. د نړۍ دا سيمه يې پرېښوده او بېرته اروپا ته ستانه شول، د شلمې پېړۍ په وروستيو كلونو كې شوروي اتحاد په دې وطن يرغل وكړ؛ خو تر سترو انساني او مالي تلفاتو وروسته بېرته په شا وتمبېدل او سترواكي يې ړنگه شوه او دا ځلې امريكا، ناتو او د نړۍ څلور څلېوښت هېوادونه له ډېر درانده تخينك سره د پښتنو مقابلې ته ولاړ دي، د وخت تېرېدل به وښيي چې افغانستان د سترواكيو هديره ده كه نه؟ په هر صورت زه وايم كه دې خلكو پښتانه سم پېژندلي واى؛ نو له داسې تاريخي تېروتنو سره به نه مخامخ كېدل؛ ځكه نو د پښتنو د قبيلوي جوړښت، فكر، تاريخي ميراثونو، دودونو او باورونو په هكله په لسگونو كتابونو ته اړتيا ده چې نړېوال دا خلك سم وپېژني او وړ چلند ورسره وكړي.
چې له دې اوږدې سريزې څخه تېر شم دا دى تاسو او د وردگو د واده د دود- دستور او بدلو كتاب چې هيله ده په لوستلو يې د ستوماني احساس ونه كړي. لطفاً د كتاب له لوستلو څخه وروسته خپلې نوې خبرې يا انتقادي نظريي له ليكوال سره شريكې كړي چې په راتلونكو چاپونو كې يې په پام كې ونيسي او د تېر وتنو مخه ونيول شي.
په دې كتاب كې د وردگو د واده دود او بدلې راغونډ شوي؛ خو په لمن ليكونو كې هغه توپيرونه راغلي چې نور پښتانه يې له وردگو سره لري او يا په هغو حقوقي تعاملي رواياتو باندې خبرې شوې چې د پښتنو په قبيلوي ټولنه كې واك چلوي او تر اوسه لا ډېر ځواك لري او وخت به وغواړي چې د ټولنې د اقتصادي بنسټونو د بدلون، د ښوونې او روزنې د پرمختگ او د خلكو په اذهانو كې د مثبتو ټكو او نښو د راڅرگندېدو له امله د پښتنو په ژوند، اندودنو او دودونو كې هم مثبت بدلونونه راشي او اوسنۍ ستونزې يو څه كمې شي.
احسان الله ارينزى

ښځه د پښتنو په قبيلوي ژوند او فرهنگ كې يو په زړه پورې بحث دى او د ژوند هر پړاو يې ځانته خپله ښكلا او ستونزې لري. پښتانه لكه د جاهليت د وخت اعراب په خپل كور كې د گلالۍ لور زېږدل ښه نه انگيري او (بد) يې بولي. ډېر پلرونه او ميندې د لور په زېږېدلو خپه كېږي، خوږه نه وېشي، د ټوپكو ډزې نه كوي او مېلمستياوې او مېلې نه جوړوي؛ خو كله چې همدا بېقدره بچۍ نېمچه پېغله شي، ساتنه يې گرانېږي. مور، پلار او د كور كلي نور مشران يې څارو وي چې نجلۍ دا دوره په پېغلتوب حيا، عزت او پرده كې تېره كړي( ) او پېغلتوب ته ورسي. پېغلتوب د يوې پښتنې نجلۍ په ژوند كې ډېر حساس او ژر ماتېدونكى پړاو دى، دا وخت نجلۍ داسې وي لكه يوه سپينه پاڼه چې ژر رنگ اخلي، لكه يو نازك چيني لوښى چې ژر ماتېږي او په پښتنو كې چې څه شى ډېر ارځښت لري هغه تاريخ ته، ميراث ته، عنعنې ته، دودونو او نومونو ته وفاداره پاته كېدل دي. د پښتنو له پاره د شرم او پېغور زغمل ناشونى دى او ټولې هڅې داسې وې چې هر څوك د پښتونولۍ د اصولو په چوكاټ كې د عزت او حيا ژوند وكړي.
پښتانه د خپل قبيلوي اشرافيت له مخې ځانونه اصيل بولي. اصيل خلك نور د ځان كفو نه بولي او په دود دستور كې ځان ترې بېلوي. دا اصيلوالى په پښتنو كې د نارينه وو حق دى؛ خو د اصيلو كورنيو او قبيلو ښځې هم اصيلي دي.
د پښتنو په ژوند كې نارينه مطلق لومړى ځاى لري. نرينه، نارينه د دري (نر) اومذكر مفهوم لري. نر په پښتنو كې د هغه صفاتو خاوند ته وايي چې د پښتونولۍ (پښتونواله) ټول صفات په كې وي.
پښتونولي يا پښتونواله ډېر ځانگړى او پراخه مفهوم لري او د پښتنو ټول عرف، عادات، عرفي تعاملات او ټول مناسبات په ځان كې رانغاړي. پښتونولي د ټولو پښتنو گډ خصوصيت دى. په ختيځو پښتنو كې پښتونولي او په لويديځو كې پښتونواله د قبيلي د ټولو ټولنيزو، اقتصادي، سياسي او كلتوري ځانگړتياوو چوكاټ ته ويل كېږي.
كه د پښتنو بېلابېلې قبيلي د جغرافيايي وېش له امله په خپلو دودونو كې يو څه توپيرونه لري؛ خو د پښتنونولۍ مفهوم هر ځاى يو شى دى. د پښتونولۍ په حكم سړى له خپله ژونده تېرېږي؛ خو دا نه مني چې له پښتونولۍ څخه دې وېستل شي. مېړانه، مېلمه پالنه، ډوډۍ او دسترخوان، عزيز گلوئ، غيرت( )، د قبيلې او طن دود او دستور ته وفاداري، له دوست سره دوستي، له دښمن سره دښمني، خپل حق او د بل حق پېژندل، د خپل ناموس ساتنه او د بل ناموس ته درناوى د پښتونولۍ ډېر غټ او د منلو وړ عمومي احكام دي.
هر پښتون چې پټكۍ (پگړۍ، دستار يا لونگۍ) وتړي او نارينه حساب شي، ځان په بشپړه توگه مكلف بولي چې د پښتونولۍ ټول اصول په ځان تطبيق كړي او (پښتو) ولري. پښتو ژبه ده؛ خو د پښتنو د قبيلوي تعاملاتو قانون، نرخ، رښتيا او حقيقت ته هم پښتو وايي.
پښتو (ژبه او خوله هم همدا مفهوم لري) د پښتنو د ټولو هغه اخلاقو او سجاياوو مجموعې ته وېل كېږي چې د تقدس په سترگه ورته كتل كېږي او هر قبيلوي سړى هڅه كوي چې د پښتو صفات په ځان كې څرگند كړي او په نورو يې هم ومني.
كه څوك پاسني صفات ولري، هغه ته پښتون وېل كېږي. پښتنه هم ځانته ډېرې ځانگړتياوې لري چې د پښتونولۍ په عامو قوانينو كې څرگندې دي.
پښتانه وايي چې (جنت گل) مېړه دى يعنى د ټولو قبيلوي حقوقو خاوند دى. د مېړه كلمه كنايتاً د غيرتمن او زړور مفهوم هم وركوي. متل دى چې وايي چېرته چې مېړونه وي هلته كورونه وي! د قبيلي غړي هم مېړه دى لكه چې وايي: د منگلو پلانى كام ټول دونه مېړونه لري. دا عام مفهوم لري؛ خو كه څوك ووايي چې (جنت گل) د (گل اندامې) مېړه دى، مانا يې دا كېږي چې (جنت گل) ښځه لري. ښځه هم همداسې عام مفهوم لري؛ خو كه وويل شي چې (گل اندامه) د (جنت گل) ښځه ده، دلته ځانگړى مفهوم پيدا كوي او مانا به يې دا وي چې (گل اندامه) پېغله نه ده، نكاح او واده يې كړى، مېړه لري او مېړه يې (جنت گل) نومېږي.
ارتينه يا ماندينه هم همدا مانا لري. ښځه، ارتينه يا ماندينه له حقوقي پلوه له مېړه نه ښكته دريځ لري. ارتينه د تابع او كمزوره له پاره هم راځي.
ځينې كسان وايي (پلانكى مې ارتينه هم نه ده!) په ختيځو پښتنو كې د (ماندينه) كلمه او په لويديځو كې (ارتينه) د توهين له پاره ويله كېږي. په پلار واله قبيلوي ټولنه كې ښځه په كور- كلي كې مطلق دويم ځاى لري او سرنوشت يې د ناليكلو قوانينو له مخې د پلار، ورور، تره، مېړه، تربور، ملك، ملا او نورو نارينه وو (جرگه) له خوا ټاكل كېږي؛ خو په دې حدودو كې د ښځې د درناوي مقررات هم شته.
په پښتنو كې به د مېړه او ښځې بحث ته لږ دوام وركړو.
پښتانه پټكي په سر تړي چې دا د نارينتوب علامه ده او هسكه شمله د غيرت نښه ده. مېړانه د غيرت بل نوم دى. په قبيله كې كه څوك مېړانه نه لري هغه خپل حقوق هم نه شي ساتلاى. مېړانه د پښتونولۍ غټ عنصر دى. پښتانه د مېړانې خاوند ته په درنه سترگه گوري.
په عوض كې ښځه ټيكرى (ټكرۍ، څادر، شال، پړونى يا پوړنى) لري چې د پټكي په شان دروند دى. د درناوي او عزت په ځاى كې پټكى او ټكرى يو شان بلل كېږي. ټيكرى په پښتنو كې سپېڅلى دى. وايي پخوا به چې په قافلو كې ټيكري وليدل شول، نو غله به نه ورنژدې كېدل. كه ښځه د قبيلوي جگړو ډگر ته ورشي اودواړو خواوو ته (پلو) ونيسي جگړه بندېږي. د ټيكري څنډې ته پلو وايي. عام پښانه د ښځو شفاعت ته (پلو) وايي او ويل كېږي چې (پلو مينځ ته راغى) ؛ ځكه نو د عفوې او بښنې موضوع مطرح كېږي. كه چېرته مدعيان خپل دښمن پسې واخلي او كومه ښځه په دې سړي پلو واچوي، مدعيان حق نه لري چې ټك يا وار پرې وكړي او كه داسې وكړي د (پلو) د نه درناوي ستره ناغه به وركوي().
له ټكري سره جوخت د (پرده) خبره هم د يادولو وړ ده. د ښځو ټولې جامې پرده ده او پرده د شرم معادل مفهوم هم وركوي. هغه څيزونو ته چې د يوه كور ښځې ځانونه د پرديو نارينه وو له سترگو څخه الوينه ساتي پرده وېل كېږي. په پېښور كې كله چې يو نارينه د خپل كور په داسې ځاى كې كار كوي چې د گاونډي كور ورته ښكاري لومړى په هغه كورونو غږ كوي چې خويندو پرده وكړئ. يعنې زموږ له نظر څخه ليرې شي!
پښتنې چې كله وړې وې او يا ډېرې مشرانې شي، له پرديو نارينه وو څخ مخ نه نيسي؛ خو كله چې نيمچه پېغلې وې، په ځان باندې پېغلې وي، ناوې وي او لا د ځوانې او منځنۍ عمر ښايست ولري؛ نو له ټولو پرديو نارينه وو څخه مخ پټوي.
پښتانه د خپلو نارينه وو مشرانو، ځوانانو او كوچنيو هلكانو او نجونو نومونه اخلي؛ خو د ځوانو ښځو او پېغلو نجونو نومونه د نارينه وو په ټولي كې نه اخلي. مشرانې ښځې او كوچنۍ نجونې په دې استنثى كې نه راځي.
پښانه ښځې ته (تورسرې) هم وايي. كله چې د داسې ښځې سر سپين شو؛ نو بيا سپين سرې بلل كېږي چې د ميندو، ترورگانو، د ترو د ښځو، ماما ناوې گانو او نورو په بڼه د درناوي وړ وي او خلك يې لاسونه ښكلوي.
لكه چې وينو ښځه د پښتنو په ژوند كې دوه گوني انځور لري، ځان ته بايد ډېر پام وساتي، جنگونه او قتلونه پرې كېږي، كه په چا د ساتنې پلو وغوړوئ، د هغه سړي ژوند له خطره ساتل كېږي، كه د جگړې ډگر ته ننوځي او پلو ونيسي، خلك ماشې پرېږدي او جگړه ودرېږي؛ خو بله خوا بيا ډېره بېقدره ده، نجلۍ ده، پېغله ده، ښځه ده، دويم درجه حسابېږي. په زېږېدو يې څوك نه خوشاله كېږي، په ځوانۍ كې بايد په كلكه وساتل شي، په پيسو خرڅه شي، بوډا ته واده شي، په بن وركړ شي، ماشوم ته كينول شي، هره روځ كنځلې واوري، ووهل شي، راز- راز كړاوونه وگالي؛ ځكه چې ښځه ده او په پښتنو كې ډېر ځاى نه لري!
يو وخت ما يو پښتو فلم وليده، په يو ځاى كې له ډېرو خونړيو جگړو وروسته يوه مشره ښځه چيغې وهي او وايي دريغى خداى په پښتنو كې ښځه نه واى پيدا كړې! په وردگو كې متل دى چې وايي(ښځه د خوړ شگه ده، يو غورځوه، بله رااخله) دلته گورو چې نارينه فرهنگ ښځه څومره ذليله كړې ده، له همدې امله ډېر داسې كسان چې په خپله په ډوډۍ نه وي موړ، دويمه او درېيمه ښځه كوي او هغه ستونزې او كړاوونه زياتوي چې په پېړيو- پېړيو يې پښتنه ټولنه ځورولې ده.
لنډه دا چې تاسو گران لوستونكي به په پښتنو كې د ښځې د موقعيت يو تت غوندې انځور په دې كتاب كې ووينئ.
د پښتنو د سباني نيكمرغه ژوند د جوړولو له پاره په كار ده چې د ټولنې د نيم وجود دا تت انځور له تيارو څخه ويستل شي او د ژوند د جوړولو د نيم فعال وجود په توگه په رسميت وپېژندل شي او كار ورسره وشي چې هغه خپل ځان، خپل دريځ، خپل موقعيت او خپل رسالت په ښه توگه درك كړي او په انساني ټولنه كې خپل درانده مسووليتونه سرته ورسوي.
لكه به چې وروسته د كتاب په متن كې په ډاگه شي، پښتنو ښځو چې اكثريت يې په كليوالو سيمو كې بېسواده هم دي، د هغه مظالمو په وړاندې چې د قبيلوي ژوند د اند دود له مخې په دوى شوي، كراره نه دي ناستې او د خپل زړه خبرې يې د شعر په ښكلې ژبه بيان كړې دي.
د واده بدلې يا د ښادۍ بدلې د دې كتاب د ملا تېر جوړوي، ځنې نورې چې كاكړ يې چغيان يا انگۍ بولي هم په ښځو باندې د تاريخ او نارينه دود د مظالمو د شاهد په توگه راوړل شوې دي او هغه لاملونه هم د كتاب په پاڼو كې په گوته شوې چې څنگه بېسواده ښځو د شعر ژبه تانده ساتلې او خپلې ناوېلې خبرې يې په شعر كې ابدي كړي دي.
لكه چې مو مخكې هم وليكل د دې كتاب د ليكلو لومړنى فكر استادانو حبيب الله رفيع او زلمي هېوادمل ته ځي. استاد رفيع د اوسنۍ بيا كتلو له پاره ښايسته ډېر كتابونه هم راكړي وو، ښاغلي احسان الله مومند د كتاب د كمپوز او سمون په كار كې ډېر زيار گاللى دى، زه دوى ټولو او د الاذهر د خپرندويه موسسې خاوند ښاغلي عبدالحى ته د زړه له كومي كور ودانى وايم چې دا كتاب يې تر تاسو ښاغلو لوستونكو پورې ورساوه. هيله ده چې په پښتنو كې د ښځو د حقوقي او قبيلوي موقعيت د ځاى د معلومولو په هكله دغه كتاب د راتلونكو اساسي څېړنو د بنسټ په توگه، خپل لوړ ځاى ومومي او د مينه والو د پام وړ وگرځي.
۱ ارواښاد استاد عبدالرحمن پژواك داسې نجلۍ چې تازه پېغلتوب ته رسېدونكي وي (گوتلكه) بولي او وايي چې دا كلمه د (گوته) او (لكه) تركيب دى.
لك (درېدلو) ته وايي او نجلۍ چې تازه پورته شوي يا ښځه شوې وي گوتلكه بلل كېږي. گوتلكه د ښځېتوب يو پړاو دى او په قبيلوي قانون كې په گوتلكه تېرى داسې دى لكه په پېغله چې تېرى شوى وي؛ خو كله چې د (سپين پايڅې) په توگه له كوره وځي ولور يې د پېغلې په پرتله لږ وي (كابل كالنۍ 1318، د ښاغلي پژواك مقاله... ص 240).
۲ غيرت– په قبيله كې د حيثيت ساتلو د پاره غيرت يوه وسيله ده. هر سړى او هره قبيله چې غيرت يې كمېږي، د نورو د چپاول وېره ډېرېږي. يو قبيلوي سړى تر هر څه وړاندې د خپلو حقوقو په ساتلو كې غيرتمند وي.
غيرت د ناموس جز گڼل كېږي او وايي (د چا څخه چې غيرت ځي هغه ناموس هم نشي ساتلى). يو قبيلوي سړي ته د بې غيرته خطاب د لويو ښكنځلو په منزله كې دى او څوك حق نه لري چې بل ته بې غيرته ووايي كه نه پر خپله ذمه يو شرم اخلي. په قبيله كې غيرت له تعصب سره ملگرى وي او د قبيلوي نظام د ساتنې له پاره هر سړى بايد د قبيلې په ننگه په غيرت ودرېږي. غيرت يوازې د نارينه وو په ښو خصلتونو كې نه راځي بلكې ښځې هم بايد غيرت ولري (د پښتني قبيلو اصطلاحى قاموس، ارواښاد محمد ابراهيم عطايي، ص 199).
دوهمه برخه:
۲- ښځه په قبيلوي ژوند كې

نور بيا ...